ګن شمیر خلک د شخصیت د لوړ ښودلو، د تیر ژوند د کارنامو بیانولو او یا هم د مجلس د ګرم ساتولو په موخه په رنګ رنګ دروغ لاس پوری کوی. ولی پدی کار سره نه یوازی خپل شخصیت له خاورو سره خاوری کوی بلکه اوریدونکی ته هم یو نوع توهین دی اوریدونکی د خبرو له اوریدلو د هغه خبری تحلیل او تجزیه کوی چی څومره واقیعت لری او په اخر کی چی دی نتیجی ته ورسیژی چی دا خبری دروغ دی نو په پایله کی داسی انګیرنه کوی چی دروغ اورونکی ما ته د یو ساده انسان فکر کوی.
حضرت محمد (ص) د خپلو اصحابو کرامو په مجلس کی وویل چی داسی وخت به راشی چی خلک به د یو او بل په زړه پوهیژی نو اصحابو کرامو وپوښتل چی ای د خدای رسوله دا به دیر شه خلک وی که څنګه؟
نو رسول (ص) ور ته وفرمایل نه پدی خلکو که به شیطانی قوه دومره زیاته شی چی د یو بل د سترګو په حرکت به هم پوهیژی نو فکر کوم موژ هم همدغه زمانی ته نیژدی یا هم پکی قرار لرو ځکه یو د بل په نیمه خبره هم ښه پوهیژو. په تیرو زمانه کی چی خلک نا لوستی وو شاید دا لوی دروغ ورته د منلو وړ وو خو په اوسنی انترنیتی زمانه کی دا خبری نه د ویلو وړ دی او نه د منلو.
دروغ ویل د یو چا د ژوند ژوغرولو لپاره یا هم د مسلمانانو د ښیګنی پاره ستایم ولی هغه دروغ چی دومداره په مجلسونو کی د شخصیت د لوړولو ځان قهرمان ښودلو او یا همداسی نورو لپاره ویل کیژی دیر بد عمل دی دا نوع دروغ یوازی د فلمی ډیالوګ لپاره مناسب دی ولی په حقیقی نړی کی دا نوع دروغ اورونکی نه یوازی ګناه کار دی بلکه خپل شخصیت ته لوی زیان رسوی.
يو کس حضرت محمدٌ ص ته راغي او وویل چې ډېره گناه كوم. حضرت محمدٌ ص ورته وويل دروغ ويل پرېږده. هغه سړی چې چه کوم كار كو نو ځان سره به يې سوچ كاوه چي حضرت محمدٌ که را نه وپوښتي نو زه به څه وايم دروغ خو نه وايم. نو ټولې ناسمې کړنې يې پرېښودې
دروغ ویل نه یوازی لویه ګناه د بلګه په دماغ بدی اغیزی هم لرلی شی، انسان په فطري توګه درواغ ښه نه ګڼې او په دې عقيده دى چې درواغ ويل بد کار دى ،د دماغو بنسټ د رېښتيا ويلو له پاره اېښودل شوى دى، د پېدا کيدو له وخته انسان د رېښتيا ويلو لورته مائل وي، درواغ ويل د انساني فطرت سرغړونه ده او د درواغ ويلو له امله د انسان په دماغو زيات فشار راځي.
پوهان وايي، دروغجن سړی د ګناه احساس کوي، چې له کبله یې انسان ته فشار او اندېښنه پیدا کېږي، ځکه چې د ناوړه عمل احساس کوي، همدا د انسان پر وقایوي سیستم ناوړه اغېز کوي.
پدی هیله چی ددی بدی پدیدی نه لری و اوسیزو.