د پاكستاني طالبانو مشر بيت الله محسود په خيبر ايجنسۍ كې د پاكستان له لورې دځايي مذهبي ډلوپر ضد دعمليات د پيلېدو په غبرګون كې د پاكستان له حكومت سره د سولې تړون مات كړ .
محسود له يوې بريتانوۍ خبري سرچينې سره د خبرو پر وخت ويلي دي چې :
پاكستاني حكومت په سيمه كې د ټولو طالبانو پر ضد يو ځل بيا عمليات پيل كړل .ځكه خو ورسره د سولې شوى تړون ماتوي .
هغه په خپلو خبرو كې ويلي دي چې :
په خيبر ايجنسۍ كې د پاكستان له خوا د عملياتو تر بندېدو پورې له پاكستاني حكومت سره هيڅ ډول خبرو اترو ته اماده نه دى .