هغه وطن نور نشته
هغه به زما له لپاره
هر خوا ولاړی
او جنګونه به یی کړل
خو ما ویده د هغه قدر ونه کړ
او لاندی باندی شو لحد یی هم نن
اوس می عزت او هم حرمت
ورک شوي
په دا بیساری ګړنګو کی د ژوند
***
او نور به را نشی ها بیا په دی لار
د اوچت باز سیوری به بیا ونه ګورم
د آزادی پیام چی ځان سره وړی
او آبادی کی په آسمان کی ولاړ
کورونه شمیری د ژوندو په یو دوه
نور ټول ولاړل
او پناه شول وختی
او د ګرځنده مرغانو
آواز او شور نشته اوس
سمیع الله خالد سهاک
د مارچ ۱۱، ۲۰۱۶ کال
مونتری، کالیفورنیا