کور / هراړخیز / د ډاکټر عبدالباري سره د برلين د اقتصادي علومو پوهنځۍ مرکه

د ډاکټر عبدالباري سره د برلين د اقتصادي علومو پوهنځۍ مرکه

د ډاکټر عبدالباري سره د برلين د هومبولټ پوهنتون د اقتصادي علومو د پوهنځي د مرکې پښتو متن


 WIWEX.net   نيټه: ١٦/٦/ ٢٠٠٨    مرکه کونکئ Marcus Johann:


Interview mit dem HU-Alumnus Dr. Abdul Bari
 
ډاکټر عبدالباري په ١٩٨٢ کال د هومبولټ پوهنتون د اقتصادي علومو په پوهنځي کي د ديپلوم او ١٩٨٥ کال د دکتورا د رسالې تر دفاع وروسته خپل هيواد ته ستون شو. ده په کابل پوهنتون کي تر څو کلونواستادۍ او د پاکستان د کراچي ښار په ګويټه انستيتوت کي د يوه کال جرمني ژبي تر تدريس وروسته آلمان ته راغلی او د ١٩٩٦ کال راهيسي و هايدلبرګ ته نږدې دوسينهايم کي ژوند کوي. 


ويويکس: ښاغلی عبدالباري، تاسي په برلين کي د خپل تحصيل د وخت  په هکله کومي خاطرې لرئ؟


باري:  تر هغه ځايه چي زما په تحصيل ، استادانو او د پوهنتون په چاپيريال پوري اړه درلوده، زه ډيري خوږې او  نه هيريدونکي خاطرې لرم. خو دا بايد ووايم چي و ماته ساده خبره نه وه چي په برلين کي په بيغمه زړه تحصيل وکړم. دا ځکه چي هغه وخت په برلين کي د افغانستان سفارت و ماته د رژيم د مخالف په سترګه کتل.د سفارت له خوا بيځايه تعقيبولو، طفلانه تحقيقونو او پروټوکولونو د خپل ژونده بيزاره کړی وم. که چيري هغه وخت د هومبولټ پوهنتون د رياست او په تيره بيا زما د راهنما استاد پوهاند ډاکټر ګورڅ، چي وروسته ددې پوهنځي رئيس وو، اخلاقي مرستي نه واي، ماته ممکنه نه وه چي دلته مي خپلي زده کړي پاي ته رسولي واي..هيواد ته تر ستنېدو وروسته مي خپل نهايي کوښښ وکړ چي هلته پاته سم، خو پسله درې کالو د هغه وخت شرايطو اړ ايستم چي پاکستان ته واوړم .


په هومبولټ پوهنتون کي يولړ مقررات وماته د حيرانتيا وړ وه. د مثال په توګه د دې پوهنځي په کتابتون کي يو اطاق وو، چي هر چا د ورتګ اجازه نه ورته درلوده، او زه به اکثراً هلته ناست وم او په اصطلاح ”ممنوعه کتابونه“  به مي لوستل، تر څو يوه ورځ د کتابتون يو مسؤل راته متوجه سو او ددې اطاق څخه يې منع کړم. خو وروسته د پوهنځي د رياست له خوا وماته د کتابتون څخه د عام اوتام استفادې اجازه راکړل سوه. و پوهنتون ،  پوهنځي  او ليليې ته د ننوتلو پر مهال د هويت کارټ د ښکاره کولو سره مي ژر عادت ونيوئ او د جرمني متل سره سم مي دغه دود ومانه چي وايي” نور ملکونه، نور يې رواجونه ! ”


ويويکس:  تاسي ولي پسله دومره ډير وخته بيرته خپل پخواني پوهنتون ته مراجعه کوي؟


باري:  لکه تاسي ته چي څرګنده ده، په ١٩٩٠ کلونو کي پر افغانستان باندي مطلقه انارشي او ګډوډي حاکمه وه،د دولتي جوړښتونو او قانوني نظام څرک نه لګېدئ، انساني کرامت دجګړه مارو  تنظيمونو دخپل سريو قرباني وو،د علمي او اکاډيميک ژوند تصور لا هم نسواي کيدلاي. خو د طالبانو د واکمنۍ د پاي ته رسېدو سره سم د نړيوالي ټولني له خوا د افغانستان سره د بيا ودانولو په چاروکي سترو ژمنو زما هيله راژوندۍ کړه چي دا هيواد به بيرته خپل عادي ژوند ته راګرزي  او دهيواد نورو سکټورونو د سمبالولو سره سم به د ښووني روزني او لوړو زده کړو ته پاملرنه کيږي. څرنګه چي د ١٩٦٢ کال راهيسي د جرمني د بُن، بوخوم او کُلن   پوهنتونونو او کابل پوهنتون  تر منځ  د توأميت قرارداد موجود وو، زما هيله دا وه چي دغه پخوانۍ اکاډيميکي اړيکي به بيرته ژوندۍ سي او ١٩٦٠ او ١٩٧٠يمو کلونو غوندي به د کابل پوهنتون بيرته فعاله کړي. په دې برخه کي لومړني ګامونه هم واخيستل سول. د ٢٠٠٢ کال په سپټمبر کي د ”آلمان او افغانستان د پوهنتونونو ټولنه “ ( DAUG ) تأسيس شوه.خو د بده مرغه چي تر اوسه د يادولو وړ کار نه دئ تر سره سوئ او هرڅه هير سويدي.


زه د کابل او برلين د پوهنتونو د يوه پخواني فارغ التحصيل په توګه اوس کوښښ کوم چي خپلي اکاډيميکي هلي ځلي پيل کړم. نهايي هدف مي دادئ چي د کابل پوهنتون او هومبولټ پوهنتون د ١٩٨٠ يمو کلونو اکاډيميک توأميت بيرته فعال او نوی شکل ورکړل سي او په دې ډول کابل پوهنتون په عمومي توګه او ددې پوهنتون د اقتصاد پوهنځي په خاصه توګه حمايه کړل سي. زما دغه هلي ځلي نه يوازي د افغانستان په ګټه بولم، بلکې ددې دواړو پوهنتونو علمي او فرهنګي اړيکي د آلمان اتحادي جمهوريت په ګټه هم بولم. په کابل پوهنتون کي محصلان او استادان  د٢٠٠١ کال راهيسي د نړيوالي ټولني څخه په دې مأيوسه دي، چي تږي يې تر اوبو پرې ايستلي دي. او په جرمني کي د عامه افکارو سره د افغانستان په هکله يوازي د جنګ او په افغانستان کي د جرمني نظامي ځواکونو ، د خاصو قوماندويي ځواکونو(KSK) او د فدرالي استخباراتو (BND ) د ګمارلوغمجن  او زړه وهونکئ  تصوير موجود دئ.  دې يواړخيځ انځور ته بايد تغير ورکړل سي. 


زه  وايم، چي که چيري ” د جرمني د امنيت څخه دفاع دهندوکش پر هيواد کيږي“ ، لکه اوس چي د يو لړ جرمني سياستوالو تکيه کلام ګرزېدلی دئ، نو زما په نظر دغه  ”دفاع“ يوازي د علمي، فرهنګي او اقتصادي متقابلو مرستو پر بنسټ کيدلاي سي، نه په تورناډو الوتکو او ډينګو نومي زره پوښونو. بې ځايه به نه وي، چي د اتيايمو کلونو علمي همکارۍ را په يادکړو. هغه مهال په هومبولټ پوهنتون کي  ډيرو افغانانو د طب، انجنيرۍ، طبيعي علومو، ښووني او روزني، اقتصاد او نورو ځانګو کي روزل کيدل.د کابل پوهنتون ډير استادان دلته د علمي څيړنو لپاره راتلل . کابل پوهنتون  هم  د استادانو اومسلکي کتابونو په راليږلو ددې پوهنتون د افغانستان پوهني د څانګي سره مرسته کول او ددې څانګي آلماني محصلينو په کابل پوهنتون کي خپلي زده کړي تکميلولې.نن ولي د دغه ډول همکارۍ پر تپه درېدلي دي؟


ويويکس: په دې لار کي تاسي پخپله څه ډول فعاليت کولاي سئ؟


باري: زه کوښښ کوم چي د دواړو پوهنتونو تر منځ هغه پخوانی او هيرسوی توأميت بيرته رامنځته سي. په دې لار کي دخپلي ونډي اخيستلو لپاره به د خپل وس سره سم د اړتيا وړ علمي کتابونو په ژباړه لاس پوري کړم. دا ګړی په افغانستان کي د اقتصادي علومو په برخه کي په ملي ژبو د کتابونو ډيره خواري ده . خو د يوه ستندرد علمي کتاب په ټاکلو کي د پوهنتون و مشورې ته اړ يم. اوس په افغانستان کي د علمي او مسلکي کتابونو ژباړه ځکه مهمه بولم چي د يوې خوا ډير لږ کسان په بهرنيو ژبو پوهيږي او د بلي خوا پخواني کتابونه تقريباً د يوه مخه له منځه تللي دي. څرنګه چي زه د خصوصي تعليمي مؤسسو سره د عملي اقتصاد په ښوونه بوخت يم، نو د خپلو تجربو پر بنسټ په پښتو او دري ژبو دداسي يوه کتاب د ليکلو په فکر کي هم يم چي د عملي اقتصاد مسئلې ځاي پکښې ولري. خو دا کار هم  وماته د دواړو پوهنتونوتر منځ د همکاريو د لاري امکان لري.


په ورستيو وختونو کي مي د افغاني ماشومانو دپاره د جرمني او فرانسوي کلاسيک ليکوالانو لکه ويلهيلم بوش، بيرتولت بريشت او سانت ايکزوپېري د آثارو څخه کوچني او تر وس لاندي کتابونه ژباړلي دي او اوس د افغاني کيسو(نکلونو) يوه ټولګه چي ملي هينداره نوميږي، د پښتو څخه جرمني ژبي ته ژباړم.  دغه ژباړي که اکاډيميک اړخ نه لري، خو په هغه لار کي يې زما برخه اخيستنه بولم، چي د کلتورونوتر منځ پلونه جوړ وي  او د ”کلتورونو د جګړې“ کرکجني او د بشريت سره د دښمنۍ ډکي وراشې پر ضد غبرګون ښيي.


ويويکس: تاسي په افغانستان کي د هميشنۍ سولي امکان وينئ؟


باري: زه په دې باور يم، چي تر هري تيارې وروسته رڼا راځي. خو د هغه تيروتنوجبران او تلافي کول ډير سخت او حتی ناممکنه راته ښکاري چي قصداً او عنداً شوي وي. د امريکې په متحده ايالاتو کي د ٢٠٠١ کال د سپټمبر  د ١١ د پيښو او ورسره سم پر افغانستان باندي  د امريکا تر مشرتابه لاندي د ائتلافي ځواکونو تر لښکرکښيو وروسته موږ افغانانو دايو غنيمت ګاڼه چي ګوندي د نړيوالي ټولني په مرسته به عامه نظم او امنيت ټينګ سي او په هيواد کي به و ديموکراسۍ او د يوه قانوني نظام و منځته راتګ ته لار هواره سي. خو د بده مرغه چي دغه اميدونه د هغه لومړيو شيبو راهيسي په مدللو مأيوسيو او بدګُمانيوواوښتل. زموږ ډيرو هيوادوالو خپله مأيوسي په دې متل سره ښودله چي وايي ”کوږ بار تر مزله نه رسيږي! ” زما په نظرد متحده ايالاتو تر فرمان لاندي د ترورضد ائتلاف د تيروتنواو اشتباهاتو مورينه دا وه چي د هيواد جنوب او شرق يې عملاً د جنګ محاذ اعلام کړ. زما ټاټوبی کندهار يې د شاوخوا ولايتونو سره يوځاي د طالبانو ځالۍ او مرکز وباله او په دې ډول يې( که د لږو استثناوو څخه تير سو) د بيا ودانولوپه چارو کي د هر ډول مرستو څخه محروم کړ. د بيا ودانولو چاري يې تقريباً يوازي او يوازي د شمال حق وګاڼه. ددې ناسنجول سوي سياست ترخې پايلي نن د سر په سترګو وينو، د ملت او حکومت تر منځ فاصله ورځ په ورځ ډيريږي. د هيواد په جنوب او شرق کي د خلګور باور او اعتماد  د دولت د خپلواکۍ په اړوند لږيږي. تر اوسه د ترور ضد ائتلافي ځواکونو او افغان ملي اردو ١٢ پراخو نظامي عملياتو د مقاومت بهير کمزوره کړئ نه دئ، بلکې نور يې لا قوي کړيدئ. ددې جګړو قربانۍ ملکي خلګ ورکوي، په تيره بيا ماشومان چي د ائتلاف په بيرحمه پاشونکو ( خوشه يي) بمونووژل کيږي او يا د همېش لپاره معيوبيږي. د دې اوسنۍ وضعي  بنسټيز مشکل دادئ چي نه نړيواله ټولنه او نه په افغانستان کي د امريکې تر قيادت لاندي د ”ترور ضدځواکونه“ کومه مشخصه طرحه  او روښانه ستراتيژي لري.


خو د دې ټولو ناخوالو سره سره، په افغانستان کي د سولي دپاره يولړ امکانات وينم، هغه داچي د٢٠٠١ کال راهيسي  شرقي او جنوبي جنګ ځپلو ولايتونو ته جدي پاملرنه وسي، ددې سيمو د خلګو د باور او اعتماد د ترلاسه کولو د پاره د ټولو سياسي او اقتصادي امکاناتو څخه کار واخيستل سي،اقتصادي سيکټورونه د موجوده امکاناتو سره فعال کړل سي. البته دا ټوله هغه غوښتني دي چي نړيوالي ټولني يې وعدې کړيدي خو تر اوسه دغه ژمني نه دي تر سره سوي.  د خاصي يادوني وړ يې بولم چي د آلمان اتحادي جمهوريت ته هم ښايي چي و افغانستان ته د واحد وجود په سترګه وګوري او نور خپلي اقتصادي  مرستي يوازي و شمال ته وقف نه کړي.
د مرکې پاي