د ملي امنیت لوی ریاست موظفینو د کابل ولایت د ده سبز ولسوالۍ په تره خېلو کلي د یو لړ عملیاتو پر مهال حقاني ډلې ته اړوند د وسلو او مهماتو یو پټن ځای کشف او له هغه یې:
– دوه RPG7 راکټونه او د هغو ۴ مرمۍ
– یوولس کړۍ مقناطیسي ماینونه
– ماینونو ته د چاودنې ورکولو اوولس برېښنايي کپسولونه
– یوه اندازه نور چاودېدونکي توکي
– د ماینونو درې ټسټرونه
– او شپږ نوکیا موبایلونه ترلاسه کړي دي.
له ملي امنيت څخه لراوبر ته په رسيدلې خبرپاڼه کي راغلي چي د حقاني ډلې هوډ درلود له یادو وسلو او مهماتو څخه په ګټنې د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر ترهګریز او ورانکاري بریدونه ترسره کړي چې له نیکه مرغه د ملي امنیت لوی ریاست بیدارو منسوبینو له خوا د دوی دغه شوم پلان شنډ شو.
د قضیې سره په تړاو یو کس هم نیول شوی دی.