د کندهار د پخواني والي ملامحمد حسن رحماني په اړه په ټوليزو او ټولنيزو رسنيو کي ضد او نقيض خبرونه لاس پر لاس کيږي، يو شمير کړۍ وايي چي ملامحمد حسن رحماني اخند د طالبانو له نوې مشرتابه ملامحمد اخترمحمد منصور سره بيعت اعلان کړی دی خو د دوشنبې په ماخستن داسي اوازه هم خپره سوه چي نوموړی د ناروغۍ له امله په حق رسيدلئ دی خو د لراوبر ويبپاڼي معلوماتي منابعو او ملا محمد حسن رحماني ته نژدې کسان د نوموړي د ناروغۍ خبره مني خو دا چي هغه په حق رسيدلی دی کاملآ بې اساسه خبره بولي.
د لراوبر د معلوماتي سرچينو د معلوماتو له مخي ملا محمد حسن رحماني د شاوخوا يوه کال راهيسي د اينې په ناروغۍ اخته دی او په دې وروستيو کي يې ناروغي تر پخوا زياته سوېده خو په روغتون کي له ورسره ملګرو سره خبري کوي او د دوشنبې په ورځ ۲۵ جنوري يې د طالبانو د نوي مشر ملا اخترمحمد منصور سره بيعت پاڼه چي ملګرو يې دده له خولې ورته وليکله په خپل لاس لاسليک کړه.
ملا محمد حسن اخند چي د روزګان د ولايت په خټه اڅګزی پښتون و، د طالبانو پخواني مشر ملامحمد عمر اخند ته له نژدې کسانو څخه وو چي د اسلامي تحريک له پيل څخه يې د طالبانو د رهنبرۍ د عالي شورا د غړي، په افغانستان کي د بهرنيو موسسو د کنټرول او ورپسې د کندهار د والي په توګه دندي اجرا کړيدي.