د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د زيمپاپوې د تاکنو په اړه د دولت له پريکړې څخه انديښنه څرګنده کړه.
دغه شورا ويلې چې په زيباپوې کې دآزادو او عادلانه ټاکنو لپاره زمينه برابره نه ده، خو د نا مشروع ويلو څخه يې هم ډډه کړې ده د مخالف ګوند مشر مورګان چانګيراې دغه انتخاپات تحريم کړي دي، نوموړې وايې چې ددغه هيواد پوځيانو خلک ګواښلې که چيرې د دولت مخالفو ته راې ورکړي وبه وژل شي.
چانګيراې د نړيوالې تولنې غوښتې چې دغه تاکنې رد کړي . په همدې حال کې د اروپا اتحاديې او امريکا دا تاکنې په مانا په ګوته کړي. د رپوټونو پر بنسټ په ټاکنو کې د خلکو ګډون ډير کم و او د ولسمشر موګابې بريا چې د تاکنو يوازينې کانديد دې حتمي دې.
د انتخاباتو څخه د ملاتړ په نامه شبکې ناضرانو د رپوټ له مخې د زمبابوې په کليو او پانډو کې ډير خلک په زوره د راې اچونې مرکزونو ته اړ شوي دي. د نړۍ اته ستر صنعتي هيوادونه چې په جاپان کې سره غونډه لري ويلې چې هغه دولت نه منې چې په هغه کې د زيمپاوې د خلکو اراده نه وي منعکس شوي. په دغه راې ګيري کې چې مخالفانو د مپارزې څخه لاس اخيستې او د نړيوالو څخه د تاکنو د ځندولو غوښتنې سره سره ټاکنې تر سره شوې.