د ښکار پر وخت په يو ځنګل کي يو پاچا
سو د وزير او د غلام څخه جُدا
درې واړه ورک سول ځغلول يې خپل آسونه
يو خو پرېشان ول بل يې ستړي کړل ځانونه
غلام لومړی ؤ چي يې وليدی يو پير
په سترګو ړوند ؤ په فکرونو کي راګير
نه ستړې مسې نه دعا او نه سلام
غلام د آس د ځينه پېل کړ خپل کلام
ويل اې ړونده د سپرو حال راته وايه
که دي ليدلي له نژدې او يا له ورايه
پير ويل بېله تا مي څوک ندی ليدلی
پر دغه لور باندي کوم سپور ندی راغلی
يو ساعت وروسته بيا وزير دلته راپيښ سو
تر ونې لاندي د سپين ږري حال ته هېښ سو
وزير سلام وکړ لومړی او بيا پوښتنه
ويل بابکه د اخلال غواړم بخښنه
زما د ملګرو آسسپرو حال راته وايه
که دي ليدلي له نژدې او يا له ورايه
پير ويل ستا مخکي راغلی يو آسسپور ؤ
پسله پوښتنې په ترپا پر هغه لور ؤ
د وزير تلو وروسته پاچا راغلی و پير ته
په ډېر ادب سره ګويان سو دې زهير ته
ويل سلام دي وي پر تا اې عزتمنده
په تجربه کي د کلونو ثروتمنده
که زحمت نه وي معلومات مي لږ په کار دي
ايا ليدلي دي سپاره پر دغه لار دي؟
ړانده پاچا ته ويل زه دي تر تا جار سم
علحضرته عالي قدره تر تا زار سم
له دې څخه مخکي ستا غلام بيا ستا وزير
ول سرګردان ستا په تلاښ کي ډېر زهير
پاچا ويل د رتبو حال چا درته در کړ؟
ؤ دا غلام او که وزير دا احوال در کړ؟
ړانده ويل په خپل اخلاق هر څوک عيان دی
معلوم پاچا غلام وزير په خپل بیان دی
نه د نيکونو نه د زرو کوم حاصل وي
اصيل هغه وي چي ګفتار يې د اصيل وي
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ ۲۰مه نېټه
______________________________________
د احمدولي اڅکزي د وېبلاګ www.ahmadwali.achakzai.com څخه په مننه
دغه او تر سلو زیات نور نکلونه پر www.kochnai.com هم لوستلای سئ