د مظلوم او ځوانیمرګ شهید بشیر احمد ریان په اړه د نوموړي د پلار علمي شخصیت انجنير عبدالله ګل ريان تاثر او ډاډګېرنه:
—
انا لله وانا الیه راجعون
د سرطاني لومړني تومور دبیمارۍ د درملني په هیله او دډیرو ټیستونو او سکینونو په ګڼه ګوڼه کي، نژدې یوه میاشت په لاهور کښي پاته شوم.
کشرزوی مي – بشیر احمد ریان – په کندهار کي بندي و.
مشر زوی مي -عبدالواحد ریان – تل دهغه د ژر خلاصون تسلاء راکوله.
دمسافري یوه ورځ – د۱۳۹۵هش کال، د حمل دمیاشتي اتمه ڼیټه- مازدیګر يې دایمان او توکل په رڼا کښي،په لوڅو او لنډو تورو راته وویل: د تقدیرخبره ده، بشیرشهید سوی دی …
دانساني عاطفي په غوښتنه مي بدن ولړزید خو د – انا لله وانا الیه راجعون – مبارکو تورو په تکرار مي اختیار پردی نشو.
له ځان سره مي وویل :
که زه دکمونستانو په بند کښي چي په اعدام محکوم شوی وم ،شهید کړای شوی وای،بشیراحمد څه چي يو زوی به مي هم نه و.
یا که اوس، خدای مکړه ،دا شهید زوی مي، په داسي مرګ مړ شوی وای چي په دعا او فاتحه يي شرمیدلای، بیا به مو څه کول،اوس خو الحمد لله هغه د عزت مړینه يي په برخه شوه چي هرمسلمان يي دځان لپاره غواړي او…
هرچا چي دشهید د جنازې په راوړلو، دجنازې په لمانځه ، تدفین ،فاتحه او دعا کښي برخه اخستي یايې ما او زما کورنۍ ته په ژبنۍ ،لیکلې یا بریښنايي وسیله تسلاء راکړې ده ، الله تعالی دې په ټول ژوند کي له مصیبتونو او معیصتونو خوندي ولري .
والسلام
عبدالله ګل ریان