د پنجشنبې په غرمه د كابل او كندهار پر لويه لار د موټرانو په ټكرېدو د لومړنيو معلوماتو له مخي ۲۳ تنه مړه او تر دېرش زيات ټپيان سول.
د عيني شاهدانو په وينا لومړۍ خونړۍ پېښه د زابل ولايت ته نيژدې د باكلزيو په سيمه كي هغه وخت رامنځته سوه چي اول يوه سراچه او ټونس موټر سره ټكر سول او وروسته يو ۳۰۳ مسافر وړونكى بس هم پكښي وجنګېد، چي درنه مرګ ژوبله يې واړول.
د سيمي امنيتي پوليس وايي تر پيښي وروسته يې ټپيان او مړي د زابل ولايت روغتون ته انتقال كړي دي.
پر همدې لاره په يوه بله ورته پېښه كي د كندهار دامان ولسوالي ته نيژدې هم دوه ټونس موټران سره جنګېدلي چي مرګ ژوبله يې اړولې ده.
د كابل او كندهار پر لويه لاره دغسي پېښي اكثره وخت رامنځته كېږي، چي د چارواكو له خوا يې علت د موټروانانو بې احتياطي او د ټرافيكي قانون نه مراعتول په ګوته كېږي.