لیکوال: عبدالعلي رسول زاده
له څه مودې را هيسي د پښتو ( ی ګانو ) په باره کي په مختلفو انټرنيټي پاڼو کي ليکني کيږي . ځيني دغه ليکني زهرجني بولي ، ځيني يې بې ګټي او ځيني يې ګټوري بولي . زما نظر دا دئ ، هر څومره چي ډيري ليکني او خبري پر و سي يو وخت نه يو وخت به يې نتيجه را منځته سي . د يوې خوا کېدای سي چي هغه خلک چي د مخه تر دې يې په دغه خبره کي ری نه واهه نن به يو څه متوجه سي او د بلي خوا به لږ تر لږه د لوېديځي او ختيځي لهجې تر منځ د ( ي ګانو ) د کارولو د اختلاف ټکي خلکو ته ښکاره سي . که څه هم د دغو دوو لهجو تر منځ په دې برخه کي ډېر زيات اختلاف شتون نه لري ، يوازنی اختلاف په ځيني ځايو کي د لنډي يا معروفي ( ي ) او اوږدې يا مجهولي ( ې ) کارول دي . د دې خبري يو څو مثالونه لکه په دغه لاندي کلمو کي :…