خان ولي کامران، ممبیې هند
له خپلو څو تنو ملګرو په ملتیا مې مو وغوښتل په ممبیې ښار کې د جنوبې افریقا په وړاندې د خپلو اتلانو د لوبې ننداره وکړو نو په همدې موخه یاد ښار ته د لوبې له ټاکلې وخت وړاندې یو شپه ځانونه ورسول، د شپي دولس بجې په هوټلونو باندې ګرځیدو نو یوهوټل هم حاضر نشو چې موږ ته شپه راکړي او ویل به یې پولیسو ویلې افغانانو ته شپه مه ورکوئ اوبل دلیل یې دا ویل چې له تاسو سره لوی بیکونه نشته دې خو په هرصورت شپه مو د ممبیي د بحر غاړې ته په ګرځیدو او کیناستو باندې رڼه کړه او د سهار پنځو بجو پرمهال هغه مهال ډېر تنګ شو چې پولیس راغلل اود بحر له غاړې څخه یې خلکو ته د وتو امرکاوه.
نو ددغو ستونزو له کبله مو اراده وه چې بېرته له ممبیې ښاره وځو خو ملګرو ویل اوس راغلي یو باید د خپلې لوبډلې ننداره وکړو نو پرېکړه همداسي وشوه نو د لوبې تر ټاکلي وخته پورې په ښارکېاخوا دیخو ګرځیدو ترڅو د لوبې وخت را ورسېږي نو د لوبی د پیل څخه نیم ساعت وړاندي د دوو بجو په شااخوا کې د لوبې ډګر ته ننوتو، په ډګر کې د نورو زرګونو ننداره چیانو په منځ کې ناستو وو ترڅو د لوبې وخت را ورسی، وخت را ورسیده ټاس واچول شو، د لوبې ټاس جنوبې افریقا وګټه نو ملګرو ویل کاشکې دغه د لوبې ټاس موږ ګټلې وي ځکه اوس به راباندې زیاتي منډي جوړي کړي.
په هرصورت لوبه پیل شوه جنوبې افریقا خپله لوبه وکړه او تر دوه سوه لس پورې زموږ ځوانې لوبډلې ته خپل هدف تر شا پرېښود چې کله زموږ د لوبډلې وار را ورسید نو په ډګر کې هیچا هم فکر نه کوه چې افغانستان دې هم د یادې لوبډلي په وړاندي داسي پیل وکړي.زموږ ځوانې لوبډلې ستورې شهزاد محمدي ډېر ښه پیل وکړ او په دریو اورونو کې خپلې منډې د مقابل لوبډلې څخه زیاتې کړي او مقابله لوبډله یې تر فشار لاندې راوسته خو وخت ورسره یارې ونکړه او اوټ شو خو زموږ اتلانو تر پایه ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه.
په څنګ ناست مو له یو هندې وګړی پوښتنه وکړه چې د کومې لوبډلې ملاتړ کوي هغه ویل د چا ملاتړ نکوو یوازې له لوبې خوند اخلو نو ما لږ ورغبرګه کړه چې موږ او تاسو سره تاریخې اړیکې لرو او د ګاندی او باچاخان د اړیکو یادونه مو هم وکړه نو ویل یې زه اوس ستاسو ملاتړې یم نو په همدې وخت کې به زموږ د زمریانو لخوا که څوک سوزیده او یا یې د مقابل ټیم په وړاندې ښه شاټ وهه نو ماته به یې د لاس پنجه راکوله د هندې وګړی دغه یوازینې وګړی نه وو بلکې په زرګونو هندیانو زموږ د ټولو اتلانو نومونه زده کړي ول او د هر توپ اچولو او د منډي په اخیستلو سره به یې بدرګه کوه د بیلګي په توګه به یې په یو اواز ویل شهزاد شهزاد، نبی، نبی، دولت دولت ، رشید رشید او نور.
زما تاثر له لوبې څخه!
که څه هم زموږ په هېواد کې هره ورځ په تلویزونونو او راډیوګانو کې د جنازو او ټپیانو اعلانونه خپاره او اورو خو یوه ورځ هم زموږ کوم سیاسي مشر او یا کوم امنیتي بنسټ یا کومې بلې اداري د هېواد د نوم د لوړولو لپاره داسي ګام پورته نکړ چې زموږ هېوادوالو د یووالي او خوشاله سبب شي بلکي د هېوادوالو په وینو باندې خپلې مزي او چړچي کوي خو زموږ د سپورت اتلانو د سپورت په هر ډګر کې د خپل هېواد نوم لوړ کړي او خپلو هېواد والو ته خوشالي وربرخه کړي دي.
نو د ممبیي په ښار کې د لوبې د نندارې پرمهال څو څیزونه ماته زیات خوښ خوشالونکي چې زما د خوشالۍ اوښکي ورته نه ټینګدي.
لومړی د افغانستان لوی بیرغ د تنکیو ماشومانو په بدرګه د لوبې ډګر ته راوړل شو چې زموږ د هېوادوالو د خوښي سبب کیده.
دویم د بیرغ ترشا زموږه ځوانه لوبډلي ودریدل او د ملي سرود غږول چې د لوبډلي په څیر د میدان ټول نندرچیان ورته لاس په سینه سلامې ولاړ ول.
دریم په میدان کې په لوی سکرین د افغانستان بیرغ راتلل چې د جنوبې افریقا د سترې لوبډلي په وړاندي لوبه کوي.
څلورم چې په دغه لوی سکرین باندې زموږ د ځوانې لوبډلي د هر زمرې د انځور راتللو سره ماته یې د هېواد د ابادۍ یو ډیر عالي احساس را کوه
پنځم په میدان کې د ځینو بهرنیو نندارچیانو لخوا په خپلو مخونو باندې د افغانستان بیرغ رسمول او زموږ لوبډلي تشویقول.
شپږم په سکرین به د ویاند لخوا زموږ د لوبډلي د ښه شاټ ښودل
نو ددغو څیزونو په لیدو سره زما په څېر د سلګونو افغان نندارچیانو په سترګو کې د خوشالي اوښکي بهیدي او هر یو له ډیرې خوشالي من من غوښي اخیستي او د خپل هېواد د ابادۍ او جوړښت ارمان به یې خیال کې راته دا ځکه چې هلته په هېواد کې هره ورځ یو افغان بل افغان په یو اوبل نوم سره وژني او رسنۍ مو د جنازو له اعلانونو ډکي دي کاشکي د ژوند په هرډګرکې د نړیوالو سیال وګرځو پاسپورت مو ارزښت پیدا کړي اسلام اباد او د ممبی په هوټلونو کې د شپی په ښه راغلاست بدرګه شي.
که څه هم زموږ هېواد له نړیوالو سره په نورو برخو کې لا سیال شوې نه دي خو د سپورټ په ډګر کې له نړیوالو سره اوږه په اوږه روان یو او د نړۍ له هغو لوبډلو سره چې پنځوس شپته کاله وروسته په دغه ډول نړیوالو سیالیو کې لوبې کوي او موږ دغه واټنیوازې او یوازې په لسو کلونو کې وواهه.
نو د نړۍ له سترو لوبډلو سره زموږ ځوان اتلان داسي لوبې نندارې او افغانانو ته وړاندي کوي چې هیڅ یې اندازه د ښکلا نه راځي.
د تل پاتې افغانستان په هیله، ژوندي دې زموږ اتلان
په درنښت