کور / تازه خبرونه / د انډونيزيا الوتكه ولوېده، ۱۸ سپرلي يې مړه سول

د انډونيزيا الوتكه ولوېده، ۱۸ سپرلي يې مړه سول

د انډنيزيا د جاوا جزيرې څخه الوتې طياره چي څو ساعته مخكي وركه سوې وه، چارواكي وايي د جاوا جزيرې په لوېديځو ځنګلونو كي لوېدلې ده.
د انډونيزيا د هوا نوردۍ اداره وايي په الوتكه كي ناست ۱۸ كسان ټول وژل سوي، چي پنځه يې د الوتكي عمله او ۱۳ يې سواريان وه.
په لوېدلې الوتكه كي ناست ۱۲ كسان پوځي او شپږ يې ملكي چارواكي وه، چي درې پكښي بهرنيان دي.
 له بهرنيانو څخه يو برتانوى، بل هندى او دريم يې د سنګاپور  اوسېدونكى دئ.
د هوانوردۍ چارواكي وايي په C-212 پوځي الوتكه كي ناستو كسانو د همدې ځنګلونو عكاسي كوله چي يودم د رادار له كشف څخه ووتله.