د امریکا ولسمشر بارک اوباما ويلي دي چې داعش او القاعده اوس هم امريکايانو ته خطر پېښوي خو د امريکا ژمنتيا ته په کتو سره به داعش تر دوی وړاندې تېر شوو ترهګرو څخه درس واخلي او انجام به يې د اسامه بن لادن په څېر وي. اوباما دا څرګندونې نن ملت ته په خپله وروستۍ کلنۍ وینا کې وکړې. نوموړې د وينا پر مهال وويل، په نړۍ کې چې هره يو نړيواله پېښه رامنځ ته کيږي نو د نړۍ خلک چين يا روسيې ته د لارښودانو په حېث نه ګوري بلکې دوی پر موږ [امريکا] غږ کوي. اوباما په خپله وينا کې په هيواد کې پر اقتصادي پرمختګ سربېره يو شمېر نورو داخلي موضوعاتو هم خبرې وکړې.د امريکا ولسمشر بارک اوباما د کانګرېس ګډې غونډې او ملت ته د خپلې وروستۍ کلنۍ وينا پر مهال وويل چې د امريکا لومړيتوب د خپلو وګړو خوندي ساتل او د ترهګرو شبکو په نښه کول دی. نوموړي د داعش او القاعدې په اړه وويل چې اوس هم د امريکايانو لپاره خطر ايجابوي.القاعده او داعش دواړه زموږ د خلکو لپاره مستقيم خطر جوړوي ځکه په نننۍ نړۍ کې په حساب يو څو ترهګر چې نه خپل او نه هم د نورو انسانو ژوند ته ارزښت ورکوي، ډېر لوی زيان رسولای شي. دوی د انټرنېټ له لارې زموږ په هېواد [امريکا] کې دننه د خلکو ذهنونه زهرجن کوي او دوی زموږ ايتلافيان کمزوري کوي.))نوموړي د وينا پر مهال زياته کړه، دا دروغ دي چې داعش د نړۍ د يو لوی مذهب [اسلام] استازيتوب کوي. ده زياته کړه، موږ بايد دوی په هغه نامه ياد کړو چې دوی دي،يعني قاتلان او متعصبين چې بايد په نښه کړل شي او له منځه يووړل شي.اوباما زياته کړه چې د امريکا بهرنۍ تګلاره بايد پر داعش او القاعده متمرکز شي.زموږ بهرنۍ تګلاره بايد د داعش او القاعده لخوا پر خطر مترمرکز وي خو دا پر دې ځای نشې درېدلای. د داعش پرته به هم په منځني ختيځ، افغانستان، پاکستان، منځنۍ امريکا، افريقا، آسيا او د نړۍ په ډيرو برخو کې بې ثباتي په لسګونه کلونه دوام ومومي. په دغو کې ځينې سيمې کېدای شي د نوو ترهګرو شبکو لپاره پټن ځايونه وګرځي. نور د نژادي کړکېچ او قحط ښکار کېدلای شي چې د کډوالو نوې څپه به وزېږوي. خو نړۍ به د دغو ستونزو د حل لپاره زموږ[د امريکا] پر لور ګوري.))نوموړي زياته کړه چې په همدې تړاو د تېر يو کال راهيسې د داعش د مالي سرچينو د بندولو، د دوی د پلانونو شنډولو، د ترهګرو جنګيالو ورتګ درولو او د دوی د ورانکارې مفکورې د له مېنځه وړلو لپاره امريکا تر شپېتو زياتو هېوادونو اېتلاف مشري په غاړه لري.پر دې سربېره ولسمشر اوباما د وينا پر مهال پر ځينو داخلي موضوعاتو هم خبرې وکړې چې يوه يې هم د امريکا د اقتصادي پرمختګ په اړه وه. نوموړي وويل چې امريکا اوسمهال په نړۍ کې تر ټولو پياوړی او زيات پايښتي اقتصاد لري او په تاريخ کې په شخصي څانګه کې د دندو پيدا کولو د اوږده بهير په منځ کې ولاړ ه ده. ده زياته کړه چې په امريکا کې تر ۱۴ مليونه زياتو دندو په پيدا کېدو سره د بېکارۍ کچه نيمې ته راټيټه شوې ده.دا کانګرس ته د جمهور رئیس اوباما وروستی وینا ده خو د اکثرو په وینا به دا ځل په وینا کې راتلونکې ته د امیدوارۍ احساساتو نندارې ته وړاندې شي. جمهور رئیس پدې اړه د یوتیوب د یوې ویدیو له لارې خپلو خلکو ته داسې وویل، «پر کاري دندې باندې د اوه و کلونو په دوران کې زه هیڅکله هم راتلونکي کال ته دومره خوشبینه نه وم لکه اوس چې یم.» د سپینی ماڼۍ چارواکي وایي همدا خوشبینې او مثبت نظر دی، چې ملت ته د جمهور رئیس اوباما په وینا کې نندارې ته وړاندې کیږي. یوازې د ٢٠١٦ دپاره خوشبیني نه، بلکه د راتلونکو څو کلونو دپاره هم.د تیر کال په برعکس چې کله جمهور رئیس اوباما پخپله وینا کې ځانگړي آو مشخص وړاندیزونه درلودل او په هغو کې د پوهنتون د لگښتونو سره مرستی او سایبري امنیت مسلې هم شاملې وې، سپینې ماڼۍ ددې ځل د کلنۍ وینا پر ځانگړتیاو رڼا واچوله. د سپینې ماڼۍ ویاند، جاش ایرنست، دا خوشبیني د مخالف گوند له خوا د منفي پیامونو په وړاندې یو ځواب هم دی. هغه وویل، «هغه شعارونه چې له مخالف لوري یې اوروو . دا پیامونه د مخ په بدلون نړۍ پر ویرې او بدامنۍ متمرکز شوی دي.»
هغه زیاته کړه چې اصلی خبره دا ده چې متحده ایالات د هغو فرصتونو څخه چې پر لارې یې پراته دي، د گټې اخیستنې دپاره د نړۍ تر بل هر هیواد وړاندې دي او غوره موقف لري.
دا ددې معنی نلري چې جمهور رئیس به پخپله وینا کې د دوه زره نهم کال نه راپدې خوا پر خپلو کاري لاسته راوړنو خبرې ونه کړي.جمهور رئیس اوباما پخپلې اونیزې وینا کې هم همدې مسلې ته داسې اشاره وکړه، «زمونږ سودا گریز شرکتونه اوس د څوارلسو ملیون نویو کاري فرصتونو په رامنځته کولو د پرمختگ د لارې اویایمه میاشت طی کوي. د پاکې او شنې انرژی څخه د استفادې دپاره مو تاریخي پانگونه کړې څو د کاربن د لا زیات تولید مخه نیسي.»
دد ې ترڅنگ به اوباما د کیوبا سره نویو اړیکو او ایران سره اتمي موافقې ته د غوره بریاو په توگه اشاره وکړي. خو د جورج واشنگتن د پوهنتون استاد متیو دالیک وایی اوباما به د ترهه گرۍ او داعش په خلاف پر نړیوالو مشکلاتو هم وغږیږي.هغه وویل، «جمهور رئیس به د خپلو ځینو پریکړو څخه دفاع وکړي مثلا د داعش په وړاندې د مبارزې لاری چارې او سوریي او عراق ته د سرتیرو د نه لیږلو له پریکړو څخه دفاع وکړي.»
کورنې امنیت او اقتصآدي پرمختگ
د ملی امنیت په تړاو د خلکو د اندېښنو سره سره سپینه ماڼۍ وایی جمهور رئیس تر دې پخوا د ستونزو په وړاندې د هیواد د دریدلو پر قابلیت هیڅکله هم دومره حاکم نه و لکه اوس چې دی.
او دا به هغه څه وي چې دی به یې ملت ته د خپلې وروستۍ وینا په ترڅ کې په ډاگه کړي.
وروستۍ شوې سروې
په تیره میاشت کې د ان بي سي او وال ستریت جرنل له خوا شوی سروی وایی په هرو لسو امریکاییانو کې اوه وایي هیواد په ناسم لوري خوځیږي.
خو بل پلو خلک بیا په هیواد کې دننه د کورني اقتصآد په برخه کې تر پخوا ډیر امیدوار او پر ځان حاکم او متیقن ښکاري.
ملت ته کلنۍ مهم وینا ددې هیواد او د مشرانو د سیاسي تاریخ مهمه برخه گڼل کیږي.
د کلنۍ وینا تاریخي پس منظر
١.د اولسمې پیړۍ څخه تر اوسه پورې دوام لري
٢.لومړی ځل د جورج واشنگتن له خوا په ١٧٩٠ م کال کې په نیویارک کې وړاندې شوه.
٣. په تحریري او شفاهي بڼې وړاندې شوې دي
۴. پخوانیو جمهور رئیسانو، هري ترومن، ایزن هاور او جیمي کارتر تحریري بڼې کانگرس ته لیږلې دي.
د تکنالوژۍ د پرمختگ اغیز
په لومړي ځل د متحده ایالاتو ٣٠ جمهور رئیس، جان کالوین کولیج خپله کلنۍ وینا په ١٩٢٣ کال د رادیو له لارې خپره کړه.
د پخواني جمهور رئیس، هري ترومن د کاري دورې په موده کې په لومړي ځل په ١٩۴٧ کال کې د تلویزیون له لارې خپره شوه.
بیا په ١٩٦٥کال کې پخواني جمهور رئیس، لیندین جانسن د وینا وخت د ورځې څخه د شپې نهو ته بدل کړ څو زیات خلک یی واوري.
د جورج دبلیو بش په کاري موده کې په دوه زره دوهم کال کې بل نوی تحول دا و چې پوره وینا په ژوندۍ بڼه د سپینی مآڼۍ له ویب سایت څخه خپره شوه.
اوس د جمهور رئیس بارک اوباما د کاري دورې نوې نوښت دا و چې هغه دا مهم پیام ټولنیزو شبکو ته وغزاوه یعنې دا وینا د لومړي ځل دپاره د فیس بوک، تویتر، تمبلر، یوتیوب، او نورو ټولنیزو شبکو له لارې هم خپریږي.
اوس مهال د ان بي سي او وال ستریت جرنل له خوا د کلنۍ وینا په ترڅ کې د جمهور رئیس څخه د رضآیت د کچې په اړه شوې سروې څرگندوي چې په هرو لسو امریکاییانو کې اوه وایي هیواد یې د نړیوالو پالیسو په برخه کې سم لورته حرکت نه کوي.
خو کله چې د کورني اقتصادي پرمختگ خبره را ولاړه شي نو امریکاییان له اقتصآدي لحاظه ځان خورا ډاډه، پر ځان حاکم او راتلونکې ته امیدواره ویني.
کلنۍ مهمه وینا کله ځنډول شوې ده؟
هو، دا وینا د امریکا په تاریخ کې یوازې یو ځل ځندیدلې ده او هغه هم په نولسوه شپږ اتیایم کال کې و.
پخواني جمهور رئیس رانلد ریگن ملت ته خپله کلنۍ وینا، چې ټاکل شوې وه د هماغه کال د جنوری په اته ویشتمه وړاندې شي، وروسته له هغې وځنډوله چې د چلنجر په نوم امریکایی فضآیی بیړۍ فضآ ته د سفر په لومړیو دقیقو کې وچاودیده.
آیا داسې جمهور رئیس هم شته چې کلنۍ وینا یې نه وي وړاندې کړې؟
هو، یوازی دوه جمهور رئیسان، یو پخوانی جمهور رئیس، ولیم هنري هریسن، و چې خپله کلني وینا یې نده وړاندې کړې ځکه چې هغه ١٨۴١ کې پداسې حال کې مړ شو چې د کاري دندې څخه یی یوازې دودیرش ورځې تیرې شوې وې.
او بل هم جیمز گارفیلد و چې په ١٨٨١ کې په یوې دسیسې په ترڅ کې پداسې حال کې ترور شو چې پر دندې باندې یی یوازې یو سلو نهه نوي ورځی تیرې کړې وې
د ځانگړو میلمنو د بلنې دود
پخوانی جمهور رئیس رانلد ریگن د لومړي ځل دپاره ١٩٨٢ کې د خاصو میلمنو د بللو دود پیل کړ چې تراوسه پورې دوام لري. ددې څخه هدف دا دی چې جمهور رئیس د خپلی وینا په ترڅ میلمنو سره په تړاو پر مهمو ټکیو او مسلو ټینگار وکړي.
ددې ځل موخې
دا ځل جمهور رئیس اوباما د میلمنو دپاره ځانگړی یوه چوکۍ ددې دپاره تشه پریږدي څو د وسلو په تړاو د تاوتریخوالي ناورین ته د خلکو او کانگرس پام واړوي. همدارنگه به د میرمنو میشل اوباما سره بل ځانگړی میلمه یو سوریایي مهاجر وي څو لدې لارې د کانگرس هغه غړي چې امریکا ته د سوریایي مهاجرو د راتگ سره مخالفت لري، دغه کار ته وهڅول شي.