عبدالباري جهاني
موږ څه لیکو؟
هر څه چي لیکو په دې باید پوه سو چي څه لیکو او د څه لپاره یې لیکو. زه له اوږدې مقدمې څخه تېرېږم او خپلي خبري ته راځم. زه له څه باندي څلوېښتو کالو راهیسي شعر او نثر لیکم. د څه کم یوه کال راهیسی چي وزیر سوی یم؛ د خپل فطرت سره سم مي شعر لیکلو ته دوام ورکړی دی او کله نا کله یو نیم شعر یا غزل لیکم. په زړه پوري خبره دا ده چي زما د غزلو په جواب کي، ځیني ځوانان د ښکنځلو تر سطحي بد رد راته لیکي. د تقریبا ټولو دا یوه خبره ده چي ما په وزارت کي هیڅ خدمت نه دی کړی، وايي تاته ډیره تمه کېدله خو تا هیڅ ونه کړل، ته هم دا شعرونه لیکه نور خو دي هیڅ توره ونه کړه، شعرونه پرېږده مدیریت وکړه او داسي نور.
لومړی خو، دا ځوانان باید ځانونه پوه کړي چي په اوسنیو شرایطو کي یو وزیر څه کولای سي؟ دغه غوښتني چي ځوانان یې لري پوره کول یې د اطلاعاتو او فرهنګ د یوه وزیر په وس پوره دي کنه؟ دا سي به یې فرض کړو چي زما ډېر څه په وس پوره دي خو یا د بې زړه توب او یا د وچي نالایقۍ او نا اهلۍ په وجه هیڅ او یا کافي کار نه کوم. نو دا زما له شعر او غزل سره څه اړه لري. که زه بې زړه او یا نا لایقه وم نو زه به غزل نه لیکم؟ یوه کیسه مي را یاده سوه. وايي چي کوم غل، د خټکیو د غلا لپاره، د چا پالیز ته ننوتلی وو. پالیزوان ونیوی او په ډېره غوسه یې ورته وویل چي ولي خټکي غلا کوې. غله په ډیره سپین سترګي ورته وویل چي ته ولي خپلي میرمني ته نوي څپلۍ نه اخلې. پالیزوان وویل ستا یې زما د میرمني له څپلیو سره څه؟ غله ورته وویل له خبري خبره پیدا کیږي.
اوس نو که سړی له دې ځوانانو څخه پوښتننه وکړي چي زما نالایقي، بې زړه توب، بې توجهي او نااهلي زما له شعر او غزل سره څه اړه لري. که سړی نالایقه وو او سا بې زړه وو نو هغه به شعر او غزل نه لیکي؟ دوی به حتما ووايي چي له خبري خبره پیدا کیږي. زه افتخار کوم چي په ژوند کي مي نه یوازي خیانت نه دی کړی بلکه خیانت او رشوت اخیستل مي په خوب هم نه دي لیدلي. زه افتخار کوم چي په ژوند کي مي یو شعر او یو بیت د کوم مقام د چاپلوسی لپاره نه دی لیکلی او خپل ټول شعرونه مي د اولس او ژبي خدمت ته وقف کړي دي. زما شعر او زما غزل له وزارت سره هیڅ اړه نه لري. او که چیری يې دا سي فرض کړو چي دا دوې خبري نه شلېدونکی ارتباط سره لري نو بیا زه ځوانانو ته دا خبره ور په زړه کوم چي یو ځل زما سپیني ږیري او عمر ته هم وګوري. زه ښايي د اکثرو هغو ځوانانو، چي ماته بد رد لیکي، تر پلرونو مشر یم. سړی خپل یوه سپین ږیري ته سپک نه وايي. د خپلو سپین ږیرو او خدمتګارانو سپکاوی د قام، او په نتیجه کي د خپلو ځانونو سپکاوی دی. ښکنځل کول او بد رد ویل کمال نه بلکه بې کمالي ده. تاسي په ښکنځلو او، بیځایه او بې موجبه، بد رد ویلو ما نه سی سپکولای، تاسي هیڅ مقابل لوری، که ستاسي همزولی او یا له تاسي مشر وي، نه سی سپکولای بلکه ځانونه سپکوی او د قلم تقدس او پاکۍ ته سپکاوی کوی.
ګرانو ځوانانو! د سپکو سپورو د لیکلو او د یوه بل د توهینولو پر ځای د خپلو لیکنو بهترولو او په تېره بیا د املاء بهترولو او اصلاح کولو ته متوجه سی. ښه سواد، ښه زده کړه، ښه مطالعه، ښه تربیه او ښه سلوک ستاسي او ستاسي د قام او هیواد د نیکمرغۍ وسیله ده.
و ما علینا الالبلاغ