د کندهار والي وايي پلان لري چي په سپين بولدک ولسوالي کي د ماسټر پلان له مخي سوداګريز مارکېټونه، کورونه، روغتيايي مرکزونه، تفريحي پارکونه، د سپورټ ميدانونه او سړکونه جوړ کړي.
د کندهار والي ډاکټر محمد همايون عزيزي دا څرګندوني نن غرمه مهال له سپين بولدک ولسوالي څخه د ليدني پر مهال وکړې. نوموړي په داسي حال کي بولدک ولسوالي ته سفر وکړ چي امنيه قومندان جنرال عبدالرازق، ښاروال انجنېر روښان ولسمل او ځينو نورو رئيسانو يې ملتيا
د ولسي شورا مرستیال حاجي محمد عمر کندهار والي ته هرکلی ووایه، د ده سفر یې د ملت او دولت تر منځ د نژدېکت ښه وسیله وبلله او ویې ویل بولدک ولسوالي د زراعت، اوبو لګولو، ښارسازۍ او ټرانسپورټ په برخه کي یو شمېر ستونزي لري چي باید حکومت یې غم وخوري. نوموړي وویل د شنه نري د اوبو بند دي ورغول سي چي دا د زراعت په برخه کي لویه او حیاتي انکشافي پروژه ده، د بولدک تر څنګ د ارغستان او ریګستان ولسوالیو ته هم په زراعتي برخه کي ګټه لري. نوموړي د سړو خونو د جوړېدو غوښتنه هم وکړه او ويې ويل چي د ښورابک سړک دي پوخ سي او د روغتیا په برخه کي یې د روغتیايي مرکزونو له کمبود څخه شکایت وکړ.
د کندهار والي ډاکټر محمد همایون عزیزي وويل چي دې ولسوالۍ ته يې د امنیتي او انکشافي وضعیت د څېړني په موخه سفر کړی دی او ويې ويل چي بولدک یوه سوداګریزه سرحدي ولسوالي ده چي د تجارت او ظرفیت جوړولو په برخه کي ښه رول لوبولای سي. هغه وويل: زما سفر دوه اړخه لري اول د دې ځای له خلکو سره مخامخ لیدنه، د هغوی د ستونزو اورېدل او مشورو ته یې غوږ نیول او بل د امنیتي وضعیت تر څنګ پرمختیايي او انکشافي برخې ته پوره پاملرنه چي دا ولسوالي د خلکو په همکارۍ پرمختګ وکړي، د همدي لپاره مي سکټوري رئیسان له ځان سره راوستلي دي چي دوی هر یو په خپله اړونده برخه لکه ښارجوړونه، عامه روغتیا، ټرانسپورټ او نورو کي خپل پلانونه تطبیق کړي.
د کندهار والي ژمنه وکړه چي په بولدک کي به ماسټر پلان تطبیقوي او په دغه ولسوالي کي به سوداګريز مارکېټونه، کورونه، روغتيايي مرکزونه، تفريحي پارکونه، د سپورټ ميدانونه او سړکونه جوړوي. هغه زياته کړه دوې میاشتي وړاندي چي د ټول هیواد په کچه د کومو بندونو د جوړولو یادونه سوې، د هغو له جملې څخه به ۱۲ په کندها کي جوړ سي او هڅه يې دا ده چي د کندهار په زراعتي ولسوالیو کي د بندونو جوړولو ته لومړیتوب ورکړي.
ښاغلي عزيزي وویل: موږ د ښاروالي د عایداتو لپاره یو مېکانیزم رامنځته کوو چي دا عایدات بيرته په ښه ډول مصرف سي او په بولدک کي د خلکو د روغتیايي ستونزو د هوارولو په موخه مو د هند سفارت ته د یو ۵۰ بستریز روغتون پروپوزول ورکړی دی او هیله لرو چي کار به یې پیل کړي. همداراز به د ملي پيوستون ۳۵میليونه افغانۍ له ولسي شوراګانو سره په همږغۍ پر بېلا-بيلو برخو مصرف سي.
د کندهار ښاروال روښان ولسمل وویل بولدک یوه ګڼ نفوسه او مهمه ولسوالي ده چي ترلاسه کېدونکي عواید یې باید پر پرمختیايي پروژو ولګول سي. هغه د ماسټر پلان پر تطبیق ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چي خلکو ته به د ملکیتونو رسمي قبالې او سندونه ورکول سي. هغه زياته کړه: موږ پلان لرو چي د دې ستونزي د حل لپاره له کندهار څخه څو انجنېران راولېږو چي یو ډېتابېس جوړ کړي څو د ثبت پروسه پیل سي. نوموړي وويل د ماسټر پلان کار په ۱۳۹۱ل کي پیل سوی وو او په ۱۳۹۲ کي پای ته رسېدلی وو چي اوږدوالی یې ۱۲ کیلومټره او عرض یې ۶کیلومټره دی.
د کندهار والي بولدک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د ګمرک له نوي تاسيساتو څخه هم ليدنه وکړه او دغه تاسيسات يې د عايداتو د زياتوالي لپاره ګټور وبلل.