کور / سياسي / د ګډ حکومت د سقوط ځینې عوامل

د ګډ حکومت د سقوط ځینې عوامل

نظرمحمد مطمئن
لیکوال او شناند

نظرمحمد مطمئن nazar mohammad mutmaeen
نږدې یوه میاشت کیږي چې د ګډ حکومت د زوال او نړیدو خبرې په کورنیو او نړیوالو رسنیو کې اوریدل کیږي،‌ دا خبرې سیاستوال، د استخباراتو کارکوونکې او خپله لوړ پوړې حکومتي چارواکې هم کوي.
غواړم په لنډ ډول د حکومت د نړیدو پر ځینو عواملو بحث وکړم،‌ د حکومت کومې ناسمې تګلارې دي چې حکومت د پاڼ پر څوکه دروي.
۱ – ګډ‌حکومت د نظام د چلولو او پرمخ تللو اړوند د یو منظم سیسټم له پاره کار نه دی کړی،‌ اوس هم د ولسمشر، د ولسمشر مرستیالانو، اجرایوي رییس او دهغه مرستیالانو،‌ ملکي، قضایې، اجرایه، مقننه او امنیتي برخو کې پراخه ګډوډې تر سترګو کیږي.  روښانه مثالونه یې په کندهار کې ولسمشر ته دهغه د تشریفاتو د رییس له امله سپکاوی، د ولسمشر په ښه حکومتولي کې سلاکار چې د جګړې له پاره ځوانان هڅوي او د سولې اړوند د سرپرست والي‌عطامحمد نور شرایط وړاندي کول او داسي نورې ګډوډۍ تر سترګو کیږي
۲ – د افغانستان د حالاتو اړوند دروغجنې او مبالغه امیزه څرګندونې، له ۲۰۱۲ ز کال بیا تر ۲۰۱۴ ز کال پورې ۲۰۱۴ ز کال افغانانو ته د یوې لویې بلا په ډول انځور شوی و، خو موږ ولیدل چې هغه ډول نه وه، اوس هم ۲۰۱۶ ز کال له خپل اصلې حالت څخه ډیر بیرونکی ولس،‌ امنیتې ځواکونو،‌ ګاونډیو او نړیوالو ته ترسیم کیږي او یا خو د پلان له مخې په ګډه ولسونه بیروي.
د داعش شتون په افغانستان کې نه وو محسوس شوې مګر امنیت شورا او ولسمشر د دغې ښکارندې څخه نړیوال او افغان ولس هومره ویراوو چې باید امنیتې ځواکونه مورال د لاسه ورکړي.
د امنیتې ځواکونو له پاره یې دعلماو، روحانیونو، قومې مشرانو او لوبغاړو څخه وغوښتل چې هغوی جګړې ته وهڅوې، مګر مشران یې داسي څوک ورته ټاکلي چې تر لاس لاندي عسکر یې پر وړتیا او لیاقت د شک ترڅنګ پر تعصبې چلند هم نیوکه لري.
د امنیتې ځواکونو خیالي شمیر چې د مثال په ډول یې هلمند یادو، رسمې شمیرې ښیې چې هلته ۳۸۰۰۰ امنیتې ځواکونه وجود لري‌ مګر فزیکې شتون یې نږدې ۱۸۰۰۰ ته رسیږي.
۳- د حکومت دننه په لوړو کړیو کې د سقوط او ځان ساتلو ذهنیت حتی د اردو او پولیسو په لیکو کې،‌ په بېلابېلو وختونو کې د حکومت د سقوط څرګندونې کوي او د ځان ساتلو اړوند فکر کوي که نظام بدلون مومې چې دوی پکې پاتې شي تر ډیره د خپل راتلونکې موقف غم اخیستې دي.
۴ – نه همږغې او د مسؤلیت نه احساس، د ګډ حکومت هر لوړپوړی او منځ پوړی مشر په خپل سر حرکات او اجرات کوي، د غني له خوا ګمارل شوې د عبدالله او د عبدالله له خوا ګمارل شوې د غني او دوستم اوامر نه پلي کوي. د مسؤلیت احساس ځکه نه کوي چې د شخصې او سیاسي روابطو له مخې په دندو ګمارل شوې.
۵ – ډیر لوړپوړي مشران په ملکې او امنیتې برخه کې یواځي د امتیاز اخیستلو په غم کې دي، کار نه کوي،‌ د سیسټم د سم روانولو او پرمخ بیولو فکر ورسره نشته او یا خو یې نه شي‌کولای، موږ ولیدل چې د کندز د جګړې د بایللو لاملونه او د کندز د سقوط عاملین نه معلوم شول او نه هم څوک مجازات شول،‌ یواځي د امنیت ټیټ پوړي کسان له دندو وشړل شول او بې سرنوشته شول، چې ممکن دا یو بل سر درد راتلونکې کې افغان حکومت ته جوړ کړي.
۶ – افغان سیاستوال چې د حکومت پر کړنو نیوکې کوي د اصلاح له پاره نه، بلکې د امتیاز ترلاسه کولو له پاره همدا کار کوي، که امتیاز ورکول شي‌او په لوړو دندو وګمارل شي‌ بیا ستونزه نه لري،‌ د نظام د سیسټم د جوړلو له پاره کار نه کوي.
۷ –  ګډ حکومت هوایې ځواک ځکه نه لري چې نړیوال یې پر میکانیزم باور نه لري، هغوی ویره  لري چې تر ډیره به د ناسمو استخباراتي معلوماتو پر بناء بمبارد کوي، لکه چې ناټو ته همدوی ډیر ځله ناسم معلومات ورکړي او ملکي بې ګناه خلک بمبارد شوې او په ځینو مواردو کې ناټو قصدا پر ملکې اهدافو بمبارد کړی لکه په کندز کې د بې پولي ډاکټرانو پر روغتون بمبارد. ناټو سره داویره هم شته که هوایې ځواک ورکړي‌ ممکن حکومت کې دننه د بېلابېلو جهتونو اهداف په نښه شي.  او یا ممکن سمیېز  او قومي تعصب پکې وپالل شي‌ لکه د درنو توپونو ځینې مثالونه چې موږ په سنګین،‌ میدان وردګ او ډنډ غوري‌ کې ګورو.
۸ – د ملګرو ملتونو دفتر یوناما UNAMA سرچینې وایې چې د راتلونکي پارلماني او ولسوالیو شوراګانو له پاره ګډ حکومت ته بودیجه نه ورکول کیږي، کله چې پارلماني ټاکنې ونه شي او دوه کلن هوکړه لیک د غني‌او عبدالله پلی نه شي چې د ګډ حکومت د پېل څخه په دوه کلونو کې به پارلماني ټاکنې کیږي‌او ریاستي نظام به په صدارتي‌ نظام بدلیږي، پارلمان به په قانوني ډول د صدراعظم چوکۍ مني، کله چې داکار ونه شي‌ په اتوماټ‌ ډول هوکړه لیک غیر نافذ کیږي، او که چیرته د هوکړه لیک تمدید وکړي‌او یا دواړه لوري راضي شي نو اوس هم عبدالله خفه ښکاري ‌چې واکونه یې محدود دي.
۹ – کله چې د پارلماني ټاکنو له پاره بودیجه نه وي، حکومت ورځ‌ تر بلې کمزوری کیږي، سیمې د لاسه ورکوي، بیا به پرې فشار وي چې استعفی ورکړي، فکر کوم نړیوالو همداسي پلان جوړ کړي‌ چې دوه کاله وروسته دغه نظام نور ړنګ شي،‌ کله چې نظام ړنګیږي، نه به قانوني‌ پارلمان او نه هم قانوني سنا موجود وي،‌ نو د حکومت واګې ممکن د امنیت شورا مشر حنیف اتمر ته وسپارل شي،‌ چې دا په خپل ذات کې بلا نورې ستونزې زیږوي.
۱۰ – شپیګل ته د ناټو د راپور له مخې د ټول افغانستان د ۱۰۱ پوځي او نظامي واحدونو څخه یواځي یو واحد یې مسلکي او د کار وړتیا لري، کله چې پوځ کې دومره لویه ستونزه وي نو بیا که اوسنی ګډ حکومت او یا بل څوک په راس کې راځي ورته مشکل به وي چې د طالبانو سره جګړه کې پرمختګ پر ځای به نورې سیمې هم له لاسه ورکړي.
د ناټو د پټ راپور له مخې هره ورځ تر ۲۰ زیات امنیتې کسان وژل کيږي او د تیرو ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو په پرتله د امنیتې ځواکونو مرګ ژوبله زیاته شوې.
دا ډول د پوځیانو زیاته مرګ ‌ژوبله او له جګړې سره نه مینه هم راپور شوې او د طالبانو د پرمختګونو خبر یې ورکړی دی.
۱۱ – د طالبانو چټک نظامي پرمختګ د افغانستان تحلیلګرانو شبکې د راپور له مخې چې طالبانو په ۲۰۱۵ کال کې ۲۴ ولسوالۍ تر خپل کنټرول لاندي راوستي دي‌ په داسي حال کې چې په ۲۰۱۴ ز کال کې یې يواځي ۴ ولسوالۍ نیولي وي.
۱۲- د ګډ حکومت د محبوبیت کچه ډیره ټیټه ده د اسیا فونډیشن د سروې له مخې چې يوه امریکایې اداره ده او د حکومت پلوی کوي هغوی منلي چې د حکومت د محبوبیت کچه په ۲۰۱۵ز کال کې ۵۷.۸ سلنه ده پداسي حال کې چې په ۲۰۱۴ ز کال کې دغه سلنه ۷۵.۳ وه. که رښتونې سروې وشي ممکن د ګډ حکومت د محبوبیت کچه تر ۳۰ سلنې وانه وړي.
۱۳- خپله ولسمشر غني‌وایې چې که له حکومت سره د بهرنیو پوځیانو مرستې او شتون زیات نه شي‌ نو ۲۰۱۶ ز کال تر پایه به د حکومت بقا ستوزمنه وي. دا ډول د امریکا د کورني امنیت مشر جیمز وایې چې افغانستان به د ۲۰۱۶ کال په اوږدو کې ‌سیاسي سقوط کوي.
۱۴ – د اردو د جنرالانو او مشرانو ویناوي چې پر حکومت بې باوره دي،‌ د بغلان جګړه کې محاصره شوې عسکر چې خپلو مشرانو ته سپکاوی کوي، جرمني ته یو تښتیدلې پولیس چې وایې په جګړه کې له طالبانو سره زخمې شوم څلور مرمۍ مې په بدن کې ولګیدي دوه ورځې په دوه سوه بستر روغتون کې درمل نه راکول کیدل ډاکټرانو ویل چې ستا دوسیه نه ده ثبت شوې، هغه ولسمشر غني‌او عبدالله ته وایې چې تاسي‌ ولي موږ بیرته افغانستان ته درغواړئ، تاسي غواړئ چې موږ په طالبانو مړه کړئ، او ستاسي زامن او لورګاني خپله په بهر کې دي.
۱۵ – نړیوال کانفرانسونو کې  حتی هغه کانفرانسونه چې په پټ ډول په لویدیځو هیوادونو کې د افغانستان اړوند مسایلو باندي‌ جوړیږي ډیری بهرني څیړونکي او تګلاره جوړونکي په دي ‌نظر دي چې  ګډ حکومت دوام نه شي کولای، لویدیځې نړۍ کې هغه حلقات او اشخاص چې د افغانستان اړوند تګلارو باندي کار کوي‌ هغوی  نظر لري چې د حکومت پاتې کېدل ستونزمن دی او وایې چې غیر اخلاقي ده چې دوام وکړي،‌ یواځنی د حل لاره سوله ده.
۱۶ – د امنیتې ځواکونو د کارکونکو سره ناسم چلند چې د ۴۰۰ بستریز روغتون په حویلۍ کې د پولیس میرمن زیږون کوي مرسته یې څوک نه کوي د پوځ په لیکو کې منفي تاثیر لري، برعکس د مخالفو وسلوالو مورال لوړوي.
۱۷ – د ډاکټر نجیب الله وخت کې دکابل ښار برېښنا سمه وه اوس ستونزې لري، کندهار له کلونو راهیسې برېښنا نه لري، د حکومت پر وړتیا د ولس کلکه نېوکه ده، اقتصادي رکود او د افغانۍ ارزښت مخ په کښته روان دی.
۱۷ – د امنیت د مشر نبیل استعفی چې د سیمې د استخباراتي لوبو سره بلد شوی و،‌ مګر د پاکستان اړوند د ګډ حکومت پر تګلارو یې نیوکه درلودله چې دده پر استعفی منتج شوه،‌ داډول د امنیت د مرسیتال ادیب فهیم استعفی او په وروسته وخت کې د کورنیو چارو د وزیر علومي د استعفی اوازې. ویل کیږي چې علومي خپله استعفی وړاندي کړي‌ وه مګر داچې ګډ حکومت په بحراني‌حالت کې قرار لري، بیا به دهغه د ځای ناستي ستونزه وه، که دفاع او داخله چارو وزیران دواړه سرپرست شي نو پر حکومت نیوکې نورې هم توندې کیږي، ځکه خو غني‌ دهغه استعفی ونه منله.‌
۱۸ – له هیواد څخه اروپا او نور هیوادونو ته د ځوانانو تېښته، په تیرو دوه یا دریو کلونو کې ۲۸۰۰۰۰ ځوانان اروپایې هیوادونو ته تښیدلې دي او په ۲۰۱۵ ز کال کې نږدې ۱۶۰۰۰۰ ځوانان له هیواده تېښتې ته مجبور شوې، د فساد او اختلاس له کبله د حکومت نږدې ۵۰۰۰۰ بستونه خالي پاتې دي‌او کسان په دندو نه دي ګمارل شوي.
۱۹ – د نشیې توکو د کښت او قاچاق زیاتوالی، دا ډول په نشیې توکو د روږدو شمیر تر درې میلونه اوړي‌او لاهم مخ په ډیریدو دی.
۲۰ – پراخ سیاسي مخالفت د حکومت پر وړاندي چې ممکن نه ده چې د هیواد دننه سیاسي مخالفین دي‌ د حکومت ملاتړ وکړي،‌او نړیوال دومره پراخ سیاسي‌مخالفت ممکن ونه شي منلای.
۲۱ – د امنیت شورا او د ولسمشر غني‌د دفتر د رییس رحیمي، د پخوانیو کمونسټانو او پخوانیو مجاهدینو،‌ د غني د کمپاین کوونکو او غني‌اوسني ټیم،‌ د عبدالله او شمال ټلوالي د نورو مشرانو ترمنځ د واک پر سر ناندرۍ د حکومت د ړنګیدو له پاره د اوسپنیزې ارې په څیر ده.
۲۲ – د سولې اړوند د توقع څخه لوړې وعدې او پخواني‌ وخت ته ورته بې نتیجې او ناکامه هلې ځلې او بې نتیجې څلور اړخیزه ناستې.
۲۳ – د ګاونډیو هیوادو سره په اړیکو کې تعادل نه ساتل او په ځانګړې ډول له پاکستان سره ډيپلوماټیک او د ګاونډیتوب کرښې ماتول، په ځینو ځایونو کې د پاکستاني‌ پوځیانو له خوا د ډیورنډ کرښه لاندي‌کول،‌ او د پاکستان سره ځوړنده امنیتې هوکړه لیک.
۲۴ – د پاکستان په تګلاره کې بدلون د ملکې او پوځې حکومت بېلابېل مواقف، دا چې د سعودې او امریکا تر منځ‌ ستونزې ورځ تر بلې زیاتیږي او دامریکا نږدیوالی له ایران سره سعودي مجبوره کوي‌چې له طالبانو سره اړیکې سمې کړي، د سعودي او پاکستان اړیکو ته په کتلو سره ښکارې چې د پاکستان په دریځ‌ کې د طالبانو اړوند تغیر راغلی، هغه وعدې چې پاکستان له افغان حکومت سره کړی وي یو خو داچې پر طالبانو یې نفوذ او کنټرول نه درلود بل داچې اوس به وهم نه غواړي چې پر طالبانو فشار زیات کړي.
د ستونزې مهم اړخونه طالب او امریکا دي
ګډ حکومت ممکن تر اکټوبر میاشتې پورې‌ نور هم ډیر کمزوری او یا له منځه ولاړ شي، ‌ځینې سرچینې وایې چې د ګډ حکومت وخت د نړیوالو د پلان سره سم د اکټوبر میاشت کې پوره کیږي، نو بیا غني‌او عبدالله ته په کار ده چې د سولې له پاره رښتونې هڅې وکړي.
امریکا د افغان مسئلې برخه ده مګر ځان باسي ،‌ امریکا باید مسؤلیت ومني. او دافغانستان جګړه بامسؤلیته ختمه کړي، داچې د امریکا د واک د انتقال وخت دی، هلته به ولسمشریزې ټاکنې کیږي‌، اوس وخت کې د امریکا له پاره هم مشکله ده،‌ ښکارې چې د امریکا نوی حکومت چې په ۲۰۱۷ز کال کې به واګې په لاس کې اخلي هغوی به د افغانستان اړوند ټاکونکې پریکړه کوي.
اوباما اشاره کړې وه که د بهرنیو پوځیانو وتل د سولې پروسې برخه وي خبره پرې کیدای شي او امریکایې تحلیل ګران هم په دي نظر دي‌ چې په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو شتون ستونزه ده،‌ نو ښه داده چې افغان چارواکې د بهرنیانو د شتون د زیاتوالي او غځیدو له پاره خپل ټینګار پریږدي.
د طالب پېغام واضح دی چې بهرنی شتون نه مني مګر امریکا ځان شاته کوي او یو وخت به داکار کیږي امریکا به مخامخ د ستونزې د حل له پاره عمل کوي، ۲۰۱۶ز د امریکا څخه د حل او اولې کرښې کې راتلل توقع نه شي کیدای ، طالب او امریکا به په ۲۰۱۷ز کې خپلې تګلارې ټاکې، امریکا به بالاخره یا په سیاسي‌او یا هم نظامي اوله کرښه کې راځي، افغان حکومت ستونزه نه شي‌حل کولای.
په پای کې وایم چې جګړه ستونزه نه شي حل کولای، امریکا ته په کار ده چې د جګړې پر ځای د سولې تګلاره غوره او خپلې مرستي افغان حکومت او پاکستان ته د سولې اړوند مشروط او محدودې کړي.