ډاکټر نبي مصداق
د افغانستان د تېرو ۳۸ کالو غميزو، یو هم هغه زړه بوږنونکي ارقام دي چې ملل متحد او نورې معتبرې نړیوالې ادارې یې د هر کال په پای کې خپروي. په دې ارقامو کې په زرګونه بې نومه او په ټوله کې د بې ادرسه افغانانو د مړینې او ژوبلېدنې شمېرې خپرېږي.
د شوروي د لس کلن تېري په موده کې، کله چې سرې لښکرې په ماتې او ټیټ سر له افغانستانه ووتلې، ښکاره شوه چې تر ۱.۵ میلیونو پورې افغانان شهیدان، تر اووه لکه معیوب او تر پنځو لکو پورې مهاجرت ته اړ شوي وو.
په افغانستان کې د سور پوځ ماتې او له دې هېواده د دوی د څلوېښتم پوځ وتل هر کال د سلواغې په ۲۷مه ورځ د یوې ملي رختصۍ په څېر نمانځل کېږي او سږکال د دې ورځې په نمانځ غونډه کې چې د ارک په دلکشا ماڼۍ کې جوړه شوې وه، افغان ولسمشر اشرف غني په خپله وینا کې وویل چې د نړیوال بانک د ارقامو له مخې افغانستان ته د شورویانو د یرغل له امله ۲۴۰ میلیارده ډالر زیان رسېدلی دی چې په کې یونیم میلیون شهیدان، معلولین او د مهاجرتونو، د کړاونو تاوان شامل نه دی.
ولسمشر تنقید ونیوه چې د روسانو له ماتې او د افغان ولس له جهاد نه وروسته هم، یوالی او اتفاق رانغلو او موږ ونشو کولای چې جوماتونه ترمیم، پوهنتونونه او ښوونځي پرانیځو.
له بده مرغه افغانستان تر اوسه هم، په جنګ او نا امنیو کې ښکېل دی او موږ داسې حکومت نه دی درلودلی چې له روسیې نه، چې د شوروي اتحاد وارث دی، د جنګ غرامات تر لاسه کړو، د شهیدانو او معلولینو له مرستې نه وروسته، پرې افغانستان آباد او سمسور کړو.
په هر حال سږکال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې ادارې (یوناما) پر خپاره شوو ارقامو له هر لوري نیوکې شوي دي چې لومړی، د مړو او ژوبل شوو شمېرې لږ ښودل شوي او هم د یوې نړېوالې ادارې په څېر ولې په هغو خواو باندې چې ملکي بې ګناه واړه او زاړه وژني، قیودات نه وضع کېږې او له هغوی نه د غیر اسلامي او غیر انساني برخورد له امله تاوان نه اخیستل کېږي.
جهادي شخصیت او د پوهنې پخوانی وزیر ډاکټر فاروق اعظم وايي چې د نړۍ د نورو معتبرو ادارو له لوري د سږ کال تلفات تر هغه څه چې یوناما یې ښيي زیات دی. هغه وايي چې ملګري ملتونه، د دې لپاره چې د خلکو روحیه کمزورې نشي، داسې ارقام کم ښيي چې یوازې په کمه برخه تلفاتو کې افغان امنتیي قوتونه او بهرنیان لاس لري.
ډېر نور لیکوالان او مدني ټولنې هم په یوناما نیوکه کوي او وايي چې دا نړیواله اداره د دې توان او قدرت لري چې د جنګي خواوو اصلي منبع او ځای په کوته کړي او پر هغوی باندې مالي او سیاسي قیودات وضع کړي. ځکه چې د ۲۰۱۵ کال تلفات تر نورو کلونو لوړ دي.
د ملګرو ملتونو خاص استازي نیکو لاس هیسم کابل کې وویل " موږ له هغو ډلو نه چې افغانانو ته د دې کړاوونو مسوول دي، غوښتنه کوو چې د ملکي کسانو لپاره جدي ګامونه پورته کړي او په ۲۰۱۶ کال کې د افغانانو له وژلو او زخمي کولو نه لاس په سر شي" په تېر کال کې د افغانانو تلفات یولس زره او دوتنو ته رسېدلي چې له تېر کال او ټولو نورو کلونو لوړ دي.
د ملګرو ملتونو د سږ کال ارقام چې د منلو نه دي، وايي: په سلو کې ۱۷لس د دولتي ځواکونو له لوري، په سلو کې ۱۴ د امنیتي ځواکونو، ۲ په سلو کې د بهرنیو قواوو او یو فیصد هم د دولت د مصلحو ډلو لخوا شهیدان شوي دي. په ریپوټ کې زیاته شوې ده چې ۴ سلنه د پخوانیو ماینونو په زریعه ۰.۱ سلنه د هغو راکټونو له امله چې د پاکستان نه فیر شوي دي، تلفات رسېدلي دي.
د هشت صبح ورځپاڼه، د پورته ارقامو له خپرېدو لیکي چې ملګري ملتونه د تلفاتو له برخې نه ۳۷ سلنه ښځې او ۱۴ په سلو کې ماشومان ښيي. خو حکومتي مقام هم په دې ریپوټ نیوکه کوي او وايي: دا چې یوناما ۱۳ په سلو کې تلفات کومې خواوې ته رجوع نه کوي. د دوی ریپوټ تر پوښتنې لاندې راولي. افغان حکومتي مقام چې د یوناما ریپوټ یې څېړلی وايي د دې ریپوټ هغه برخه چې وايي په ځمکنیو حملو کې ۴۲ په سلو کې کمی راغلی؛ هم نه مني او زیاتوي چې اصلاً کموالی نشته؛ خو ډېرو خلکو د راکټونو او نورو چاودنو له امله، له خپلو ځایونونه، بې ځایه شوي دي، نه دا چې په داسې حملو کې کمی راغلی دی.
د ولسمشرۍ ماڼۍ ريپوټ زیاتوي چې د یوناما ریپوټ د هغو ۱۲ ولایتونو د تلفاتو په اساس دی چې د دوی په فکر هلته ډېر جنګو او نا امنۍ دي. خو حکومت وايي چې د دوی ارقام له ۲۴ ولایتونو اخیستل شوي دي او ښکاره ده چې ډېر ملکي وګړي، په انتحاري حملو کې وژل شوي دي.
حکومت تأسف کوي چې یوناما، د دې ټولو ولایتونو نا امني په خپل ریپوټ کې نه ده شمال کړې.
د ولسمشرۍ ریپوټ او د نورو افغان ورځپاڼو او لیکونکو تنقیدونه، اصلي مشکل چې د وړو او زړو بې مورده وژل او تلفات دي، دوا کولای نه شي. هر کال مو په زرګونه میندې او کونډې د داسې حملو له امله چې هغوی پکې هېڅ برخه نه لري، له زرګونه یتیمانو سره بې سرپرسته پاتې کېږي او په دې ډول د سوالګرو لښکرې د یو کال نه بل ته په زیاتېدو دي. ټولې خواوې باید د اسلامي ارشاداتو په اساس او د بشر دوستۍ د موازینو په مربوط سره یوځای شي او دې اوږدو او بې ځایه ناندریو ته د پای ټکی کېږدي.
ارقام بې روحه شمېرې دي او د هر تن د مړینې پر وجوهاتو چې ورڅخه په پاتې کورنۍ باندې څه بد بختي تحمیل کېږي څه نه ښيي. بس دی همدا چې ۳۸ کاله مرګ، ژوبله، بې عدالتي او دوه نسله بې سواد پاتې شول. زموږ هېواد سل کاله وروسته ولوېده او ۴۲ په سلو کې همدا اوس د سهار او بېګاه، ډوډۍ نه لري؛ تر څو به دا غمېزه دوام کوي؟