ټولو ته معلومه ده چي زموږ ګران هیواد افغانستان تقریباَ د تېرو څلورو لسیزو را په دې خوا د جنګ او بدبختیو په اور کي سوځي ځوانان مو شهیدان، ښځي مو کونډیاني او کوچنیان مو یتیمان سول. دغي کرغېړني او تپل سوي جګړې زموږ څخه هر څه واخیستل . هیواد ئې را ویجاړ او هري خوا ته ئې په یوه او بل نامه د بې اتفاقۍ اور بل کړ، چي اصلي منشاء ئې له د باندي څخه ده، د دې بېچاره اولس ستونزي او مشکلات ئې نور هم ور زیات کړل. د دغو ناخوالو په لړ کي مو په ډېري خواشینۍ سره خبر تر لاسه کړ، چي د کندهارپوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي، د دري ژبي او ادبیاتو د څانګي د څلورمي ټولګۍ یو محصل بشیراحمد، د عبدالله ګل زوی چي څه موده وړاندي تر پوهنتون د باندي لادرکه سوی وو او وروسته تر ورکېدو وژل سوی دئ (إنا لله وإنا إليه راجعون) .
نوموړي د ورکېدوسره سم د پوهنتون ادارې اړونده ادارو ته خبر ورکړی وو او د هغوی څخه ئې د مرستي غوښتنه کړې وه. کندهار پوهنتون دا ډول کړني په ټینګه غندي او دځوانانوامنیت او خوندیتوب ته د اړوندو ادارو جدي پاملرنه غواړي. ځوانان د دې هیواد معنوي ارزښتونه او شتمنۍ دي، چي په سالمي روزني سره ئې زموږ ستونزي لږېدلای سي.
د کندهار پوهنتون اداره د نوموړي محصل په شهادت غمجنه ده او خپله خواخوږي د بشیراحمد د کورنۍ د غړو، د ښووني اوروزني پوهنځي استادانو اومحصلانو ته وړاندي کوي. الله تعالی دي موږ اوتاسي ټولو ته د زړه صبر او زغم راکړي او د داسي ورځي په هیله چي هیڅ یوه مور او پلار د اولاد په غم، هیڅ یوه لوراو زوی د مور او پلار په غم، هیڅ یو ورور د بل ورور په غم، هیڅ یو همسایه او وطنداره د بل همسایه او وطنداره په غم غمجن نه سي .
په درنښت
دکندهار پوهنتون اداره