د ماشوم ادبیات
لنډه کیسه لږ حوصلې موږک د تشیو تشون لین لیکنه
پښتو کوونکی : یوسف هېواددوست
په یو پټي کې یو داسې موږک اوسېده چې ټول اوړی یې په لوبو او خنداګانو تېر کړ
،او په ژمي کې نږدې و چې له ولږې مړ شي .کله چې پسرلی راورسېد موږک وپتیله
چې دا ځل نو د خپل ژمي لپاره یوڅه خواړه سپما او زېرمه کړي .په همدې اند له خپلې
جونګړې د باندې راووت او خپل وچ ډاګ پټي ته یې وکتل .فکر یې وکړ ،ښه فکر یې
وکړ او څرنګه چې ټېپر یا شلغم یې ډېر خوښېدل ، نو دې پایلې ته ورسېد چې ټېپر یا
شلغم وکري .پټی یې ښه ښایسته پر بل مخ راواړوو او د ټېپرو یا شلغم تخم یې پکې
وکاره .له څو ورځو وروسته د موږک پټی له شنو پاڼو څخه ډک شو ، خو موږک،
ډېره لږه حوصله درلوده او له ځان سره یې وویل : (( دا څه کوچنۍ پاڼې ! زه به
نور څومره دې ته په تمه پاتې کیږم ؟ )) ، او وروسته بیا د خپل یو ملګري، سپین سوۍ پټي ته ورغۍ .د سوۍ په پټي کې یو ډول واښه راشنه شوي ول چې ډېرې کلکې پاڼې یې درلودې . موږک له سوۍ څخه پوښتنه وکړه چې : (( زما ملګریه ! تا په خپل پټي کې دا څه کرلي دي ؟ )) .سپین سوۍ ځواب ورکړ چې : (( چینایي کرم ، ګوره څنګه کلکې پاڼې لري ! )) .
موږک د دې خبرې په اورېدو سره ، د ټېپرو یا شلغمو له کرلو پښېمانه شو او له ځان سره یې وویل : (( باید کرم، وکرم ،هغه هم چینایي کرم چې ډېر ژر سر راپورته کړي .)) .موږک په منډه خپل پټي ته راستون شو او د بزګرۍ په کوچني بېل سره یې د ټېپرو ټولې کوچنۍ پاڼې وشکولې او پر ځای يې چینایي کرم وکرل .
څو ورځې تېرې شوې او تنکیو پاڼو د خاورو له تل څخه سر راپورته کړ او له لږې مودې وروسته د کرم پاڼې ښکاره شوې .سره له دې چې د کرم پاڼو د ټېپرو د هغو په پرتله ژر وده کوله ، خو لږ حوصلې موږک لا هم قانع نه و .
یوه ورځ یې د بیزو په پټي سترګې ولګېدې ، له بیزو څخه یې وپوښتل : (( جناب بیزو جانې ! تاسو په خپل پټي کې څه کرلي ؟ )) .بیزو خپل سر پورته نیولی و او ورته یې وویل:(( جوار ! ګوره څومره ښه وده کوي ، سږکال به له خیره له تمې زیات جوارلاسته راوړم ! )).
لږ حوصلې موږک د کرمو له کرلو هم پښېمانه شو او له ځان سره یې وویل : (( زه څومره یو بدمرغه موږک یم ، که له هماغه لومړي سر څخه مې جوار کرلي وای ، نو اوس به مې یوه نړۍ جوار درلودلی ! )) .
موږک ډېر ژر خپل پټي ته راغی اوټول چینایي کرم یې له بېخه راووېستل او پر ځای یې د جوارو کرل پیل کړل .کوچني جوارو لا ډېره وده نه و کړې، چې ډېر ژر ټول یخ ووهل.
لږ حوصلې موږک، ډېره خواري وکړه خو هېڅ یې هم لاس ته رانغلل او دې ته اړ شو چې بېرته خپلې کوډلې ته وروګرځي چې هلته یو ځل بیا له ولږې سره سیالي وکړي . پای