د حاجي ملا دوست محمد د مړيني په مناسبت د ودان افغانستان ګوند د هلمند ولایتي کومېټې د خواخوږۍ پيغام!
په ډېري خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د ارواښاد شهيد عبدالصمد روحاني او د ودان افغانستان ګوند د غړي، همدارنګه بدلون اوونيزي د خبريال حضرت محمد روحاني پلار حاجي ملا دوست محمد د ور پېښې ناروغۍ له امله نن سهار په بست روغتون کې په حق رسېدلی دی.
إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ
د ودان افغانستان ګوند ټول غړي او په ځانګړې توګه د هلمند ولایتي کومېټه د ښاغلي روحاني له کورنۍ، خپلوانو او فکري ملګرو سره په دې درانه غم کې ځان شریک ګڼي.
آرواښاد حاجي دوست محمد ته د لوی خدای (ج) له دربار څخه جنت الفردوس او کورنۍ ته يې د جمیل صبر غوښتونکي یو.
روح دې ښاد وي.
په درنښت
ودان افغانستان ګوند
هلمند ولایتي کومېټه
هلمند- افغانستان