د اېران د اصفهان ولايت اوسېدونكى حامد رضا د يوه ملګري د قتل په تور اعدام سو.
نوموړى چي د همدې جرم پر اساس يو كال بندي و د اېران يوې محكمې د اعدام په سزا محكوم كړ.
اېران د اسلامي نړۍ له هغو ګوتو په شمار هيوادونو څخه دئ، چي د قتل، زنا او ځينو نورو جرمونو سزا د اسلامي شريعت له پرېكړي سره سمه اجرا كوي.
اېران يوازي سږكال ۱۱۴ مجرمين اعدام كړي چي په دې كي يې ځيني پټ او ځيني د خلګو په عام محضر كي تر سره سوي دي.