کور / تازه خبرونه / کندهار:طالبان دکاناډايانو او ناټو د طالبانو دوژني خبري کوي

کندهار:طالبان دکاناډايانو او ناټو د طالبانو دوژني خبري کوي

طالب وياند قاري محمد يوسف لراوبر ته د يوې راليږل سوي خبرپاڼي په ترڅ کي داسي ليکي :


نن سهار،پنځوويشت(۲۵) تنه کاناډايي عسکر هغه مهال ووژل شول ، چې کله پر دوی د کندهار ولايت د” ژړۍ “ولسوالۍ د” پاشمول” د” اوښ غاړي “په سیمه کې په يوه کلا ( حويلي ) کې یوه  تکتيکي درنده چاودنه وشوه .


 د کندهار له هوايي ډګره  لراوبر ته په راليږل سوې خبرپانه کي دناټو خبري دفتر وايي چي ددوی ځواکونو د کندهار په سالاوات کلي کي د طالبانو پر هغه کور حمله وکړه چيري چي ددوی په وينا بمونه جوړيدل . له کندهار نړيوال هوايي ډګره د ناټو له خوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي لومړئ د ناټو ځواکونو پر طالبانو بريد وکړ او د څرخي الوتکو په ملتيا يې سيمه محاصره او د کوچنۍ جګړې په ترڅ کي يې ټول طالبان له منځه يووړل .


طالب وياند قاري يوسف بيا لراوبر ته په ياده سوې خبرپاڼه کي ويلي دي پر پلي عسکرودرنده چاودنه په داسي حال کې د ريموټ کنټرول په مټ ترسره شوه چې کله دوی دې کلاته دننه نن سهاروختې مجاهدینوته د کمين نيولو په موخه راغلل.  چي چاودنه د هغو ګڼ شمير توغنديواو چاوديدونوکو توکوله امله ترسره شوې چې تيره شپه د مجاهدينو له خوا عسکرو ته په همدې سرای (کلا )کې عيار او ځای پر ځای شوي وو.


 


تر درندې چاودنې سمدستې وروسته سیمې ته ددښمن دوې چينوک ډوله هليکوپټر د وژل شوو او ژوبلو عسکرو د انتقال په موخه راغلي،دچاودنې شاوخواسيمه ددښمن له خوا کلابنده شوي اودمګړۍ اشغالګر ځواکونه خپل وژل شوي عسکرددرندې چاودنې له امله د بيلډوزر په توسط د خاورو خزلو نه راباسي .


څه موده مخکې هم ددې ولسوالۍ د”نلغام” په سيمه کې د يوې ورتې چاودنې له امله ګڼ شمير ايتلافي عسکر مړه او ژوبل شوي وو ،چې په اړه يي دښمن له خواهم خپلوعسکروته ددرندې مرګ اوژوبلې پخلی شوی وو.


دیوه بل خبر له مخې نن غرمې راهيسې  عسکرو ددې ولايت دپنجوايي  ولسوالۍ د سلوات ، ناخوني او صالحانو او د ژړۍ ولسوالۍ د پاشمول په  اړوندوسيمو کې عملیات پيل کړي او هرځای يي ګڼ شمير پلي عسکر د هلیکوپترونه راکوزکړي دي .


تر اوسه پوري دژړۍ ولسوالۍ د”پاشمول” د “ملايانو” په سيمه کې ددوی دوه زغروال ټانګونه ویشتل شوي او يو يي هم په ماين ويجاړشوی دی .


او د پنجوايي ولسوالۍ دعملياتو په جریان کې دمخالف لوري سره د” ناخوني” او”سلوات “په سيمو کې مخامخ نښته شوي ، خو مخالف لوري ته د وراوښتو تلفاتوپه اړه دمګړۍ معلومات نه دي ترلاسه شوي