خوست
د خوست په مرکزکې نن د چهار شنبي په ورځ يو د نجونو ښونځی چې درې نوي زره 93000 امريکايي ډالر لګښت ورباندې شويده ګټي اخستني ته چمتو شو
خوست والي ارسلا جمال وايي ياد ښوونځی چې (٣٨) درسي خوني لري د (٩٣) زره امريکايي ډالروپه ارزښت په خوست کې د ايتلافي ځواکونودملکي خدمتونوډلې لخوا روغول شويده .
جمال زياته کړه چې دا مهال په خوست کې د څلويښتو زرو په شاخوا کې نجونې درس ته ځي او په مخکې يي هيڅ داسې ستونزه نشته چې د دوی دښوونې او روزنې پر وړاندې خنډ شي .
د يادولو وړده چې په سږ کال کې به په خوست کې (٨٣)ښوونځيو لپاره نوي ودانۍ جوړيږي چې په ډېرو يي دا مهال کار روان هم دی
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه