نن سهار نهه بجې ، د مجاهدينو له خوا د ملي اردو دوه موټر هغه مهال له منځه يووړه شوله کله چي د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ د “زرګر ګودر” په سيمه کې د تیريدو په حال کې وو .
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي: په درندو چاودونو کې ددښمن دواړه موټر چې په يوه کې اته (۸)تنه او په دوهم کې څلور(۴) تنه سپاره ول ، ځای پر ځای وژل شوي دي .
په دې اړه ددولت غبرګون نه دی ترلاسه سوئ .