يوې خوا ته د یو داسې ګلالي ماشوم عکسونه راته مخې ته دي چې په سترګو کې یې د درد او ډار کرښې جوړې دي بلې خوا د شپږ کسیزې ډلې چې تورې خلتې یې سرونو ته وراچول شوي او د تنکي شهید اباسین بې رحمه قاتلان یاديږي راته سترګو ته ولاړ دي .
د اباسین د تښتولو قضیه او د هغه داسې قتلول په وطن کې د انسانانو تر مینځ د بې باورۍ او افراطیت یو لوی دېوال دروي .
په عاطفې ، جذباتو او احساساتو باندې مې لږ زور کوم غواړم چې هاغه څو پوښتنو سره چې زما په سر کې یې شور جوړ کړی ، یو څه موده بوخت پاتې شم .
د نورو ټولو ملګرو په څېر زما خواخوږي دا ده چې قاتلین باید قصاص شي ، خو نه پوهېږم زړه مې راته ولې داسې وايي چې ژر تر ژره یې غرغره کول ښه پرېکړه نه ده .
یوه پوښتنه چې د قاتلینو د داسې وحشت یا ظلم وجه څه کېدلی شي باید مالومه شي ؟
بله دا چې دا قضیه د نورو جرمونو په مخنیوي کې څومره مرسته کولی شي ؟
په ډېر ځایونو کې اورېدل کیږي چې د مجرم د ختمولو پر ځای دې د جرم د خاتمې لپاره تدابیرو ته اولیت ورکړل شي
دلته انتهايي افراطي جرم شوی او سزا یې هم حتمي ده خو د جرم کولو سببونو باندې باید غور وشي .
ډېرې تېوریانې وايي چې زیاتره جرمونه د غذا د پوره کولو یا د خواهشتاتو د تکمیلدو په سبب کیږي یا هم کله چې د یو چا په وجود کې د جرم نه مخکې یا هم وروسته د ملامتیا او پېښمانتیا حس لري شي نو بیا د جرم کولو جرئت زیاتیږي.
که خبره د حرص یا د غذا د تکمیلوالي وي نو هېواد کې مو د غربت یوه لویه څپه را ګډه ده .
د غربت تر څنګ د سرمایه دارۍ نظام د ډېرو جرمونو یوه هڅونه ده.
زمونږ د وطن د سرمایه دارۍ نظام داسې بد دی چې په یو کلي یا هم کوڅه کې داسې کورونه شته که د سبايي وخوري نو د ماښام لپاره سوچ کوي خو بيا په همدې محله یا کوڅه کې داسې لوړپوړي ودانۍ لرونکي هم شته چې د موټرونو قطارونو یې کوڅه نیولي وي .
دا غیرې تعادل د جرمونو لوی سبب کیدای شي د هاغې غریبې کورنۍ غړي دې ته هڅول کیږي چې سرمایه دار یې د خپل حالت د کړښت لپاره د سترګو اغزی جوړ شوی وي .
او همدا دسرمایه دارۍ افراط د مجرم د جرم افراطیت وګرځي .
ډېر ځله اورو چې د محیط اثر په رواني حالتونو وي د ټولنې بې عدالتۍ، جنګونه ، بې نظمي ، بې علمي همداسې سایکو یا وحشي لېونیان زېږوي .
د تنکي اباسین د بې رحمه وژلو په څېر د نورو تنکیو او د ده د کورنۍ په څېر د ورته کورنیو د کړښتونو د خلاصون په خاطر دې د قضیې پوره هر اړخیز جاج واخستل شي او له هغې وروسته دې قاتلینو ته سختې نه سخته سزا ورکړل شي .