کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د اسلامي وحدت ګوند په اړه د عبدالله ليکنه

د اسلامي وحدت ګوند په اړه د عبدالله ليکنه

د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند بايد منحل شي

 

د افغانستان د اسلامي وحدت په نوم ګوند چې په حقيقت كې يوه جنايتكاره ډله ده چې غړي يې يو شمېر هزاره ګان او جعفري شيعه ګان دي او د اساسي قانون پر خلاف هيڅكله ګڼ توكميزه او افغانستان شموله ګوند نه دى چې پخوا د ايران له خوا جوړ شوى و، په تنظيمي جګړو او د كابل ښار او د پروان او باميانو ولايتونو په ورانولو كې يې ستره ونډه تر سره كړې، په دې وروستيو كې يې د اساسي او ګوندونو قانون پر خلاف يوه اعلاميه خپره كړې چې په دې اعلاميه كې يې د افغانستان د تاريخ او كوچيانو سپكاوى كړى او د دوى پر ضد د هزارګانو ننګه يې كړې ده. دغه ګوند د اساسي او ګوندونو د جوړولو قانون پر خلاف يو توكميز، مذهبي او سيمه ييز ګوند دى چې د تنظيمي جګړو پر مهال يې خپله فاشيستي روحيه هم په اثبات رسولې ده، ملي يووالي او د افغانستان راتلونكې ته ستر ګواښ دى او بايد منحل شي. 


د وحدت ګوند د باميانو سيمه ييزې څانګې د كوچيانو پر ضد يوه اعلاميه خپره كړې چې په روښانه د سياسي ګوندونو د قانون 6 مه ماده يې نقض كړې ده. لاندې د نوموړې اعلاميې متن ته وګورئ:


اعلاميه حزب وحدت اسلامي افغانستان (دفترنمايندگي باميان ) درمحکوميت تهاجم کوچي ها به هزاره جات


   3/4/1387  
کلمه کوچي درفرهڼ تاريخي مردم ما، نامي است هول اڼيز، وحشت زا ونفرت آور، زيرا کوچي همان مليشه هاي مسلح حکومت هاي فاشيستي ، مستبد وستم پيشه بودند که درگذشته ها براي غارت وسرکوب به مناطق مختلف مي آمدند.  
اما دردهه هاي اخير مردم حداقل ازاين بلا درامان بوده و نسل جديد اين ديار بامشکلي بنام کوچي مواجه نبودند و اميد واربودند که بعضي ازناهنجاري ها و نابساماني هاي اجتماعي که ازعوارض وپيامد هاي حکومت هاي
مستبد قبيلوي
وعصرملوک الطوايفي بود با ازبين رفتن همان حاکميت ها دفن شده اند.  
درست به همين دليل بود که
مردم هزاره جات
درفصل جديد بيش ازدېر نقاط کشور، ازحکومتي که به اساس ديموکراسي و دفاع ازحق مردم عرض اندام نمود، استقبال، حمايت واطاعت کردند.  
امنيت را خود تډمين نمودند،‌عوامل فساد و ناامني چون تروريزم ، مواد مخدر، وقاچاق را ازمنطقه ريشه کن نمودند وپروسه داياگ را خود پذيرفتند تاشايد دراين فصل ودر پرتوحکومت وقانون، ازحقوق اساسي، انساني ومساوي با ساير هموطنان خودبهره مند شده ودېر ازستم وزور گويي حق کشي نشاني نباشد.  
ولي متډ سفانه اين دومين سال است که
همان بلاي بيداد گر بنام کوچي
درمنطقه هجوم آورده وآسايش وامنيت مردم را به هم زده است .  
درسال گذشته و امسال ده ها تن ازمردم بي گنا وبي دفاع محل که شامل پيرمرد هشتاد ساله و زن و کودک مي گرددبه شهادت رسيدند. هزاران خانواده آواره شده ميليون‌ها افغاني خساره مالي به بار آورده است. امسال کوچيها سازمان يافته تر ومجهزتر از سال پيش وارد منطقه شده اند و شروع به کشتارو چپاول وغارت نمودند و با اين عملکرد شان سراسيمگي و وحشت را
درتمام هزاره جات
ومناطق مرکزي به راه انداخته اند.  
نمايندگي حزب وحدت اسلامي افغانستان
باميان به‌عنوان يکي از نمايندگي‌هاي يک جريان سياسي
مردمي که همواره و درهمه صحنه ها درکنارمردم خود ومدافع آنان بوده است لازم مي داند مواضع خودرا درقبال کوچي ها وپيامد هاي ناشي ازآن قرار ذيل به اطلاع مردم برساند.  
1- تهاجم بيداد گري را، که علي رغم پي‌آمدهاي تلخ و ناگوار و تجاوز سال گذشته‌شان و بدون دست يابي به يک موافقت با حکومت و مردم محل، به شکل تجاوزگرانه وارد منطقه شده‌اند به شدت محکوم نموده و اعلام مي‌دارد که بايد
کوچي‌ها هرچه زودتر منطقه را ترک
کنند تا مردم به زندگي روزمره و معمولي‌شان بر گردند.  
2- هرگونه‌ سهل‌اڼاري از سوي دولت و نهادهاي مسړول را غير منصفانه دانسته و توجه آنان را در قبال حل اساسي بحران کوچي‌ها خواست بر حق مردم مي‌دانيم.  
3- از تمام نهادهاي ملي و بين‌المللي، حقوق بشري، شوراي علما و نهادهاي مدني انتظار داريم که در دفاع از مردم
ستمديده بهسود مسووليت
انساني و قانوني شان را انجام دهند.  
4- برخورد دوگانه عده‌اي از عناصر فرصت طلب و استفاده جو را که همواره از احساسات مردم سوءاستفاده مي کنند از آب گل آلود ماهي مقصود مي‌گيرند و جز منافع زودگذر و تڼ نظرانه خود ايشان منافع و مصالح علياي مردم براي‌شان مهم نيست، محکوم نموده از مردم شريف و
آگاه اين مرز و بوم
مي‌خواهيم با ديد دقيق و عميق به قضيه ڼريسته و همواره در شفافيت موضوع قرار گيرند.  
5- از
تمام مردم با ايمان و ايثارگر باميان
و مړسسات خيريه ملي و بين‌المللي تقاضامنديم تا به ياري مهاجرين، بيجا شدگان، بي سرپرستان و بازماندگان شهدا شتافته از طريق جمع آوري کمک‌هاي بشردوستانه و اسلامي و هماهڼي‌هاي لازم از وقوع فجايع دېر مصيبت ها (تلفات ناشي از گرسڼي و بي خانماني) جلوگيري به عمل آورند.  
6- نمايندگي حزب وحدت اسلامي افغانستان در باميان با
تمام آسيب ديدگان، بازماندگان شهدا اظهار همدردي نموده در رساندن پيام مظلومانه شان و تنوير افکار عامه ابراز خدمت مي‌نمايد.


حزب وحدت اسلامي افغانستان  
دفتر نمايندگي باميان  
30 جوزا 1387
  
 


د سياسي ګوندونو په شپږمه ماده كې راغلي دي:


شپږمه ماده:


سياسي ګوندونه، لاندې فعاليتونه نه شي تر سره كولاى:




  1. د اسلام د سپېڅلي دين د اساساتو د مناقضو هدفونو تعقيبول.
  2. له قوې يا خشونت يا ګواښ څخه ګټه اخيستل يا له قوې څخه د ګټې اخيستلو تبليغ كول.
  3. د قومي يا توكميز يا مذهبي يا سمتي تعصب لمسول.
  4. د افرادو د حقوقو او ازاديو په وړاندې د مشهود خطر پيدا كول او د عامه نظم او نظم عمدي ګډوډول.
  5. د نظامي تشكيلاتو لرل يا د وسله والو ځواكونو له قوتونو سره جوړجاړى(تبانى).
  6. له بهرنيو سرچينو څخه تمويلېدل.

همدا راز په اساسي قانون كې راځي: 


دوه ويشتمه ماده 
دافغانستان د اتباعو ترمنځ هر راز تبعيض او امتياز منع دى.  
د افغانستان اتباع دقانون په وړاندې مساوي حقوق او وجايب لري. 
درويشتمه ماده
 
ژوند د خداى دى، هېڅوك له قانوني مجوزه پرتهΨ
لورېينه او د انسان طبيعي حق له دې حقه بې برخې كېداى نشي. 
 
څلېريشتمه ماده
 
آزادي د انسان طبيعي حق دى، دا حق د نورو له آزادۍ او له عامه مصالحو پرته، چې د قانون له ليارې تنظيمېږي، حدود نه لري. 
د انسان آزادي او كرامت له تېري خوندي دي.  
دولت د انسان د آزادۍ او كرامت په درناوي اوساتنه مكلف دى.


**********


شپږ ويشتمه ماده  
جرم، يو شخصى عمل دى.  
د متهم تعقيبول، نيول، توقيفول او پرهغه باندې د جزا تطبيق بل هېچا ته سرايت نه كوي.


****************


پنځه دېرشمه ماده  
د افغانستان اتباع حق لري چې د خپلو مادي او يا معنوي غوښتنو د تاْمين لپاره ، د قانون له حكمونو سره سم ټولنې جوړې كړي.  
د افغانستان اتباع حق لري د قانون له حكمونو سره سم، سياسي ګوندونه جوړ كړي، په دې شرط چې : 
1. د ګوند تګلاره او كړنلاره د اسلام د سپېڅلي دين د احكامو او په دې اساسي قانون كې د راغلو نصوصو او ارزښتونو مخالف نه وي. 
2. د ګوند تشكيلات او مالي سرچينې څرګندې وي. 
3. نظامي او شبه نظامى تشكيلات او هـدفونه ونه لري. 
4. له بهرنيو سياسي ګوندونو يا نورو بهرنيو منابعو سره تړلى نه وي.  
د قوم، سيمې، ژبې او مذهب پربنسټ د ګوند جوړول او فعاليت كول، جواز نه لري. 
هغه جمعيت او ګوند چې د قانون له حكمونو سره سم جوړېږي دقانونى موجباتواو باصلاحيتې محكمې له حكمه پرته نه منحل كېږي


د نوموړي ګوند د اعلاميې په لومړيو كرښو كې راغلي:


کلمه کوچي درفرهڼ تاريخي مردم ما، نامي است هول اڼيز، وحشت زا ونفرت آور، زيرا کوچي همان مليشه هاي مسلح حکومت هاي فاشيستي ، مستبد وستم پيشه بودند که درگذشته ها براي غارت وسرکوب به مناطق مختلف مي آمدند.  
تاسې وينئ چې په اعلاميه كې ټولو كوچيانو ته سپكاوى شوى او هغوى يې د كوم فاشيستي او ظالم حكومت په وسله وال ملاتړ، د ولس په غارت او ځپلو تورن كړي دي.(دغه توكميز_مذهبي ګوند خپلې ادعا د ثابتولو له پاره بايد د محكمې هغه پرېكړه او سند وړاندې كړي چې په هغه كې راغلي وي چې كوچيان د كوم فاشيستي، مستبد او ستم پيشه حكومت مليشې وو او د كومو سيمو د سركوبولو او غارت له پاره تللي وي)


اعلاميه دا نه وايي چې د دوى هغه خيالي فاشيستي حكومت كوم حكومت و، په كوم وخت كې و او د بهسودو له كوچيانو سره كوم تړاو لري، ځكه كه دغه حكومت د بهسودو له كوچيانو څخه مخكې په كوم وخت كې و او هلته په كې د هغه مهال كوچيانو پورتني كارونه كړي وي، لومړى خو بايد دغه ګوند د خپلې خبرې د سپيناوي له پاره سند وړاندې كړي او بيا د هغو انسانانو له كړنو سره د بهسودو د كوچيانو څه تړاو دى، ځكه چې د اساسي قانون په شپږويشتمه ماده كې راځي:


شپږ ويشتمه ماده  
جرم، يو شخصي عمل دى.  
د متهم تعقيبول، نيول، توقيفول او پرهغه باندې د جزا تطبيق بل هېچا ته سرايت نه كوي.


كه چېرې هغه فاشيستي حكومت اوسنى حكومت وي د دې حكومت جز خو نوموړى ګوند هم دى او د دې فاشيزم تړاو له كوچيانو سره څه دى.


كوچيان د دغه هېواد يو قشر دى چې په كې پښتانه، ازبك، تركمن، تاجك او عرب قومونه شامل دي. هيڅ سياسي ګوند دا حق نه لري چې د ولس سپكاوى وكړي، په قومي، سيمه ييز او مذهبي بنسټ جوړ شي او په هېواد كې د مېشتو قومونو پر وړاندې د يوه قوم ملاتړ وكړي.


په اعلاميه كې د كوچيانو پر وړاندې د هزاره قوم پلويتوب شوى او دا د دې پخلى كوي چې د افغانستان اسلامي وحدت ګوند يو افغان شموله ګوند نه دى بلكې په قومي، سيه ييز او مذهبي بنسټ جوړ شوى ګوند دى چې ټول غړي يې په هزاره قوم او شيعه جعفري مذهب پورې تړلي دي. كه دغه كوم افغان شموله ګوند وي نو په خپل ګوند كې دې لومړى له هزاره ګانو او شيعه سيدانو چې په جعفري شاخې پورې تړلي دي، د نورو قومونو او مذهبونو غړي راوښيي او دوهم دا چې په بهسودو كې ستونزه د يو شمېر هزاره ګانو او كوچيانو تر منځ حقوقي ده چې بايد په محكمه كې حل شي، سياسي اړخ نه لري او نوموړي ګوند ته نه ښايي چې د محكمې له پرېكړې نه مخكې په دې اړه خپله پرېكړه او دريځ ولري او د دعوې د كومې غاړې ملاتړ وكړي او په خپل دغه ملاتړ سره د باطلو په پلوۍ تورن شي. كله چې دغه ګوند له هزاره ګانو څخه ملاتړ كوي او د كوچيانو پر ضد هغه هم د محكمې له پريكړې مخكې چې په كې حق او ناحق نه دى معلوم شوى، دريځ غوره كوي نو څرګنده ده چې دغه ګوند د افغانستان د قومونو په تړاو بې پرې نه دى، قومي، سيمه ييز او مذهبي دريځ لري، قومي او مذهبي لمسونونو او تربګنيو ته لار هواروي او د اساسي قانون د 35 مې مادې د څلورم بند پر خلاف عمل كوي چې په كې ويل شوي چې د قوم، سيمې، ژبې او مذهب پربنسټ د ګوند جوړول او فعاليت كول، جواز نه لري. 
د دغه ګوند سابقه هم د هېواد په تاريخ كې توره ده، لوړ پوړي چارواكي يې په جنګي جنايتونو تورن دي د فعاليت جواز د ترلاسه كولو پر وخت ورته پاملرنه نه ده شوې او اوس بايد ورته پاملرنه وشي.


په اعلاميه كې زياتره جملې د ملي يووالي پر ضد دي او پرته له دې چې كوم  سند يې وړاندې شوى وي په كې د تاريخ د مسخه كولو هڅه شوې چې يو ملي خيانت دى. په اعلاميه كې قبيلوي حكومت ته اشاره شوې چې په هېواد كې هيڅ داسې حكومت نه دى تېر شوى چې هغه دې په يوه قوم او يا يوې قبيلې پورې اړوند وي. كه د نوموړي ګوند موخه له قبيلوي حكومت څخه د ابداليانو او محمدزيانو په مشرۍ له حكومتونو څخه وي هغه خو هم قبيلوي نه وو او په نوموړو حكومتونو كې د هزاره و په شمول له ټولو قومونه څخه چارواكي په كې شامل وو او كه د دوى موخه دا وي چې ولې د حكومت مشران له محمدزيو او يا درانيو سره تړاو درلود نو دغه ګوند چې كله په افغانستان كې د قدرت او سياست مدعي دى بايد لږ تر لږه دومره خو پوه شي چې الله ج ټول انسانان په قومونو او ولسونو كې پيدا كوي، لكه تاسې چې يې هزاره، مغلي او تركمني پيدا كړي ياست نور يې هم لكه انګلو ساكسون، سلاوي، تاجك، پښتون محمدزي، احمدزي، دراني، سدوزي او نور پيدا كړي، هغو حكومتونو خو نه شول كولاى چې د الله ج فطرت بدل كړي او د خپلو چارواكوڅخه توكميز تړاو لرې كړي.


بل پلو كه په پخوانيو حكومتونو كې كوم چارواكي كوم بد كار او جرم ترسره كړى وي، دا په دې مانا نه دى چې د هغه جرم پړه دې په قوم واچول شي، كه چېرې دغه كار مشروعيت درلوداى نو تر قيامته به هيڅ هزاره د چنګيز د جنايتونو له پړې برى زيمه شوى نه واى او نه به چا د عبدالعلي مزاري د جنايتونو له كبله هزاره قوم ته ښه ويلى او نه به لكه د رمضان بشردوست او جعفر رسولي په شان هزاره مشرانو د خلكو په زړونو كې ځاى نيولى واى. البته نه ټول هزاره داسې دي لكه د اسلامي وحدت يا د ايران مذهبي مافيايي ډله او نه هزاره ولس د كادر او سواد له قحطۍ سره مخ دى چې دغه بې فرهنګه او بې سواده مافيايي ډله په خپله مشرۍ او مشرتابه وټاكي.


كه لږ تر لږه دغې ډلې د الله ج د كتاب قرانكريم پام ساتلى او باور يې پرې  درلوداى، نو دومره خو به پوهېداى چې په دغه كتاب كې هم جرم فردي ګڼل شوى او د يو فرد جرم قوم ته نه انتقاليږي او د الله ج د پيغمبر د سنتو پر بنسټ د خپل قلم او ژبې عفت به يې ساتلى واى. نو بيا څرګنده ده چې دا نه كومه اسلامي ډله ده او نه كومه مذهبي، نه كوم دين او نه كوم مذهب ته پابندي لري او نه د كوم قوم او ملت ګټو ته، بلكې يوه مافيايي ډله ده چې ايران د خپلو موخو له پاره جوړه كړې، مشران ورته ټاكي او پيسې ورته وركوي. دغه ډله د هزاره وروڼو له پاكو احساساتو څخه ګټه پورته كوي او د هزاره و په سر يې سوداګري پيل كړې ده او هزاره قوم ته يې له بدبينۍ او تربګنۍ پيدا كولو پرته نور څه سوغات نه درلود. هيڅ رښتينې او د قوم خواخوږى هزاره به هيڅكله ځان په دغه بدنامې ډلې پورې اړوند ونه بولي او د دې ډلې په زهرو لړلې مرسته به ونه مني.


دغې بې فرهنګه او مافيايي ډلې په خپلې دغې اعلاميې سره غوښتي چې د بهسودو د هزاره ګانو له پاكو احساساتو څخه ناوړه ګټه پورته كړي او د دوى د احساساتو په خپلولو سره له دوى نه د خپلو ناوړو موخو د ترلاسه كولو او سوداګرۍ له پاره كار واخلي.


موږ له عدليې وزارت او بيا له نورو ټولو اړوندو دولتي ادارو څخه غواړو چې د اساسي قانون، د ګوندونو د قانون او د خپل ملت درناوى وكړي او هغو ګوندونو ته د فعاليت اجازه ورنه كړي چې سياسي فرهنګ نه لري او د ژبې د عفت په ساتلو نه پوهېږي، د پرديو مافيايي ډلې وي او د پرديو له خوا يې وظيفه اخيستې وي چې د افغانانو تاريخ مسخه كړي او د مذهب او توكم تر پوښښ لاندې قومي او مذهبي تعصبونو، د امنيت خرابولو او جګړې ته لمن ووهي.


د كوچيانو له شورا څخه هيله ده چې د اسلامي وحدت د مافيايي، توكميز او بې فرهنګه ګوند پر وړاندې د عدليې وزارت او سترې محكمې ته رسمًا شكايت وكړي او په دغه شكايت پاڼه كې څو شكايتونه ذكر شي: د تاريخ او په تېره د كوچيانو د تاريخ د مسخه كولو، د ټولو كوچيانو د سپكاوي، د ګوند د سيمه ييز توب، ناقانوني توب، مذهبي توب، فاشيستي توب، وسله وال توب، مذهبي او توكميزو اختلافونو او تعصب ته لمن وهل او او په پاى كې له دوى وغوښتل شي چې دغه ګوند د اساسي قانون او ګوندونو د قانون پر خلاف عمل كړى او په هېواد كې ملي يووالي ته يې ګواښ پېښ كړى بايد لغوه او منحل شي.