هر قاتل ژاړي پر مړي!
عبدالباري جهاني
خدایه کوم وطن ته راغلم بېګانه دي ټول وګړي
چي لا څه کانې به وینم چي یې څه را نصیب کړي
له یوې موري پیدا وي یو د بل په ځان بلا وي
زوی د پلار په وینو رنګ دی ورور د ورور غاړي پرېکړي
وطن ډک له ځناورو له لېوانو خېټورو
سمه غر یې ټول په نس کړل نه مړېږي لا زوی مړي
نن به وخت د حساب نه وي نه به زور د عدالت وي
د حساب ورځ ده ولاړه د لوی خدای دي پوروړي
بې وطنه بې کفنه ناامید له هره تنه
د خپلوانو تېغ په لاس کي د پردو په لاس کي پړي
اوبوي چي خپل آسونه د غلیم پر ګودرونو
نه له نسله د نازو دي نه ملالي دي راوړي
زړونه تش دي له وروریه حیا هېره ده له سترګو
غله ښاغلي دي په ښار کي هر قاتل ژاړي پر مړي
توپانونه مو په خوا دي زلزلي په خوب کي وینم
د فلک له نیته ښکاري راته ګوري ورځي خړي
د غلیم توري ځلېږي د مغول آسونه ځغلي
قهرمان مو وايي ساندي تښتېدلي یې دي غړي
اوس به څرنګه غوږباسو د زاړه واعظ ویناوي
پر منبر باندي خپرې دي د شیطان د لښکر دوړي
څوک به واوري له سنګساره د منصور مستانه چیغي
جادوګر ابلیس نیولي د حق سترګو ته خپړي
اوس به چاته کیسې یوسو جهاني ددې ناخوالو
نه په خولو کي ژبي ګرځي نه سرو کي سترګي رغړي.
د ۱۳۹۵ کال، حمل میاشت
کابل- وزیر اکبرخان مېنه