ليکنه: فضل ربي روستم
نور البشر نوید نظم په داسې انداز ویلی چې په کې پښتون او پښتونواله د خپلې ملنګۍ قلنګ غواړي .
لاندې په یوه فرش ورته د پښتو ژبې هاغه هستۍ ناستې دي څوک چې د سیاسي کړکېچونو او د یو ریاست له شومو لومو نه ښه خبر دي مګر په همدې وخت کې یې د پښتو او پښتونوالې لپاره هڅې بې خوفه دي ( استثناء په کې شته)
د نورالبشر صیب دې شاعرۍ ما ته د ارواښاد اجمل خټک د هغه نظم چې د پښتون حالت یې په کې خدای ته ژړولی او د هغه د نس د مړښت او پایښت لپاره یې د لویو لویو قدرتونو رب نه په چیغو چیغو تمناوې کړې وې ، رایاد کړ .
اجمل خټک بابا که زارۍ کولې خدای ته یې کولې خو نورالبشر نوید صیب دلته د پښتون د حالت پړه خپله پر پښتون او په یو پښتون ضد ریاست اچوي .
په ورستیو کې د اسلام اباد هاغه معاشونو ته په کې ذکر کیږي کوم چې د یوې ادرې لخوا دوی ته د خپلو موخو د تکملېدو په مقابل کې ورکول کیږي .
ورک اسلام اباد شه غټ غټ خلک په پیسو اخلي
سرو سپینو بدل نه کړ په رنګ دا غنمرنګ ملنګ
ما ته د غلام وطن ګستاخې هوا دا ووې
ځار شم د باغي باغي پښتون پښتون خوش رنګ
د پښتون د عدم تشدد ستر مبارز باچا خان تصویر هاغو بې ننګو پښتنو ته وړاندې کوي چا ته چې هغه خپل ژوند خاورې کړ .
وګورئ په لاس کې د تاریخ د جبر تبر ته !
مړ شو د بې ننګه پښتنو سره په ننګ ملنګ
د '' واخله اله واخله" دوبار تکرار او په مینځ کې د وایلن هغه نرۍ ساز د زړه په سرخوږه څکونډي لګوي .
همدا څکونډکه بیا وروسته ذهن ته هغه وخت رسي چې په نظم کې د بابا د کچکول د بیا راخستو لپاره د چا د نشتون او د پښتنو د یو والي لپاره پیغور ورکړل شي .
بویه چې څوک بیا راواخلي دا کچکول او دا رباب
بویه چې په دې کوڅو به راشي په غورځنګ ملنګ
خلکو روغې وکړې توربان سره په توره شپه
پاتې شول ، سوالي سوالي پاګل پاګل په جنګ ملنګ
د نظم وروستۍ برخه کې امېد دی ، هیلې دي او د پښتنو د یو ځای کېدو تصویرونه دي .
سره ډولۍ او سره جنجیان او چغې د الا الا
خوب وینم چې خیژي په جنت کې په پالنګ ملنګ
زه به د غیرت چغه د بانګ په شانتې وایمه
څکلي په بشر دي د پښتو په نشې بنګ ملنګ
په یوه فرش ناست پښتانه او د کرن خان د ملګرو د ګډې موسیقۍ سره د نورالبشر نوید صیب شاعرۍ کې داسې کیف دی شاید که څوک یې له بلې موسیقۍ نه په دومره احساس واخلي .
https://m.youtube.com/watch?v=5NfEEizjYmI