رفيع الله مندوخېل
د پاکستان د پنجاب ايالت د پخواني وژل سوي والي سلمان تاثير زوی چې څلورنيم کاله وړاندې د پنجاب له مرکز لاهور څخه ناڅرګنده وسله والو تښتولی وو، په کوټه کې امنيتي ځواکونواو د استخباراتي ادارې چارواکيو د وسله والو له منګولو خوشي کړی دی.
د سه شنبې په ورځ د بلوچستان د ملېشه ځواکونو وياند رسنيو ته ويلي، چې د پنجاب د پخواني والي سلمان تاثير زوی شهباز تاثير يې کوټې ته څېرمه په کچلاغ سيمه کې د وسله والو له منګولو خوشي کړی دی.
وسله والو په مېلادي کال ۲۰۱۱ د اګست په مياشت کې د سلمان تاثير زوی په لاهور کې تښتولی وو. پوليسو ويلي وو، چې څلورو تنو وسله والو د شهباز تاثير موټر ودراوه او د وسلې په زور يې هغه له موټرڅخه راکوز کړ او په بل موټر کې يې له ځانه سره يو وړ. د نوموړي ورور شهريار تاثير هغه مهال رسنيو ته ويلي وو، چې کورنۍ ته يې وسله والو طالبانو او افراطي ډلو ګواښونه کړي وو.
د پنجاب پخوانی والي سلمان تاثير په مېلادي کال ۲۰۱۱ په جنوري مياشت کې خپل ساتونکي دين ته د سپکاوي له قانون سره د مخالفت له امله وژلی وو.
د سلمان تاثير قاتل ممتاز قادري تېره اوونۍ د راولپنډۍ په اډياله زندان کې په دار وځړول سو.