د ملي امنیت لوی ریاست وايي موظفینو يې د تخار ولایت په تالقانو ښار کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو پر مهال محمد فاروق نومی ځانمرګی چې پر عثمان مشهور دی او هوډ یې درلود د تخار ولایت لپاره د طالبانو د والي مولوي طیب په لارښوونه د تخار ولایت پر مقام ځانمرګی برید ترسره کړي له اوو تنو کسانو هریو:
– نجیب الله د عبدالغفور زوی
– خادم الله د محمد علي زوی
– زید الله د حبیب الله زوی
– حجت الله د محمد ظاهر زوی
– محب الله د عبدالباري زوی
– قاري نعمت الله د محمد ظریف زوی
– نعمت الله د عبدالمنیر زوی سره نیولي دي.
طالبانو ددې پېښي په اړه رسنيو ته معلومات نه دي ورکړي.