تیره شپه عسکرو په ميدان وردګ ولايت کي پر يوه روغتون چاپه ووهله چې د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ تنګي سيمې په بازارکې يې عامو هیوادوالوته صحی خدمات وړاندې کول.
دغه روغتون دسويډن مؤسسې لخوا جوړ شوی او تمویليده چي په سیمه کې د هیوادوالو لپاره د صحي مرکز په توګه فعالیت وکړي.
په افغانستان کي د سويډن کميټې د يوې اعلاميې په خپرولو سره پېښه تائيد کړې ده او وايي چي په پېښه کي دوه ناروغان او يو د روغتون کارکوونکی په ظالمانه توګه وژل سويدي.
بله خوا طالبانو هم د يوې اعلاميې په ترڅ کي دا پېښه غندلې ده، او وايي چي عمليات د امريکايي او افغان پوځيانو لخوا تر سره سول چي د روغتون کارکوونکي يې و ډبول او ۴ ناروغان يې ووژله.
ذبيح الله مجاهد وايي"دښمن په یاد روغتون کې د چاپې په مهال ۴ تنه مريضان په خورا قساوت سره شهیدان کړل، د روغتون ډاکټران او امله يې سخت وهلي او ډبولي دي، دروغتون طبي سامان او درمل يې چورکړي او ودانۍ ته يې سخت زیان اړولی دی"
د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر لخوا لراوبر ته په راليږل سوې خبرپاڼه کي د روغتون نوم نه دی راغلی خو د ٤ كسانو وژل تائيد سويدي، دوى وايي په دایمرداد ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو هوايي ځواکونو عملیاتو کې څلور طالب وسلوال وژل شوي دي.
د امنیتي ځواکونو معلوماتو په اساس عملیات تیره شپه شاوخوا یوه بجه د دایمرداد ولسوالۍ په « تنکي سیدان» سیمه کې ترسره شوي دي.