د کندهار د ولايتي شورا ريس او د افغانستان د ولسمشر کشر ورور احمدولي خان کرزي نن په کندهار کي په رسمي ډول اعلان وکړ چي د طلوع تلويزيون مسول او مولوي عبدالله کندهاری له دې امله محکمې ته راکش کړي چي پر ده يې بې اساسه تورونه لګولي دي . احمدولي خان کرزی وايي مولوي عبدالله کندهاري د طلوع تلويزيون له لاري پر نوموړي تور لګولی چي د مخدره موادو په قاچاق کي لاس لري . احمدولي خان کرزي د بي بي سي پښتو سره په خبرو کي پر ژورناليستانو نيوکه وکړه چي د بيان د ازادۍ په نوم داسي کسان ږغوي چي د خلکو سپکاوی وکړي او پر خلکو تورونه ولګوي .
په دې اړه د بي بي سي راډيو راپور له دې ځايه واورئ
له طلوع تلويزيون څخه د خپاره شوي ګردي ميز پوره جريان لراوبر ويبپاڼي ټکي په ټکي متن ته اړولی ، او خپلو لوستونکو ته يې وړاندي کوو :
طلوع : زموږ ددې مجلس مېلمانه په ولسي جرګه كي د كندهار د خلګو استازې آغلې شكيبا هاشمي، د كورنيو چارو وزارت مرستيال ښاغلى عبدالهادي خالد، د هيواد مشهور منجم عبدالله كندهارى، په جنوب لوېديځه حوزه كي د طلوع تلوېزون مسئول غلام محمد معصومي، په ولسي جرګه كي د بغلان د خلګو استازى هلال الدين هلال او ښايي د ولسي جرګې غړى ښاغلى سيدمحمد ګلابزوى به د پروګرام تر پايه راسره مېلمه وي.
خو تر هرڅه مخكي له خپل خبريال ښاغلي غلام محمدمعصومي څخه هيله كوو، چي د كندهار د ښار او شاوخوا سيمو امنيتي حال راته ووايي .
غلام محمد معصومي : په دې وروستيو كي رښتيا هم د كندهار په ولايت كي ناببره سر پر سر داسي پېښي وسوې، چي د محبس د ماتولو سره سم د ارغنداو په ولسوالي كي د طالبانو حضور يا هلته راتګ او له هغه څخه وروسته د ټولو جنايي بنديانو ايله كول، چي په كندهار كي او خصوصاً په جنوب غرب حوزه كي يې له امله له خلګو سره تشويش پيدا سوى دئ، ځكه دې خلګو قتلونه كړي وه، جنايتونه يې كړي وه، يا يې غلا ګاني كړي وې، دا اوس بيا دباندي وتلي دي، آيا دولت به دغه ښاماران بيا راونيسي، قفس ته به يې ور واچوي او كه يا؟
طلوع : د زندان پېښه څنګه وه؟
غلام محمد معصومي: په هغه شپه پر نهه نيمي بجې د چاودني څخه وروسته لږ ګړى جنګ وسو، د جنګه څخه وروسته، د خاموشۍ حالت اختيار سو، خو دستي په دستي موږ خبر سوو، چي په زندان كي دننه كومه خبره پېښه ده. تر هغه يو ساعت وروسته طالبانو دا خبره وكړه، چي موږ ټوله بنديان را و ايستله، نور تر سهاره پوري هلته څوك نسواى ورتللاى، سهار چي موږ ورغلو لومړى سړى زه وم چي محبس ته ورننوتم، هلته چي زندان ته ورغلم، د كندهار د ترافيكو رياست، د كندهار د زندان دروازه او دغه رقم هم دېرش څلوېښت دكانونه كاملاً خراب سوي وه، چي زندان ته ورغلم زندانيان ټوله وتلي وه.
طلوع : څه فكر كوئ، چي په دولت كي دننه هم يو چا په دې سازش كي لاس درلود، كه يوازي له دولت څخه دباندي كسانو دا كار كړى و؟
غلام محمد معصومي : په دې كي خو شك نسته چي يو څوك به خامخا په دې كي لاس لري، اول سيمي ته د دا دونه خلګو راتګ، او په زندان كي دونه لږ محافظين، دوهمه خبره دا ده چي د كندهار دولتي چارواكو يا مقاماتو ولي عكس العمل نه كړ ښكاره، ځكه پر نهه يا نهه نيمي بجې خو ټول خلګ ويښ وي، ملي امنيت، ملي پوليس او د ملي اردو كسان ولي د پېښي ځاى ته نه راغلل، كاشكي يې د زرو بنديانو پر ځاى سل كسه راګرځولي واى، دا هم يوه لاسته راوړنه وه، نو په دې كي شك نسته، چي د يو چا لاس به په دې كي وي او هغو به هم كومك ورسره كړى وي.
طلوع : څو ورځي وروسته چي د ارغنداو په سيمه كي حمله وسوه، د زندان له هغې سره يې څه تړاو درلودئ، آيا دا دواړو پېښو له يو بل سره هماهنګي درلوده؟
غلام محمد معصومي : هماهنګي به په دې كي وي، خو اصلي خبره دا ده چي د كندهار په ولايت كي د زندان پېښه دونه درودوونكې وه، چي د ټولي نړۍ په تاريخ كي داسي نه وه پېښه سوې، له دې ځايه چي طالبانو خپل ټوله خلګ آزاد كړله، نو سمدستي د ارغنداو ولسوالي ته دا خلګ را ورسېدله، يوازي د ارغنداو په ولسوالي كي نه، په هغه ورځ چي په ارغنداو كي جنګ وسو، د ميوند په ولسوالي كي يې هم حمله كړې وه، د بولدك ولسوالي ته هم مخالفين راغلي وه، خو ډېره مرګ ژوبله يې په ارغنداو كي وليدله، او په دې كي شك نسته لكه د كندهار والي چي وويل، ډېرى بهرنيان هم پكښي راغلي وه، د ځايي خلګو سره چي موږ خبري كولې، هغوى ويل دا خلګ چي خبري كوي موږ يې په ژبه نه پوهېږو او چي موږ به ورته ويل څه رقم خلګ دي، ويل پكولونه يې پر سر دي.
طلوع : تر عملياتو وروسته د كندهار شاوخوا امنيتي وضعه څنګه ده؟
غلام محمدمعصومي : هغه مهال چي موږ د ارغنداو ولسوالۍ ته د كندهار د والي سره ورغلو، هلته مو تقريباً څلوېښت يا دوڅلوېښت مړي وليدل، خو د كندهار والي ويل د سلو په شاوخوا كي كسان وژل سوي دي، د ملي اردو څخه چي مو پوښتني كولې هغوى هم د والي خبره راته كوله، موږ يوازي د منارې كلى وليدئ، د منارې كلى كاملاً خراب سوى و، او دا طالبان تيت او پراګنده پراته وه، خو بيا والي د سولي او ملي پخلايني د كمېسون رئيس ته وويله، چي افغانان به د قومي مشرانو په واسطه بيرته خپلو كليو ته ولېږي او بهرنيان به چي پاكستانيان او نور دي، د اسلام د دود او دستور سره سم خاورو ته وسپاري، تر څو دا سيمه پاكه سي، او هلته فضا ډېره خرابه او بد بويي وه.
طلوع : آغلې شكېبا هاشمي ستاسو په نظر دښمن څنګه د خپلو قوتونو تكتيكي بريد د يوې حوزې په مركز كي چي كندهار دئ تر سره كړ، او د دې واري د تكيك د تغير تر شا كوم علتونه سته، آيا خلګ له دوى سره مرسته كوي او بل دا چي ولي كندهار په نښه سوى دئ؟
شكېبا هاشمي: ستاسو له سوال څخه مننه . د دولت د مخالفينو په اړه چي موږ كو څه په كندهار كي په نظر كي نيسو او يا يې د افغانستان په نورو سيمو كي، يا خپله په مركز (كابل) كي، نو زموږ مركزي اداره ډېره ضعيفه ده، چي دا خپله پر دغسي پېښو مستقيم تاثير لري، سيمه ايزي ادارې هم ډېري ضعيفي دي او دا د كندهار د زندان پېښه تصادفي نه ده، دا په كابل كي د ثور د اتمي له پېښي سره په ارتباط كي وه، ځكه د ثور له اتمي سره پر عيني وخت د كندهار په محبس كي ۴۸ كسانو د نه خوړولو اعتصاب وكړ، چي د شپاړسو، شلو او پنځه ويشتو كلنو ځوانانو خپلي شونډي هم ګنډلي وې، دا خپله پر محلي اداره د مركزي ادارې داخلي ضعيف والى ښيي .
او دا چي ولي نن ورځ طالبان اكثره بريدونه په كندهار كي ترسره كوي، نو كله چي هغوى د افغانستان په مركز كي داسي بې بندوبارۍ او ګډوډۍ ويني، دښمن نور هم قوي كېږي.
طلوع : آيا دې پېښي ته پر خپل وخت د سيمه ايزو مسولينو د نه رسېدو په باب مو په مركز كي، عدليې وزارت، جمهوري رياست، داخله وزارت ته كوم راپور وركړى و؟
شكېبا هاشمي: بلې، هغوى خپله هم پوهېږي، هغه وخت چي دكندهار په محبس كي دغه اعتصاب روان و، موږ په پارلمان كي دا خبره مطرح كړه، بيا مو وروسته د عدليې وزارت او داخله وزارت په دې جريان راګډ كړ، خو له بده مرغه چي عدليې وزارت د دې پېښي د څېړني دپاره چي د ۴۰۰ سياسي بنديانو د قضيو څېړل وه، د قاضيانو درې كسيز هيئت كندهار ته ولېږئ او هغوى هم هلته فقط د څو تنو مجرمينو دوسيې وكتلې او نوري يې هماغسي پرېښودې او بيرته مركز ته راغلل.
طلوع : دغه هيئت كابل ته په خپله راغئ او كه د كندهار چارواكو ورته د څېړني اجازه نه وه وركړې؟
شكېبا هاشمي: نه خير دئ، زه فكر كوم چي د نه اجازې خبره به وه، شايد هغوى هم دغونه صلاحيتونه درلوده چي له دې ځايه تللي وه، خو دا كار يې نيمګړى پرېښاوه او بيرته كابل ته راغلل، او بل دا چي د محبوسينو د دوسيو پرڅېړنو د نظارت په خاطر د ولسي جرګې څو وكيلان هم ټاكل سوي وه، چي يوه زه خپله وم، يو هم بل وكيل صاحب و، موږ ونه پوهېدو چي هلته پرېكړه څنګه وسوه، زموږ د لاسه يې ليست وكيښ او همدا علت و چي د بنديانو نا رضايتونه ډېر سول او هغوى هم شپږ ورځي دمخه وسلې ترلاسه كړي وې، او پلان يې تړلى و چي كه زموږ غوښتنو ته پام ونكړئ، موږ به خپل اعتصاب ته دوام وركړو او همدغه ځاى و چي د محبس پېښه رامنځته سوه.
طلوع : معين صاحب ستاسو په نظر د كندهار د وروستيونا امنيتيو علت څه شي دئ؟
عبدالهادي خالد: د دې لامل د بهرنيو هيوادونو دسيسې او په هغو پوري د تړلو جاسوسانو كار دئ، هغوى راغلي دي او د پنځم ستون په ډول زموږ په ټولنه كي فعال دي، همدا راز په ټولنه كي د وسلو د شتون مسله ده، چي په ميليونونو وسله په جامعه كي وجود لري، فرهنګي فقر، بېسوادي، جاهليت او دا چي ځيني عوامل زموږ خور (شكيبا هاشمي) وويل د ادارې ضعيف والى دئ، زموږ ادارې په دې پنځو شپږو كالو كي څو مسلې تائيد كړې، اول خو يې د هغو ډلو څخه حكومت جوړ كړ چي وسلې او وسله وال يې درلودل، تر هغه وروسته چي عمومي انتخابات ترسره سول، د نظام د جوړولو، اصلاحاتو او ادارې د پروفيشنل كولو دپاره كارونه ترسره سوي دي، خو د نظام د ساتلو په باب د حكومت په دننه كي يو ډول سيالي وجود لري.
طلوع : ستاسو په نظر د دې ستونزو ريښه بايد څنګه وايستل سي، د مثال په توګه په جنوب لوېديځه حوزه كي د خلګو نا رضايتي اوج ته رسېدلې ده، د دې دليل څه دئ؟
خالد: ما مخكي وويل، زموږ اداره نيمګرتياوي لري، اداري فساد د سرطان د ناروغۍ غوندي ريښې غځولي دي، حتى حكومت يې خپله له يوه داخلي سره مخ كړى دئ.
طلوع : په اداره كي ورځ په ورځ د فساد كچه لوړېږي چي اداره يې ضعيفه كړې ده، ولي يې مخنيوى نه كېږي؟
خالد: يا زما هدف دا نه و چي اداره ضعيفه سوې ده، زما هدف دا دئ چي زموږ اداره له ډېره وخت په دې هڅه كي ده، چي د ملي او قانوني مسئوليتونو د ترسره كولو په خاطر د كمال او بلوغ درجې ته ورسېږي، خو د كندهار او جنوب غرب حوزې په باب لكه څنګه چي زموږ خور وويل، دا ځاى اته كاله د القاعدې او بنسټپالني پلازمېنه او غټ مركز و، دوهم هلته د تارياكو مسئله ده، كه تاسو په ژور نظر ورته وګورئ، په افغانستان كي كه د تروريزم ضد نړيوال جنګ روان دئ، له متعصبينو او د دتمد ضد كسانو سره جګړه روانه ده، تر څنګ يې له كوكنارو سره هم جنګ روان دئ.
خو د دې ترڅنګ موږ دا منو چي زموږ ځينو كمزوريو چي خلګ ناراضه دي هم دښمن ته د ځينو برياليتوبونو زمينه مساعده كړې ده، موږ تر اوسه نه يو توانېدلي چي ښه پوليس، ښه څارنوال، ښه قاضي او يو ښه ولسوال ولرو.
او بل د كندهار موقعيت دئ، كندهار د افغانستان يو دوديز او سنتي پايتخت دئ او دا سيمه د طالبانو د رزوني ځاى ته نيژدې ترينه نقطه ده.
طلوع : د كندهار د زندان تر ماتېدو وروسته تاسي څه وكړل، څومره زندانيان مو بيرته ونيول، او په داخله وزارت پوري اړوند مسولين چي د محبس په شاوخواكمربندونو كي ناست وه، هغوى څه چم وكړ او د كندهار په زندان كي چي تر زرو زيات كسان بنديان وه، ولي يې دونه ضعيف امنيت نيول سوى و، حكومت له اړوند مسولينو سره څه وكړل؟
خالد: دا ډېر ښه سوال دئ، زه به ووايم چي زموږ پر اداره باندي د بهرنيو هيوادونو د طرزالعملونو تپل يوه غټه دسيسه ده، چي بايد اعتراف پر وكړم، د افغانستان په كورنيو چارو وزارت كي پخوا د زندان ساتني فرهنګ، دود او تجربې موجودي وې، خو دا د هغه وېش پر اساس چي نړيوالو كړى و، د زندانونو چاري يې د عدليې وزارت ته ورسپارلي وې، هغوى پر موږ باندي اروپايي معيارونه تطبيق كړي دي، او د عدليې وزارت دا توان نه لري چي د زندانونو پوليس كنټرول كړي، تصفيه يې كړي، روزنه وركړي، تجهيزات ورته برابر كړي، دا يوه غټه ستونزه وه. البته په دې اړه ما خپله څو واره د عدليې وزارت ته وړانديز وكړ چي كه دوى زموږ څخه مرسته وغواړي دا به موږ ته يو خدمت وي.
خو دښمن په دې كار كي زموږ له دغه غټ نقص څخه كار واخيست، هغه و چي وروسته د جمهور رئيس او وزير داخله له خوا د كندهار د محبس د پېښي د څېړني دپاره د منير منګل په مشرۍ يو هيئت ولېږل سو.
طلوع : د هيئت د څېړنو نتايج څنګه سول؟
خالد: دا نو بايد د ښاغلي منير منګل څخه وپوښتل سي، ځكه هغه ټول حالات په خپلو سترګو له نيژدې ليدلي دي، زه كه اوس په دې باب څه ووايم، شايد څنګه چي ښايي هغسي معلومات ونلرم، خو يوه ډېره بده پېښه وه، ډېر خراب كار و او دا ترخه تجربه بايد تكرار نسي.
طلوع : ښاغلى عبدالله كندهارى، ستاسو په نظر د دې پېښوتر شا د چا لاسونه دي، چي په افغانستان او په ځانګړې توګه په جنوب لوېديځه حوزه كي امنيت ورځ تر بلي خرابېږي؟
عبدالله كندهارى : په كندهار كي درې حكومته وجود لري، يو د كوچني بوش په نامه د امريكايانو حكومت دئ، يو د كوچني رئيس جمهور په نامه د پوپلزو حكومت دئ او بل د باركزو سنتي حكومت دئ.
په دوه ځايه كي دوه قومونه چي يو ارغنداو دئ په هغه كي الكوزي دي او بل پنجوايي دئ، چي په هغه كي اكثريت نورزي دي. دا چي كله يو ټكول كېږي، بمبارېږي يا جنګ پر شروع كېږي، په هغه بل كار نه لري. تاسي فكر وكړئ څو عمر دمخه پر پنجوايي باندي عمليات شروع وه، اما په ارغنداو كي هيڅ خبره نه وه، اوس بيا په ارغنداو كي عمليات شروع دي، هلته هيڅ خبره نسته، البته په سياسي او نظامي لحاظ باندي دا ځانته د آفت كرل دي، يو طرف پاك كړه او بل طرف پرېږده. دا په نظامي اصولو كي نسته. په كندهار كي د الكوزو سران او مشران اووه نفره يا اته نفره يو كم يا يو زيات دا په شهادت ورسېدله، اول ګرانى دئ، دوهم خاكرېزوال دئ، درېيم ملاګل اخند په زهرو باندي په شهادت ورسېدئ، سيد امام، د ارغنداو ولسوال احمدالله، صالحي صاحب، عبدالحكيم جان، چي د سګوانۍ په ميدان كي يې له منځه يووړى او بالاخره معلم محمداكبر و.
طلوع : څه فكر كوئ، چي دغه كسان چا ووژل او څوك يې تر شا ولاړ دي؟
كندهارى : دا د تارياكو جنګ دئ، څو ورځي ترمخه كه تاسي وګورئ، درې موضوعات دي يو څه تسلسل منطقي سره لري، يو زر دوه سوه او دوه اويا كيلوګرامه تارياك ګيرېدل يوه موضوع ده، د محبس دا بله موضوع او د ارغنداو دا هم بله.
دا تاريخي تسلسل لري او منطقي تسلسل هم لري. تاسي ورسئ په كندهار كي پوښتنه وكړئ د كوچني بوش، زه خو هغه څوك يمه چي د خدايه څخه هم نه بېرېږم، ځكه زه له خپله عمله بېرېږم، چي خداى ته به يې جواب وركوم، زه له خپله عمله بېرېږم له خدايه نه بېرېږم، نو بندګان به يې څه شي وي. د چا پروا هم نلرم، د دې په خاطر باندي چي هر يوه ته مي په ثبوت رسولې وي، قضايي هيئت ولاړئ كندهار ته چي قضا فوق تر امارت ده، خو هغه قاضيان تهديد سوله، هغو قاضيانو ته په سپكه سترګه وكتل سوه، د ستري محكمې اقدام څه شي دئ، د دولت اقدام څه شي دئ.
والي په مجلس كي وايي چي خلګ زما په اړه وايي چي زه بوش مقرره كړى يمه، ليكن زه د كرزي مامور يمه، هغه دلته مقرر كړى يمه، نو كه داسي يوه انګېزه رښتيا موجوده نه وي، نو هغه ولي خپلو رئيسانو ته دغسي يو شى ووايي، دغه شيان ………. (د عبدالله كندهاري خبري پرې سوې)
طلوع : كوچنى رئيس جمهور څوك دئ، والي دئ؟
كندهارى: ګرده خلګ يې پېژني، احمدولي كرزى دئ، هغه د هيروئينو غټ قاچاقبر دئ، د هغه ټوله شيان ثبوت دي، ماته ثبت دي، هر وخت چي يې څوك وغواړي زه يې ورته وركوم، په ميليارډو ټنه كاروبار د امريكايانو سره كوي، په افغانستان كي تارياك چا نه پېژندل. د بغرا واله چي ايستل كېدله، د نن څخه پنځوس يا شپېته كاله پخوا په افغانستان كي تارياك نه وه، هغه وخت امريكايان راغلل د تارياكو د نېښ وهلو او را ټولولو چل يې ور وښاوه، فعلاً دغه تارياك كانټينر بسته د امريكايي هليكاپټرونو په واسطه وړل كېږي، د يوه كيلو څخه نيولې بيا تر ډېرو د دې ټولو كاروبار د احمدولي كرزي په لاس كي دئ.
طلوع : ايا دغه بې امنيتۍ قصدي او عمدي دي؟
كندهارى : بلې زه اوس راځم دې موضوعاتو ته، د وزارت دفاع ځمكه شاولي كرزى چي د احمدولي كرزي سكه ورور كېږي او د حامد كرزي ناسكه ورور كېږي، هغه مځكي يو جريب په يوه ډالر، دوو ډالرو يا پنځو يا شلو ډالرو به يې فكر كوم اخلي، اما خرڅوي يې په څلوېښت زره ډالره يو جريب. دا ګرده دولت ورته ګوري دا ګرده خلګ، يو نفر آه نه سي كښلاى، ما دا پرون د كندهار خلګ راغوښتي وه، زه دا دعوه كوم، د پوپلزو په قوم كي دعوه كوم، د كندهار په سطحه دعوه كوم، چي زه يې د هري قضيې څخه خبر يم، مخكي مي هم راغوښتي وه، زارۍ يې كولې ويل موږ هرڅه ويلاى سو، خو د راډيو او تلوېزون پر پرده يې نه سو ويلاى، هغوى وايي زموږ كوچني -كوچني لمسيان او زامن راڅخه تښتوي، دا جرئت د هغوى څخه اخيستل سوى دئ.
زه دا وايم چي په دغه جنګ كي ما د وزارت دفاع يوه لوړ رتبه مقام ته تليفون وكړ، بعضي موضوعات چي امريكايانو درلودله چي غوښتل يې پر دغه فوج باندي ګاز استعمال كړي د طالبانو په نامه سره، خداى بچ كړله سبب يې زه سولم. دا راز ما افشا كړئ امريكايانو واورېدله.
دا څنګه طالبان دي چي راسي بسم الله ووايي پيدا سي او چي بسم الله ووايي بيرته آسمان ته پورته سي، د پي آر ټي او امريكايانو په طيارو كي بيرته يووړل سوله، د امريكايانو په قرارګاه كي يې پناه واخيستله، دغسي كسان زه ثبوت لرم چي ما دولت ته بالواسطه سپارلي دي، چي هغه دئ پلانكى سړى د دې خوا څخه راغئ ورسه ويې نيسه، بله ورځ چي مي كتلي دي ايله سوى دئ، د محبس موضوع، ټانكر پر څلور بجې ماځيګر راځي د محبس و دېوال ته درېږي، ده ته څه اجازه ده چي درېږي، يو غټ چاغ سړى چي د څلوېښتو څخه كښته عمر يې درلودئ، ګڼه ږيره يې درلوده، دا څو پلا راځي، په نامه سره د جوس او د دې شيان له دكاندارانو څخه اخلي، وروسته چي هغه ريموټ كنټرول سويچ كوي، هغه يې سويچ كار نه كوي، وروسته د هغه څخه ټانكر په راكټ باندي ولي.
دوه شيان دي دا ناست ملګري په نظر كي ولري يو د زاويې اختلاف دئ، او بل چي څه ويل كېږي په اړه يې ثبوت.
دغه موضوعات چي هيروئين دي، تارياك دي، دغه بد امنۍ چي يوه ډله دوى پر ځان باندي راټوله كړې ده، چي له كابله كوم پلاوى ورسي، دوى دا ورته ښكاره كړي چي كندهار ګل و ګلزار دئ، په كندهار كي په پنځه اتيايم كال كي د ميرويس نيكه د ليسې څخه د دوولسم ټولګۍ فارغه د ميرويس ليسې مدير مقرر كېږي، ځكه چي هغه پوپلزى دئ، او د كوچني رئيس جمهور دغه لري.
طلوع : ښاغلى سيدمحمد ګلابزوى، ستاسو په نظر د دا قومي تفرقو د وركېدو چي مخكي كندهاري صاحب ورته اشاره وكړه، او په ټول هيواد كي د سولي د ټينګېدو دپاره بايد څه وسي؟
ګلابزوى : په افغانستان كي ملي مسئلې يا قومي مسايل زيات ارزش لري، د افغانستان د مختلفو قومونو نه، كه چيري موږ د افغانستان په ټولو قومونو كي يوه ته په درنه سترګه ونه ګورو، يا ارزش ورنكړاى شو، نو موږ د دغسي بدبختيو څخه نه شو وتلاى، متاسفانه چي په دا اخيرو ۱۵ كلونو كي يا شپاړسو كلونو كي د ملي مسايلو پر ځاى قومي او منطقوي مسايلو او مخالفتونو ته زياته لمنه وهل شوې ده، علت او عوامل يې ډېر دي، لكه مخكي چي دغه ورور اشاره ورته وكړله، عوامل يې اداري فساد دئ، قومي مسايل دي، ژبني مسايل دي، منطقوي مسايل دي، زما په نظر دا چي عوامل يې څه دي او څنګه يې مخنيوى كېداى شي، تر ټولو مهمه دا ده چي اول اعتماد راشي، اعتماد سالاري بايد په وجود راشي، د افغانستان په ټولو وګړو باندي د افغانستان په ولس باندي بايد اعتماد پيدا شي، د افغانستان په ټولو قومونو او په ټولو ولسونو باندي بايد اعتماد وشي، او ټولو ته په يوه سترګه وكتلاى شي.
طلوع : يو اړخ يې دا ښوول كېږي چي بايد زموږ امنيتي قوتونه دومره پياوړي او منسجم سي چي د بهرنيو لاس وهنو او قومي تفرقو مخنيوى وكړي، تر اوسه په دې اړه څه سوي دي؟
ګلابزوى : زموږ سره تقربياً شپږ كاله يا شپږ نيم كاله كېږي چي د وسله والو قوتونو په ارتباط يا د ملي دفاع وزارت يا د ملي امنيت او كورنيو چارو وزارت په ارتباط خبري كېږي، تر اوسه پوري د كورنيو چارو زارت، د ملي دفاع وزارت او د ملي امنيت قوتونو ته هيڅ نوع توجه نه ده شوې، اول دا ولي؟ هغه افسران چي د ډي ډي آر په نامه تربيه شوي دي، په مختلفونومونو د وسله والو قوتونو نه ايستل شوي دي، په مختلفو نومونو له وزارت دفاع نه و ايسته شول. د ډي ډي آر په نامه.
دوهمه مسله دا ده چي موږ لكه په افغانستان كي چي وايو چي ملي اردو يا ملي پوليس ، خو موږ تر اوسه پوري نه ملي اردو لرو نه ملي پوليس لرو، ملي پوليس ځكه نلرو، چي موږ بايد د مكلفيت د دورې پر اساس باندي ملي پوليس ولرو، د ټولو قومونو نمايندګان بايد پكې وي، ملي اردو هم بايد د مكلفيت د دورې پر اساس جوړه شي، موږ تر اوسه پوري اساسي قانون نه دئ تطبيق كړى، په اساسي قانون كي ويل شوي دي، چي بايد د جلب احضار يا د مكلفيت پر اساس ملي پوليس او ملي اردو جوړ شي، تر اوسه پوري د افغانستان د اوسني نظام او زموږ ملي ادارې اساسي قانون نه دئ تطبيق كړى، كه چيري موږ اساسي قانون تطيق كړاى شو، او د مكلفيت او جلب احضار پروسه اجرا شي، موږ به وتوانېږو چي هم ملي پوليس ولرو او هم ملي پوځ.
موږ په شپږ نيمو كالو كي نه ملي اردو جوړه كړې ده، اجيره اردو لرو، نه ملي پوليس لرو، په وزارت داخله كي په مختلفو نومونو سره په ډېر شمېر مسلكي افسران د كورنيو چارو وزارت نه تصفيه شول.
طلوع : پرون وويل سول چي د كاپيسا په تګاب ولسوالي كي هم عمليات وسول، تر كومه ځاىه چي تاسو پوهېږئ تګاب له كابل سره پر سروبي ولسوالي سرحد لري، كه دغه جنګ همدغسي دكابل پر شاوخوا دوام وكړي، آيا د دې اوسنيو په پرتله به له څو چنده ستونزو سره مخ نسو؟
ګلابزوى : ما وويل چي دلته موږ په داخل كي د مشكلاتو قرار لرو، زموږ اوسنى نظام په داخل د مشكلاتو كي قرار لري، زموږ په ۱۹ ولايتونو كي عملاً دولتي واكمني د مشكل سره مخامخ ده، ۶۵ فيصده په افغانستان كي سياسي او نظامي وضع خرابه ده، او يو علت هم دا دى چي موږ سر شماري وځنډوله، اوسني نظام چي دا شرايط برابر نكړاى شول، دا توانايي يې نه درلوده چي سر شماري وكړاى شي. په افغانستان كي نظامي او سياسي وضع خرابه ده، او سر شماري هم سرته نشواى رسېدلاى، عملاً د افغانستان په ۱۸۴ ولسواليو كي جنګ روان دئ، د كابل شاوخوا په كمربند كي ده، د كابل په ګارنيزون كي جنګ روان دئ، د كابل په ولسواليو كي جنګ روان دئ، اوس لوګر ته ورشئ، چهارآسياب ته ورشئ، تګاب ته ورشى، سرخرود ته ورشئ، عفوه غواړم سروبي ته، د كابل كمربند، پغمان او نورو سيمو ته ورشئ، متاسفانه لكه څنګه چي لازمه ده، زموږ د كورنيو چارو وزارت او د دفاع وزارت ځواكونو هغسي مسوليت نه دئ ترسره كړئ.
طلوع :ښاغلى هلال الدين هلال، د دښمن د نفوذ د مخنيوي دپاره بايد څه وسي، او بايد زموږ ملي پوليس او ملي اردو تر دې پياوړې شي؟
هلال الدين هلال : زما په نظر خپله همدا امنيت د يو لړ مسايلو زېږوونكى دئ چي بايد په نظر كي ونيول سي، يو سالم تنظيم بايد وجود ولري چي د افغانستان د ټولو قومونو نمايندګي وكړاى سي، پر ټولو باندي قانون تطبيق كړاى سي، د ديموكراسۍ داسي زمينه مساعده كړي چي خلګ خپل حقونه ترلاسه او ږغ پورته كړاى سي، موږ په كندهار كي وينو چي يو څوك ږيره لري بېله كوم جرم څخه يې زندان ته اچولى دئ، او د بشري حقونو تهديد هم د انسانانو ژوند ته يو غټ خطر دئ چي بايد پام ورته وسي، په خوندي توګه د كار او ژوند كولو زمينه بايد د هيواد ټولو وګړو ته د قانون تر چتر لاندي برابره سي، زما په نظر دا ټول څيزونه هغه وخت عملي كېداى سي چي اداره يوه ملي پاليسي او يوه ستراتيژي ولري .
د افغانستان سياسي نظام چي اوس موږ او تاسو وينو، د وزيرانو او رئيس جمهور په خبرو كي تناقض موجود دئ. هغوى نسي كولاى چي د ملت د ګټو دپاره يوه ستراتيژي په نظر كي ونيسي، چي د افغانستان حكومت، سياسي نظام او رهبري تضمين كړي، اعتبار وركړي. او د ملت دفاع وكړا ى سي.
تر هغه وخته چي حكومت د ملت ارادو ته پام ونكړي، ملت يې ملاتړ نه كوي، موږ وينو چي د افغانستان په ملكي او نظامي ادارو كي له يو بل سره همږغي نسته، د ټولو نهادونو ترمنځ مشاركت نسته، د خارجي او داخلي قوتونو ترمنځ نسته، د افغانستان د خپلو وسله والو قوتونو ترمنځ عملي يووالى نسته، نو دا ډول كړني خپله بد بيني، بې اتفاقي او سوء استفادې ته زمينه مساعدوي.
زما په نظر د اداري فساد منبع هم له دې ځايه شروع كېږي، چي مراجع مو له قانون سره مطابق عمل نه كوي، مراجع مو پر خپلو شخصي ګټو، نظرونو، خوښو او له يو بل سره پر مناسبتونو باندي عمل كوي.
طلوع : يوه او دوې ورځي مخكي موږ تاسو په تګاب ولسوالي كي د عملياتو شاهدان وو، كه په ميدان وردګ كي جنګ وي، كه په غزني او كندهار كي هم وي، او آخر سرتاسري سي، پايله به يې څه وي او په دې كه به د وكيلانو مسئوليت څه شي وي؟
هلال : زما په نظر د ولسي جرګې د وكيلانو مسوليت دا دئ، چي ملت ووايي چي حكومت د ملت د امنيت يا د ساتلو توان نه لري، حكومت د ملت پوښتنو او غوښتنو ته جواب نسي ويلاى، حكومت د عامه امنيت د تامين وړتيا نه لري، دا خو موږ تاسو هم وينو ډېره ښكاره خبره ده، چي كله په كوم ځاى كي عمليات وسي ملكي اداره پكښي حاكمه سي، اما د دې وړتيا نه لري چي د ولس ملاتړ ترلاسه كړي.
طلوع :څنګه چي ښاغلي كندهاري وويل له دولتي مسولينو څخه شكايتونه ډېر دي، دا بايد څنګه رفع سي؟
هلال : زه وايم تر هغه وخته چي يو ملي تعهد په منځ كي نه وي، ملي پاليسي او ستراتيژي نه وي، او د يوه حكومت دپاره داسي يوه پاليسي چي هغه څوك چي په كار ګومارل كېږي او هغه كسان چي امتيازات لري همدې پاليسي سره مطابق او يو شان عملي نه وي، حكومت ناكام دئ، او باور مي دا دئ چي د بهرنيو قوتونو موجوديت چي په هرنامه نن د افغانستان د حكومت د بقا دپاره كار كوي، او د افغانستان د جغرافياوي امنيت تضمين كوي د سياسي قدرت او كاملاً نا مشروع حكومت به وي.
طلوع : ښاغلي عبدالله كندهاري وويل چي په كندهار كي په يوه او بل نامه څو حكومتونه موجود دي، آيا تاسو په خبر ياست، كه چيري خبر ياست تر اوسه مو يې په اړه څه كړي دي؟
خالد: زه د دوستانو له ډېرو دوستانه نظرياتو سره موافق يم، خو ځيني داسي نظرونه هم وه چي واقعيتونه سم پكښي بيان نسول، د شپږو كالو په موده كي كه موږ وغواړو چي د دېرش كلن جنګ ټول عوامل له منځه يوسو، په ټول افغانستان كي امنيت وي، قانون د بې قانونۍ ځاى ونيسي، دا به زه چي وايم ډېر سخت كار وي، د مخدره موادو مافيا ځاى پر ځاى ده، په ميليونونو وسلې راغلي او وېشل سوي دي، څومره دښمنۍ او څومره ګډوډۍ موجودي دي او ……
طلوع : د خلګو غوښتني څه دي، آيا نا امنيتي ډېره سوې نه ده؟
خالد: موږ تاسي وينو چي موږ ساړه جنګ ته داخل سوي يو، دا يو ډول تبليغات دي چي تر ډېره حده د نظام پر ضد د يوه پنځم ستون په ډول فعال دي، د مثال په توګه زه اينجنير صاحب چي د هيواد يو منل سوى عالم دئ احترام لرم، خو موږ تاسو وينو چي افغانستان سږكال څلور زره او اته سوه ټنه تارياك توليد كړل، خو اينجنير صاحب پر احمدولي خان باندي د ميليونونو ټنه هيروئنو د قاچاق تور لګوي، دلته نو موږ وينو چي ولي دغه توپير، د كوم دليل له مخي موجود دئ، زه وايم موږ چي د كوم چا په اړه ږغېږو موږ بايد اخلاقاً د خپل نظر د دفاع دپاره دليل راوړو.
دوهم دا چي زموږ په اداره كي ځيني خلاوي سته، خو پر دې باندي هم موږ اعتراف كوو چي د كندهار حكومت نوى دئ، ځكه كندهار اته كاله د القاعدې مركز و.
طلوع : خو په لومړيو كلونو كي په كندهار كي خورا ښه امنيت و؟
خالد: ما مخكي هم ستاسو سره يو بحث درلود، ما ويل د سپټمبر د يوولسمي تر بحران وروسته په افغانستان كي درې كاله خاموشي وه، طالبانو د خپلو ګروپونو تجديدولو ته اړتيا درلوده، د طالبانو بين المللي ملاتړو هم د دې فرصت لټاوه چي طالبانو ته د عملياتو زمينه مساعده كړي، او په دې كي داسي كسان هم وه چي سياسي بغض يې ونيوى، هغه وخت چي دولت د پروفېشنل كېدو او اصلاحاتو خوا ته روان سو، دوى پنځم ستون ونيوئ خپلي ګټي يې په خطر كي ولېدې او په تبليغاتو يې لاس پوري كړ.
طلوع : هغه كسان چي طالبان يې استعمالوي، ولي دولت خپلو كړيو ته راجذب نكړاى سول، په خپلو خطونو كي يې ابتكار په لاس كي وانه خيست، له يوې خوا د اصلاحاتو پر خوا تلئ او له بلي خوا يې د خپلو خطونو د دفاع دپاره مبارزه كوله؟
خالد: تاسو وګورئ، نن چي موږ طالب لرو، هغه د څلورو كالو ها خوا ته طالب نه دئ چي د اردو سره به په جبهه يې جنګ اخته وو، نن هغه دومره توان نه لري، تاسي وينئ چي دا د هغوى د واكمنۍ تر نړېدو وروسته لومړى ځل و چي اشتباه يې وكړه، او د كندهار په ارغنداو كي د القاعده ټوله بهرني بنسټپالي مقاومت ته سره راغونډل سول، خو بيا هم ونه توانېدل .
خو په دې درسره موافق يم، چي څونه اړينه وه هومره مو خلګو ته رسيدګي نه ده كړې، زموږ امكانات هم محدود وه، اما داسي هم نه ده چي زموم دولت ستراتيژي نه لري، ښايي دنيا هم ملانصرالدين نه وي چي ۲۴ اعشاريه يو ميليارډ ډالره مرسته يې زموږ د ستراتيژۍ سره وكړه ……………….
طلوع : د افغانستان د حكومت شك او شكايت د پاكستان پر نظامي استخباراتو (آى، ايس، آى) باندي دئ، ښايي هغوى د افغانستان سره پر دوو سرحدونو كوټه او سرحد صوبه كي مركزونه ولري، خو د افغانستان د دفاع وزارت د كشف، د ملي امنيت رياست، د كورنيو چارو د تروريزم ضد رياست، د كورنيو چارو د استخباراتو رياست او دا ټول نهادونه اسانتياوي لري، د اطلاعاتو دپاره پرسونل لري، خو سره له دې هم دومره غافله وو چي يوه څو كسيزه ډله دې ته اماده كېږي چي د محبس څخه دننه ۱۰۰۰ تنه بنديان خوشي كړي، له دې څخه خو ښكاري چي حتماً په اداره كي دننه سړيان لري، په دې اړه څه ګامونه پورته سوي دي؟
خالد: ما مخكي هم دې ته اشاره وكړه، نه پوهېږم چي تر كمه ځايه ورسېده، دغه اوسنى جنګ ډېر افغانان هم لري چي د نورو په جاسوسانو بدل سوي دي، دا په هر لباس كي وجود لري، هغوى د دولت په منځ كي ځاى نيولى دئ، او تر دولت دباندي هم، دلته د سپټمبر تر ۱۱مي وروسته يو نامتجانس تركيب رامنځته سوى دئ، بس تياره سلاطه ده هرشى پكښي پيدا كېږي.
د دغسي كسانو څخه ځان خلاصول وخت غواړي، دا دومره ساده كار هم نه دئو مقاومت كوي، تاسو خپله پوهېږئ، چي كله كوم څوك ونيول سي څونه غوغا جوړه سي، څه حال وي، څه فشارونه وي پر دولت باندي، خو له دې سره – سره د انسجام، همكارۍ او په عملاً اشتراك دا ټول وخت خواړي، خو زه وايم چي موږ اوس هغه د دوو كالو پخوا پر حال نه يو، تر هغه ډېر قوي سوي يو.
طلوع : ښه نو چي د كابل په پلچرخي، چوك ارغندۍ، يا مثلاق د كندهار په ارغنداو كي دولت تهديدېږي، يوه سل كسيزه يا دوه سوه كسيزه قطعه پيدا كېږي، تاسو يې مقابله كولاى سئ؟
خالد: تاسو مه مايوسه كېږئ، تاسو په ټول افغانستان كي زموږ د دولت قوتونه وينئ، پوليسو په بدخشان كي عمليات وكړل، يوولس نفره وسله وال طالبان يې له پنځه ټنه تارياكو سره ونيول، د افغانستان په ټولو نقطو كي ستاسو قوتونه عمليات كوي، او برياليتوب يې په برخه وي، تاسو بايد خپله د هغوى ستاينه وكړئ، ستاسو قواوي اوس ملي دي، اجيري قواوي نه دي، خو په افغانستان كي د مكلفيت پر اساس عسكري خدمت اوس ليري خبره ده، موږ تاسو اكثره كورنۍ وينو چي ۲۱ كلن او ۲۲ كلن ځوانان يې سرپرستان وي، هغوى چي موږ عسكري ته ونيسو، نو خو كورنۍ يې بې سر پرسته سوې، افغانستان يو نيم ميليون شهيدان وركړي، نو كه تاسو دغه ډول د مايوسۍ خبري خپل ولس ته وكړئ، د خپلو قوتونو مورال ضعيف كړئ، جنايتكار، غل او په پرديو پوري تړلي كسان برلاسي او د خپل ملت و سرنوشت ته راوغواړئ، دا نو نه سوه ښه، دا هسي د مايوسۍ خبري دي چي زموږ او ستاسو په ذهنونو كي يې ځاى نيولى دئ، بايد ويې باسو.
طلوع : آغلې شكيبا هاشمي، تاسو د معاون صاحب د څرګندونو په اړه څه واياست؟
شكيبا: دا چي معاون صاحب عملاً له ملي پوليسو سره سرو كار لري، بايد په ډېر جرئت ووايم چي د كندهار خلګ د ملي پوليسو څخه ډېر ناخوښه ده، ځكه اكثره تښتوني او غلاوي چي په كندهار كي كېږي، ټول د پوليسو په لباس كي وي، او د ورځي له خوا چي هر ځاى غلا كېږي ټول د ملي پوليسو په لباس كي راځي، د ورځي پر لس بجې، دوې بجې چي د پېښي موقعيت هم قومندانۍ ته ډېر نيژدې وي د پوليسو په لباس كي ترسره كېږي. او دلته زه بېله شواهدو هيڅكله نه ږغېږم، د كندهار د محبس تر پېښي دمخه د غرمې پر دوې بجې يو څوك د نويداحمد د زرګرۍ دكان ته ورځي او يو لك ډالرو په ارزښت طلاوي ځني اخلي، توپنچه پر نيسي او مالونه وړي، تر ماښامه پوري زرګر او ملګري او دوستان يې د غلو د نيولو دپاره كوښښ كوي، غله نيسي، پوليسو ته يې ورسپاري خو ډېر د تاسف ځاى دئ چي هغوى پر ځاى د دې چي څېړني وكړي او د مدعي ملاتړ وكړي، وايي دا بېګناه كس دئ، مېلمه دئ، له پاكستانه راغلى دئ، خياط دئ، خوشي كوي يې. اوس نو تاسو وګورئ چي خلګ له ملي پوليسو څخه څنګه خوښ سي.
طلوع: هغه كسانو ته چي ښاغلي كندهاري ورته اشاره وكړه، خالد صاحب وايي هغوى په دې پېښو كي لاس نه لري، تاسو يې په اړه څه واياست؟
شكيبا: زه د اينجنير صاحب خبري تائېدوم، هغه رښتيا وايي، سته ځيني كسان چي د كندهار په ځينو نا امنيو كي لاس لري، او زه له اسدالله څخه پر دې ګيله منه يم، چي هغه خپله ګرسره د خلګو په حال ځان نه خبروي، او آفرين دي د كندهار پر خلګو سي چي تر اوسه خاموشه ناست دي، چي قيام يې نه دئ كړى، ځكه نه يې مال په امن كي دئ او نه يې هم د چا خبره سر خوندي دئ.
او جناب رئيس جمهور صاحب هم د دې ستونزو د له منځه وړلو صلاحيت پارلمان ته نه وركوي، خو زه وايم دا حق بايد پارلمان ته وركړل سي، جناب جمهور رئيس خو نن زموږ حقونه سلب كړي دي، موږ وايو داخله وزير كار نه سي كولاى، بايد ليري كړل سي او همدا راز د دفاع وزير او نور كسان.
طلوع: د كندهار د مسولينو په اړه څه نظر لرئ؟
شكيبا: د كندهار په چارواكو شايد خپله د رئيس صاحب جمهور هم وس ونه رسېږي، ځكه جناب انجنير صاحب هم وويل چي زور يې نه په رسېږي، دا ډېر علتونه لري، هغه ښې اشارې ورته وكړې، او موږ بايد د هغه خبري كړي واى، خو د حل لاره يې دا ده چي كه مركز په خپله مركزي اداره كي داسي يو تحول رامنځته كړي چي پر سيمه ايز و ادارو هم تاثير وښندي، دكورنيو چارو وزير خپله وظيفه سمه نسي ترسره كولاى، هغه دي ليري كړي، خو زموږ رئيس جمهور نن اعلان كوي چي يا دا يې د حل لاره نه ده چي يو وزير دي ليري كړل سي، نو چي داسي ده، دا خو موږ د ديموكراسۍ پر خوا نه ځو، دا خو نو زورواكي سوه.
طلوع: كندهارى صاحب، فقد درې دقيقې لرو، كه د حل لاره په لنډ ډول بيان كړئ؟
كندهارى : ما مخكي وويل چي دا څه بد حال دئ، چي د كندهار خلګ نن ورځ ورسره مخ دي، دا خلګ خو مردان وه، مجاهدين وه، كاريګر وه، دا ولي داسي سول.
زه په قومي لحاظ پوپلزى يم، رئيس جمهور ته تر نورو نيژدې ترين كس يم، ولي هيڅكله د چا دا پېغور پر ځان نه وړم، چي زما نوم د رئيس جمهور له نامه سره وتړي، زه عبدالله كندهارى يم، او په ډېر صراحت وايم هغو كسانو چي ګرانى يې په شهادت ورساوه، تعقيب سول هغوى د احمدولي كرزي وزرونو ته پناه يووړه.
طلوع: تاسو په دې اړه څه سند لرئ؟
كندهارى: زه په دې باب اسناد لرم، څارنوالي دي ما پر دې خبره كش كړي.
دوهم د عبدالحكيم جان د شهادت تليفوني تماس هم ثبت دئ، چي ويل يې دا هم په ګراني پسي ولېږئ، او وروسته چي يې هغه په شهادت ورساوه، ويل كار مو يې خلاص كړ.
زه خبر يم، زه وايم چي زه دوى ته په قومي لحاظ ډېر نيژدې يم، خو په بل لحاظ بيا ډېر ځني ليري يم، هغه دا چي څوك كار كوي، هغه دي تقدير سي او څوك چي كار نه كوي تحقير دي سي، محاكمې ته دي راكش سي.
طلوع: لطفاً كه ستراتيژي بيان كړئ؟
كندهارى :د بيا رغوني، اقتصادي او پوځي ستراتيژي دي مشخصه سي، دولت دي يې په اړه ملت ته پروپوزل وړاندي كړي، جواب دي يې ملت ته وركړي، چي كه سبا پارلمان او ملت پوښتنه ځني وكړي، داسي نه وي چي د خارجي او داخلي اينجوګانو جېبونو ته تللي وي.
او مخكي چي معين صاحب وويل چي لاسته راوړني لري، له دې لاسته راوړنو خو زه خبر يم، يوه خبره درته كوم په پام كي ونيسئ، دې ته تاكتيكي پرشاتګ وايي، دا خلګ بيا راځي، بيا راځي، بيا راځي او بيا رځي، دوى زموږ خلګو ته سياسي او اقتصادي ضربې وركوي، تاسو څه خبر ياست، چي څونه كسان له دې اوسنيو جنګو څخه مهاجر سول، تر يوې خېمې لاندي ۲۸ كسانو ګوزاره كوله، هغه هم مريضان او د اصحال په ناروغيو هم اخته ول .
يادونه : د متن کاپي کول دماخذ په ډول د www.larawbar.com په يادولو جواز لري . مننه