کور / تازه خبرونه / په ننګرهار کې پولیسو ۲۹ کیلو ګرامه اپین نېولي.

په ننګرهار کې پولیسو ۲۹ کیلو ګرامه اپین نېولي.

نن د ننګرهار پولیسو د ثمرخیلو په پوسته کې ۲۹ کیلو ګرامه اپین نېولي، دغه اپين چې په یوې کرولا ډوله موټر کې ځای په ځای شوي وو پولیسو د تالاشۍ په مهال نېولي دي، د کورنیو چارو وزارت د رسنیو د فتر لر او بر ویبپاڼې ته وویل چې پولیسو دری مېله وسله او دپېښې په تور دوه تنه هم نېولي دي.
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزی مرستیال جنرال داود داود ویلي که څه هم سږ کال په ننګرهار کې د کوکنارو کرکېله نده شوې ولې بیا هم پولیس لګیا دي د نشه يي توکو قاچاق کوونکي ونیسي.