کور / شعر / غزل

غزل

ليکوال، ژورناليست او شاعر ښاغلی ميرويس افغان


چې پر ګودردې خپل منګى رامات کړو
زما په زړه کې دې اغزى رامات کړو


سلام مې ستا پښتني حسن ته دى
په يونظر چې دي سړى رامات کړو


سره شوه او شنه شوه بيا يې داوويل
ظالمه ولي دې بنګړى رامات کړ


ماورته وويل چې مه قهرېږه
ستامې بنګړى زمادي زړگى رامات کړ


ستا په ماڼيو دې هم اور پوري شي
زموږ پر سيمه دې لوګى رامات کړو