جانانه ځو به دلته ځای د اوسېدو نه لرو
تمه د ژبي د وفا او د پښتو نه لرو
سوداګري ده که وروري که یارانه که مینه
په دې بدنام بازار کي مال د اخیستو نه لرو
چي ورور مي غوښي زما د تن پر قصابانو پلوري
نور په دې کلي کي جواز د پاتېدو نه لرو
زریني پاڼي په زرګونو له پلرونو لرو
څاڅکی د ویني د ښاغلو پخوانو نه لرو
راته راپاته تش نکلونه د میوند د تورو
وګړي ډېر لرو مړونه د برېتو نه لرو
له خلوتو څخه راوزي مختورن وګړي
ملا له کومه کړو قاضي د فیصلو نه لرو
څوک به راوښيي په لار کي د مرګي موړونه
شپه ده اغزي دي مشالونه د تیارو نه لرو
رقیب به ړوند سي له ویلو به ګونګی پاته سي
پر خپله سپينه لمن داغ د پاکېدو نه لرو
جهاني چیري به اوس وګورو د تللیو پلونه
په هیڅ ربات کي ایرې نښي د لمبو نه لرو.
د 1395 کال د حمل میاشتي درویشتمه،
وزیر اکبرخان مېنه، کابل
عبدالباري جهاني