لیکوونکی : تشیو تشین لین
پښتو کوونکی : یوسف هېواددوست
یوه ورځ یو کب نیوونکي ، یو ډېر غټ کب نیولی و، هغې پيشو چې خوا کې یې ناسته وه ، په حیرانتیا سره ، ورته وویل : (( دا کب نیول څومره آسانه کار دی ! )) .
کب نیوونکي ورته وویل : (( د ا څه دې وویل ؟ تا وویل چې کب نیونه کوم آسان کار دی ؟ که ته داسې ګومان کوې ، نو راځه چې ویې آزمویو .)).
پیشو وویل : (( ولې نه ، همدا اوس یې باید و آزمویو .))
وروسته بیا نو پیشو د ویالې څنګ ته راغله او خپله لکۍ یې اوبو کې غوپه کړه .لږ وروسته چې له دغو اوبو څخه یو غټ کب تېرېده ، نو د پیشو لکۍ یې ولیده او فکر یې وکړ چې ګواکې دا یو ښه غټ چینجی دی .کب ډېر خوشاله شو او د پیشو لکۍ یې وچیچله .پیشو له ځان سره وویل چې (( څومره غټ کب دی ! )) .ویې غوښتل خپله لکۍ له اوبو څخه راوباسي ، خو احساس یې وکړ چې لکۍ یې درد کوي او ډېره درنه شوې .هرڅه یې وکړل چې لکۍ له اوبو راوباسي ، نه یوازې ویې نشو کولای ، چې کب هغه دننه اوبو ته ورکاږله .پيشو په نارو سورو بیل وکړ او چیغې یې وهلې .کب نیوونکی د پیشو څنګ ته ورغی چې ویې ژغوری او په خندا یې ورته وویل : (( و دې لیدل .کب نیونه هغومره هم آسانه نده لکه چې تا یې ګمان کاوه . څنګه ؟))
سره له دې چې نږدې و چې پيشو ډوبه شی ، خو بیا هم لا تر اوسه به دې نه ده پوهېدلې .نه ګورې چې پیشو تل د دېوالونو پر سر کېني او خپل باڼه یو پر بل اچوي اوسترګې پټوي ، ځکه فکر کوی او له ځان څخه پوښتنه کوي چې : (( ولې ځینې کارونه اسانه تر سترګو کیږي ، خو کله چې غواړمه ترسره یې کړم ، ډېر ګران او سخته شي …؟))