د ملي امتيت رياست وايي طالبانو هوډ درلود په پروان ولایت کې یو شمېر تړلي بریدونه ترسره کړي چې له نېکه مرغه د ملي امنیت لوی ریاست منسوبین د دښمن له دغه ناوړه پلان خبر او د یاد ولایت د جبل السراج ولسوالۍ په تګلر کلي کې یې ددوی د وسلو لویه زېرمه او ساتنځای کشف او له هغو یې:
– ۹۳ میله بېلابېل ډوله تفنګچې
– لس کلاشینکوفونه
– ۹ کلاکوفونه
– ۴ کرینکوفونه
– ۲ میله ام پور وسلې
– د تفنګچې یوولس زره او دوه سوه مرمۍ
– او د کلاشینکوف نهه زره مرمۍ ترلاسه کړې دي.
د یادو وسلو او مهماتو په نیولو سره د ملي امنیت لوی ریاست منسوبینو په پروان ولایت کې له یو لړ خونړیو ترهګریزو بریدونو مخنیوی وکړ.