افغان ولس د تير ۲۰۱۴ کال اقتصادي، سياسي او په ځانګړي توګه له امنيتي ننګونو تر پزې راغلی و او ټول ولس په ډیر شوق او هيله مندۍ د ولسمشرۍ په ټاکنو کې برخه واخيسته. ولس د خپلې ښې، روښانه، با امنه او په ځان بسيا کيدونکې راتلونکې په خاطر د رايي صندوقونو تر شا ودريد او هر رنګه تحديد ته يي غاړه کيښوده. ولس د خپلې ښې راتلونې په موخه په تيرو ولسمشريزو ټاکنو کې سترۍ قربانۍ ورکړې. ګوتې يي پرې شوې، وګواښل شول، وډبول شول او….
ولس د ګډ حکومت د دواړو مشرانو په ګرو کې نه و چې حتما يي باید په ټاکنو کې ګډون کړی وای خو دوی يوازې د يوې ښې راتلونې په موخه په ځانونو هر راز ربړونه ومنل او اشرف غني او عبدالله ته يي رايي ورکړې. خو له بده مرغه چې دغو دواړو ښاغلو د ولس هيڅ قرباني او سرښندنه په نظر کې ونه نيوله او د دريمګړي په لارښوونه يي دوه سره حکومت جوړ کړ. دولس هيلې يي له هماغه لومړۍ ورځې په اوبو لاهو کړې او د دوی په رايه يي معامله وکړه. ولس؛ د دوی په رايه د دواړو ښاغلو له لوري کړې معامله هم وزغمله او يو ځل بيا يي قرباني ورکړه او دوه سره حکومت يي ومنو. هغه هم په دې خاطر چې ګويا د ملي وحدت حکومت به د دوی هيلي تر يو اندازې په رښتیا بدلې کړې خو له بده مرغه چې نه يوازې د ولس هيلې ترلاسه نه شوې بلکه د دوی د هيلو خلاف کړنې ترسره شوې.
د ملي وحدت د حکومت په واکمنۍ کې افغانانو ۲۰۱۵ م ز کال په سختۍ سره تېر کړ. دغه کال په امنیتي، اقتصادي او ټولنیز لحاظ ستونزو نه ډک و او ګڼې پېښې په کې وشوې. په مرکز کابل او نورو ولایتونو کې د کار د پيداکولو په موخه د خلکو اعتراضونه او په سلګونو زره هيوادوالو له هېواده تېښته، د هيواد اقتصاد له رکود سره مخ کيدل، د ولس او دولت تر منځ د واټن پیدا کيدل، په وروستيو کې د داعش د پديدي حضور او بې رحمانه ظلمونه، د لويو لارو څخه د مسافرو برمته کېدل او د سرونو پرې کول، د ځينو ولايتونو د ځينو ولسواليو د سقوط تر څنګ د کندز ښار سقوط، په خپلې راتلونکې د خلکو بې باوره کيدل، پراخ اداري فساد ، د فقر د کچې نه راټيټيدل او سياسي بې ثباتي؛ هغه څه دي، چې د ملي یووالي حکومت ولس ته د ۲۰۱۵ کال د ميراث په توګه ورکړل.
افغان چارواکي؛ د سیمه ییزو همکاریو غونډه یا ریکا او د ټاپې د ګازو نل لیکې د پروژې نهايي کېدل، د نړيوال بانک له لوري افغان دولت ته د ټاکل شوې کلني عايد څخه زيات عايد راټولول؛ د خپلو اقتصادي لاسته راوړنو څخه يادوي. حال دا چې د ټاپي پروژې کار خو آن د طالبانو له واکمنۍ راهيسې روان و چې دا هم د تيرو دولتونو په لاسته راوړنو کې حسابيږي. همداشان د نړيوال بانک لخوا تر ټاکلې اندازې لوړ عايد راټولول هم د دولت په لاسته راوړنو کې نه حسابيږي. ځکه دغه عايد د دولت له لوري د يوې جوړې شوې فابريکې، کارخانې او يا هم د معدن د رایستلو په نتيجه کې نه دی ترلاسه شوی بلکه دا هغه پيسې دي چې د ولس له جيبه شکول شوې دي. دا د ټليفون په کریډيت کارتونو د لس سلنې ماليي راټولې شوې پيسې دي چې له بده مرغه د وروستيو راپورنو له مخې دغه پروسه هم رڼه نه ده او اختلاس په کې شوی دی.
بل پلو ولسمشر څو ځلي ويلي چې هېواد یې له تجزيې ژغورلی، خو دا يی نه دي ويلي چې چا، کله او څه ډول افغانستان تجزیه کاوه او ده یې څنګه مخه ونیوله. دچارو یو شمېر شنونکي وايي، ولسمشر باید دخپلو هغو څرګندونو په اړه وضاحت ورکړي چې په بیا بیا یې ویلي، سږ کال یې دافغانستان دتجزیې مخه ونیوه. ځکه طالبان وايي، دوی هېڅکله دافغانستان تجزیه نه ده غوښتې، بلکې دافغانستان دنظام له منځه دهېواد دتجزیې خبرې راپورته کېږي.
افغان دولت ته په کار ده چې د فقر او نورو بدبختیو څخه د ولس په امان کې ساتلو لپاره په ۲۰۱۶م ز کال کې زراعتي سکټور ته وده ورکړي. همداشان د امنيت د ټينګښت په موخه د هوايي قوې پياوړي کولو لپاره بايد کار وشي. ځکه د ولس لومړنۍ غوښتنه په راتلونکي کې امنیت او کارموندنه ده.
لیکنه : خوشحال آصفي