کور / تازه خبرونه / د كورنيو چارو د وزير الوتكه راولوېده

د كورنيو چارو د وزير الوتكه راولوېده


په مكسيكو كي د يوې نظامي څرخكي د رالوېدو له امله د ګواتيمالا د كورنيو چارو وزير، مرستيال يې او درې نور كسان ووژل سول.
د مكسيكو چارواكو د الوتكي د رالوېدو لامل د هوا خراب والى په ګوته كړي دئ.
چارواكي وايي په دې پېښه كي د ګواتيمالا پر داخله وزير وينيشو ګومز، او مرستيال يې ايډګر يومن سربېره درې كسه نور هم وژل سوي دي.