نن سهار د بلجيم د پلازمېني په هوايي ډګر او ميټرو ستېشن کي دوه ځانرګي بريدونه وسول چي تر ۱۰۰ زيات شمېر کسان پکښي زخميان او ۱۷ نور ووژل سول.
د بروسل له هوايي ډګره تلونکي او راتلونکي الوتني ځنډول سويدي او هوايي ډګر د پوليسو لخوا تړل سوی دی.امبولانسونه او د ژغورني امله سيمي ته روان دي.
ځيني راپورونه وايي تر چاودنو مخکي د وسلو ټکان وسول او بيا درنې چاودني هوايي ډګر ولړزاوه.