د امريكا د ټكساس ايالت د هوايي قواوو مشر كرنل سيمول لوفټن ځكه په نهه كاله بند محكوم سو، چي د سركاري ټراول كارډ څخه يې په شخصي معاملاتو كي كار اخيستى دئ.
امريكايي رسنيو خبر وركړ، چي نوموړي د دې پيسو د ترلاسه كولو دپاره حكومت ته جعلي بيلونه هم وړاندي كړي وه.
پر نوموړي لګېدلي تورونه ثابت سوي او محكمې د نهه كالو بند ترڅنګ ۱۴ زره ډالره نغده جريمه هم پر ايښې ده.
ويل كېږي كه نوموړى جريمه پرې كړي، يو كال بند به يې كم او اتو كالو ته به راټيټ سي.