دواخان مينه پال د ولسمشر وياند د مرستيال په توګه ټاکل سوی دی.
نوموړي حقوق لوستي دي خو خبريال، شاعر او ليکوال هم دی.
ښاغلي مينه پال په تيرو ۱۴ کالو کي د ازادۍ راډيو او نورو رسنيو سره د خبريال، د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ د ريس او د اطلاعاتو او فرهنګ د عامه کتابتونونو د ريس په توګه دندي اجرا کړيدي.