اې سپيني واوري سپين لمنې
ولي نه اورې زموږ پر کلي
منم چي لاره دي اوږده ده
پر هسکه وريځه دي دېره ده
خو راسه راسه واورېږه
په خپلو ستورو وځلېږه
پرېوزه پر بوټو ښه يې اوبه کړه
تر سپين غلاف لاندي يې بېده کړه
ماشومان ټول په انتظار دي
ناني چيګان يې ستا پر لار دي
چي یخه پخه واوره راسي
پر مځکه، غر خوره ښکلا سي
راسه زموږ پر کلي راسه
بيا هر څه سپين کړه راسه راسه
اې سپيني واوري سپين لمنې
ولي نه اورې زموږ پر کلي
د ۲۰۱۵م کال د جنورۍ لومړۍ نېټه، بون
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د احمدولي اڅکزي د وېبلاګ څخه په مننه
د ماشومانو له پاره دغه او نور مطالب پر kochnai.com هم لوستلای سئ.