دا خبرې د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات د وردګو فرهنګي خوځښت ټولنې غړو سره لیدنې پر مهال وکړې.
د وردګو فرهنګي خوځښت غړو نن د دلو میاشتې په «۲۷» نیټه ماښام ولایت مقام کې والي ښاغلي حیات سره ناستې پرمهال یوشمیر مهم مسایل شریک کړل.
په دې ناسته کې ، چې د خوځښت مشر استاد کامران په مشرۍ ترسره شوه غوښتنه وشوه، چې په ښوونیزه ،روغتیايي، امنیتي او رغنیزه برخه کې دې د خلکو ستونزو حل ته پاملرنه وشي.
د خوځښت مشر استاد کامران ښوونیزه برخه کې د ستونزو ترڅنک یوشمیر نورو مسایلو ته اشاره وکړه او وویل، چې دوی به یې هم ولایتي ادارې سره د حل برخه کې خپله همکاري وکړي.
د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات وویل، چې د ۱۳۹۵ کال پلان کې یې اساسي پروژې په پام کې نیولي، چې په عملي کیدو به یې د خلکو ډیرې ستونزې هوارې شي.
ښاغلي حیات وویل، چې ولسونه دې پخپلو سیمو کې د پروژو امنیت ټینکښت لپاره همکاري وکړي، څو د رغنیزو پروژو په تطبیق د خلکو ژوند کې نثبت بدلون راشي.
هغه ټینګار وکړ، چې د متوازن انکشاف د اصل په اساس به ټولو هغو سیمو ته پاملرنه کیږي، چې پخوا پکې کار نه دی ترسره شوی.