له بده مرغه اوسمهال افغانستان داسې یو هیواد دی چې چارواکو او زورواکو یې د ملي بنسټونو او امکاناتو د قبضه کولو تر څنګ ولس، پولیس او عامه خدمت کوونکي هم په انحصار کې نیولي دي. دلته د چارواکو او زورواکو لخوا د قانون ماتونه په یو فرهنګ او قانون بدله شويده. په ډیری ځایونو کې خو دوی په خلاص مټ خپل مافیایي کارونه ترسره کوي او هیڅوک دا جرأت نلري چې مخ ته یې ودریږي؛ خو کله که د هیواد یو رښتونی بچی د دوی د مافیایي کاروبار پر وړاندې خنډ شي او مخنیوی یې وکړي نو بیا د داسې حالت ته ډبوي چې له مرګه یې حالت بدتروي. داسې بیلګې ډیری دلته شتون لري. همدا څو ورځې وړاندې په ولسي جرګه کې د خلکو د استازي ظهير سعادت ساتونکو د کابل ښار په تايمني کې د څلورمې امنيتي حوزې ۳ تنه امنيتي سرتيري وډبول. ظهیر سعادت چې څو ورځې وړاندې یې په پارلمان کې د افغانستان یو خاص قوم ته د انتحاري او انفجاري خطاب کړی و؛ ځوی يي وروسته له هغه چې يوه کراچۍ والا يې وواهه د پوليسو له لوري يې مخه نيول شوې وه چې وروسته د ظهير ساتونکو پولیس ډیر په بې رحمانه توګه وهلي دي. پوليس وايي چې د ظهير سعادت ځوی په ښار کې له يوه کراچۍ والا سره لانجه وکړه او هغه يې وواهه نو امنيتي سرتيرو د ظهير ځوی ونيوه او پوستې ته يې راوست، خو کله چې ظهير سعادت پوستې ته راغی له ساتونکو په مرسته يې سرتيري سخت ووهل. دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې د لوړ پوړو چارواکو له لوري پوليس ډبول کيږي بلکه له دې وړاندې هم څو ځله دولتي لوړ پوړو چارواکو او زورواکو امنيتي سرتيري وهلي دي. دلته ډیری وختونه پولیس د خپل مسوولیت د ادا کولو په خاطر د چارواکو او زورواکو له لوري ډبول کیږي چې ځینې وختونه بیا ډبول شوی پولیس په نمایشي توګه د حکومت له لوري تقدیر کېږي. په تېرو کلونو کې په ځلونو د زورواکانو او جګپوړو چارواکو ساتونکو هغه پولیس ډبولي چې د دوی د غیرقانوني اقداماتو او ترافیکي سرغړونو د مخنیوي هڅه یې کړې ده.
څو ورځې وړاندې د ګډ حکومت د مشر دویم مرستیال سرور دانش ساتونکو هم د احمد ایمل قادري په نوم پولیس په کابل ښار کې په دې خاطر ووهلو چې ده یې په ناسمه لار د تګ مخه ونیوله. بیا ولسمشر په دې خاطر چې د خلکو له تند غبرګون سره مخ نشي په نمایشي ډول یې وهل شوی سرباز وستایه. د ډیرو په نظر د ولسمشر لخوا د وهل شوي سرباز ستایل او د سرور دانش د ساتونکي له دندې ګوښه کول پر ځای اقدام دی، خو د ډیری نور ولس باور ولسمشر په دې وړو او نمایشي کارونو ځان مصروفوي او اصلي د ولس غټې غوښتنې یې په نظر نه راځي. ولس وایې دا فکر کوي چې په دې مایکرو مینجمنټ به اصلاحات راولي، خو داسې نه ده؛ ولسمشر باید په اساسي او تغیر راوستونکو شیانو کې دا تګلاره خپله کړي. ولس د غني د دولت مثال د یوې سورۍ بیړۍ سره تشبیه کوي چې واړه واړه سوري پکې وي او د یو لوی طوفان پر لوري روانه وي، خو د ګډ حکومت مشران د دې په ځای چې بیړۍ له طوفانه راواړوي په وړو سورو بندولو مصروف دي.
په تېرو کلونو کې په ځلونو د زورواکانو او جګپوړو چارواکو ساتونکو هغه پولیس ډبولي چې د دوی د غیرقانوني اقداماتو او ترافیکي سرغړونو د مخنیوي هڅه یې کړې ده. دلته د زورواکانو لخوا د پولیسو او عامه خدمت کوونکو ډبول یوه عادي خبره ده، څه موده وړاندې د احمدشاه مسعود په لمانځغونډه کې ځینو کسانو د ابن سینا روغتون یو ډاکټر مرګ ته وهلی ډبولی و، له هغه وړاندې په تیر حکومت کې د وردګو د والي ساتونکو د حج اوقافور ریس په شمول څو ریسان وهلې ټکولي و. همداشان ډیری پیښې.
د دې ټولو ناقانونیو او زور چلولو اصلي سرچینه کمزوری حکومتي سیستم او ناکاره مدیریت دی. که چیري ګډ حکومت په رښتیا د ولس غم خوړونکی وای او قانون یې خپل معیار ګڼلی نو هیڅکله به کوم چارواکي یا زورواکي د قانون له سرو کرښو پښه نه وای اړولې. دلته قانون یوازې په غریب، مسکین او بیچاره باندې تطبیقیږي، چارواکي ځانونه له قانونه لوړ او قانون ځانته تابع ګڼي، دلته له ولسمشره نیولی، مرستیالان یې، اجرایوي ریس سره د مرستیالانو یې، وزیران یې، والیان، ریسان یې، د ولسي او مشرانو جرګي غړي او آن تر یو عادي دولتي کارکوونکي؛ ټول ځانونه من ګڼي، هیڅوک قانون ته د قانون په سترګه نه ګوري او هر څه یې د ځان لپاره روا کړي آن د مظلوم ولس وهل، ډبول او ګواښل. تر هغې چا قانون په له پاسه تطبیق نشي؛ ورځ تر بلې بدتري شته او بهتري به نه وي.
لیکنه : خوشحال آصفی