د ملي امنیت لوی ریاست موظفینو د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د طالبانو د ماینونو او موټر بمونو د جوړولو یوه کارخونه کشف او له هغو یې:
– له چاودېدونکو توکو ډک یو عراده موټرسایکل
– اووه بوشکه یي ماینونه
– د میزایل اته فیره مرمۍ چې په غزني ولایت باندې توغوول کېدو ته چمتو وې ترلاسه کړي دي.
د ملي امنيت چارواکو په وينا وسله والو هوډ درلود څو له یادو چاودېدونکو توکو څخه په ګټه اخستنې په غزني ولایت کې یو لړ ترهګریزې چارې ترسره کړي چې له نیکه مرغه موخې ته له رسېدو وړاندې د دوی هڅې له مخکي کشف او خنثی شوې.