راپور: شاه الرحمن ځواک
مخکتنه،مشاعره، او ټنګ ټکور
د پانوس پتنګانو د خپلو نوبتي غونډو او کلنۍ مشاعرو څخه پښه واړوله او لمړۍ ځل یی د ځوان هنر د هڅولو په پار په ډنمارک کې د سوزونو او سازونو شاعر انجینر عیسی بهرام شعري ټولګه (د ارغچ چینه) کتاب مخکتنه وکړه.
د مخکتنې تر څنګ مشاعره او سندریزه میله وشوه
ددې کتاب د مخکتنې غونډه د شنبې په ماسپښین دری بجی کوپنهاګن کې د پانوس پتنګانو له لوري د عبدالمالک بیکسیار په وینا داسې مهال پیل شوه، چې د اروپا له مختلفو هیوادونو څخه شاعرانو، لیکوالانو، هنرمندو او د شعر مینه والو پکي پراخ ګډون کړی وو، تر ماښام ناوخته پوري یې دوام درلود.
په دغه غونډه کې ګڼ شمیر لیکوالانو، شاعرانو او د نظر خاوندانو د عیسی بهرام په شعري ټولګي باندي مقالي او ویناوي واورولې.
غونډه د پلان سره سم د خواجه ریاض الله په تلاوت پیل شوه، عبدالمالک بیکسیار د دریځ چاري سمبالولي.
هیواد شیرزاد ته یې بلنه ورکړه تر څو د عیسی بهرام ژوند لیک ولولي، د شعري او هنری ژوند تر څنګ یې په شخصی ژوند پراخی خبري درلودي، له خوږیاڼو د کابل تر پوهنتونه او بیا د مسکو له اینجنرۍ پوهنځې یې تر ډنمارکه وڅاره
آن له دې یی هم خبر کړو چې د عیسی بهرام له بینډیو پرته هره غذا خوښه ده او شپږ پنځوس نمبره بوټان په پخپو کوي.
چک جمهوریت څخه راغلې د آزادی راډيو تکړه ژورنالست او د نښترو شاعر ښاغلي اجمل اند دریځ ته له غوښتلو سره د ارغچ چینه وڅپړله د انجنر بهرام په شاعرې یې هر اړخیزي خبري وکړي
او په ډيره ځيرکتیا یې د اوریدونکو او مینه والو تنده له همدې چینې خړوبه کړه چی مقابل کې د غونډی ګډونوالو په تود هرکلی بدرګه شوه.
اند د پښتو ژبې او د پښتنو د سیمې د تاریخ ثبوت د امیر کروړ، خوشال خان او د نورو شاعرانو د شعر په قدامت حواله ورکړه.
ګلمانشاه ودیر ساپی په ارغچ چۍ د عیسی بهرام کلی کور دی هر اړخیزه ځغلند نظر وکړ، هغه چینه یې انځور کړه د اوبو د خوږوالې تر څنګ یې د یادي سیمۍ په جغرافیایی حالت خبري وکړی او د عیسی بهرام د شاعری دا چینه یې ګډونوالو ته وپیژنده.
عبدالمالک بیکسیار چې ویاندوي کوله، تر څنګ یې دا جالبه وکړه چې ځان ته یی په خپله دریځ ته بلنه ورکړه او د بهرام د ازادې شاعرۍ (نظم) د شنې ورشو ننداره په خوږ انداز او علمی بڼه ګډونوالو ته ډالۍ او وڅپړله.
محمد صدیق ننګ د بهرام د شعر او شخصیت تر څنګ د ارغچ چینه په کتاب پراخي خبري درلودي.
د اروپا له مختلفو هیوادونو څخه د کلتوري، فرهنګی ټولنو استاذو په نوبت یوسف هیواد دوست، حبیب الله غمخور، عزیز الرحمن شریفي، فرید ځدراڼ، هادی رودوال، او مطیع الله روفي د خپلو ټولنو په استاذیتوب پیغامونه ولوستل.
د عیسی بهرام د پوهنتون د دوري ملګري انجینر صاحب میرویس زړن چې د هالنډ له هیواده راغلې وو د بهرام په تحصیلي ژوند، ملګرتیا وغږیده ،او د لیلي خوږی خاطري یی له ګډونوالو سره شریکي کړی.
کیسه لیکونی آصف سلطانزاده د یادې غونډي ارزونه وکړه دا غونډه یې د راتلونکی نسل په خاصه توګه ځوانانو ته ګټه وره وبلله، راتلونکې کې یې د داسې غونډو په تکرار او د ځوانانو په ډيره ونډه تاکید وکړ.
د غونډي دوهمه برخه چې مشاعره وه د ولایت خان او اغلې زرلښت حبیب په ویاندوی پرانستل شوه
چې د شعر په بدرګه به یی دریځ ته په نوبت شاعران غوښتل
د چک له جمهوریت څخه راغلی شاعر اجمل آند د مشاعری لمړې او اخرنې شعر ویلو ویاړ درلود .
عبدالمالک بیکسیار، سفر خواریکښ، ګلمانشاه ودیر ساپی، صدیق ننګ، ډاکټر صاحب رحیمي او جواد جان ډنمارک میشتي شاعران وو، هر یو په نوبت خپل شعرونه ولوستل.
له جرمني څخه مطیع الله روفي او حیران شینواري خپل شعرونه وویل.
او له سویډن څخه هیواد شیرزاد، هلمند یاد او نیاز محمد پیاوړی خپل شعرونه واورول.
په مشاعره کې جالبه برخه دا وه چې خپله عیسی بهرام په مشاعره کې د شعر ویلو څخه محروم شوې وو چې د ګیلي په ډول یې دریځ کې یادونه وکړه، خو دا مهال پوي شو چې ملګرو په شعوري ډول ورسره ټوکه کړې وه او مشاعره کې ېې وخت نه وو ورکړي .
د غونډي وروستۍ برخه ټنګ ټکور ته ځانګړۍ شوې وه
چې د دلسوز استاد په سور او تالونو پیل شوه او د امان الله امیري، کبیر امیري، همایون صاحبزی، قدوس رحمتزی،عمر دلسوز، فیض الله امیري، او وړوکی حمزه جان د سندرو په انګازو تر پایه بدرګه شول.
په وروسې شیبو کې د عیسی بهرام وړکې لور شمله یو ځل بیا د بخت زمینی یاد تازه کړ د شمله په حنجره کې د بخت زمینې غږ وچاودیده، د هغۍ قتل شوې غږ ته یې ساه وبخښله او په همداسې یو جادوګر غږ کی یې دوه سندري یو د بل پسي وشړنګیدي.
او د عیسی بهرام په منني غونډه پای ته ورسیده