د يوې مور دوه زامن يو د بل د وينو تږي دي. هر يو يې ځان د سمي لاري لاروی او خپل هغه بل ورور ګمراه بولي. کرکه دومره زياته ده، چي تر څو چي يې يا ورور نه وي وژلی او يا يې په ورور ځان نه وي وژلی، خپل ژوند ورته بې مقصده او خپله «سمه مفکوره» ورته ناکامه معلوميږي. دا د خپلي مفکورې په هکله د هغه فکر نتيجه ده، چي ګواکي بايد خامخا د مخالف په وينو خړوبه سي، حتی که هغه د خپل ورور وینه هم وي.
خو د ورونو څخه يو هم دې ته فکر نه کوي، چي که زه خپل ورور مړ کړم، نو زما د ورور يتيمان خو به هيڅکله هم زما د «سمي لاري» لارويان نه سي، بلکه که د خپل «سم دريځ» او «سمې مفکورې» يو مخالف وژنم، نو څو نور يې مخالفان کيږي.
که مخالفت او دښمني اوس د دوو ورونو تر منځ ده، نو به د يو ورور د وژل کېدو وروسته دغه دُښمني د يوه نيکه د څو لمسيانو تر منځ وي. که دغې ستونزي ته د رياضي د سېټ په نظر وګورو، نو د دې پر ځای چي د يو يا بل ورور «سمه مفکوره» د خپل «سموالي» له کبله د ټولو له خوا ومنل سي، مخاليفين به يې د هرې وژني او قتل وروسته څو چنده زیاتيږي او شمېر به يې آخر نه لري.
د دوو ورونو په دغه لانجه کي د درېيم کس د مخفي «سمي مفکورې» بقا او برياليتوب دی. د درېيم کس «سمه مفکوره» ښايي يو يا بل ورور ته خپله مفکوره معلومه سي، خو دغه درېيمه «سمه مفکوره» هيڅکله هم د دوو ورونو د مفکورو سره يوشانته والی او مشترک هدف نه لري، بلکه کاملا مخفي وي او صرف ظاهرا د يو يا بل ورور د مفکورې سره مشترک ټکي لري.
په اصل کي دغه د درېيم کس مخفي «سمه مفکوره» د دوو ورونو د جنګ څخه ګته اخلي او بريالۍ کيږي. دا هغه مفکوره وي چي د دريم کس له پاره د دوو ورونو په قتل و قتال خړوبيږي او هر څومره چي پکښي ويني توييږي، پر لومړيو دوو «سمو مفکورو» يې برلاسيتوب زياتيږي.
نتيجه: په دنیا کي انسان ته هيڅ داسي «سمه مفکوره» نسته چي د خپل بل انسان ورور په وژلو دي يې دايمي برياليتوب ته ورسولای سي. هغه مفکوره چي په ورور وژنه ارزي، نسته.
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د جون ۷مه نېټه، بون
____________________________
د ليکوال له وېبلاګ www.ahmadwali.achakzai.com څخه په مننه