کابلبانک او د بلقیس کیسه
داکتر فاروق أعظم
شیرخان فرنود او خلیل الله فیروزی د کابلبانک دوه هغه پوروړي دي چی د نوموړي بانک د ۹۲۰ ملیون دالرو په غلا کی ددوی برخه درلودل ستري محکمی ثابت کړی او هر یو یی په ۱۵ کاله بند او د غلا سوو پیسو په استرداد محکوم کړی وو
شیرخان فرنود اوس آزاد ګرځي او خپل کاروبار کوي. خلیل الله فیروزي پر ۵ نومبر ۲۰۱۵ په داسی حال کی په تلویزونو کی را ښکاره سو چی د ښار جوړولو د وزیر (سعادت نادري) سره یی د سمارټ سټي په نوم د یو ښارګوټی د جوړولو قرارداد لاسلیک کاوه. د اعلان مطابق، دولت و ښاغلي فیروزي ته د کابل د هوایی میدان سره ۶۷ جریب مځکه د ښارګوټي د جوړولو لپاره ورکوي، هغه په سوو ملیونه ډالره چی فیروزي غلا کړيوه معاف او بانک څه نوره مرسته هم ورسره کوي چی د ښارګوټي په جوړولو کی کار ځینی واخلي. کله چی دغه ښارګوټی جوړ او کورونه یی پر خلکو خرڅ سول، ښاغلی فیروزي به ددغه سرمایه ګذاری له ګټي څخه د بانک پور اداء کوي. د دولت ډیرو عالی رتبه چارواکو ددغه قرارداد د لاسلیک په مراسمو کي د حضور افتخار درلود. مثلا، د ښه حکومتولی (؟) په چارو کی د جمهور رئیس خاص استازی (ضیاء مسعود)، د جمهور رئیس حقوقي مشاور (عبدالعلی محمدي) چي په خاصه توجه یی دغه ابتکار رامنځته سوی وو او د مشرانو جرکی لومړی مرستیال (محمد علم ایزدیار).
ددغه خبر په اوریدو سره خلک حیران سول چی د کابلبانک د چور افشاء دولت ته یو شرم او چاره یی بل شرم. خلکو ناری کړی چی همدا اوس افغان دولت د نړی په کچه په فساد کی دوهم هیواد دی. دغه ډول په لوړه کچه علني فساد به یی درجه نوره هم لوړه کړي. ځینو دا خبر په فساد کی د ارګ ابتکار او نبوغ ووایه چی حتما د کوم متفکر مغز څخه راوتلی دی. ځینو بیا په نړیواله سطحه د فساد یوه نوی تیوري وبلل چی باید پراخي څیړني پر وسي. چا په دغه معامله کی دولت، چا اشخاص، چا څوک او چا څوک ملامتول. خلکو راز راز سؤالونه کول. خو څوک نه وایي چی دا لنډغر د چا په زور داسي غره ګرځي. دا څوک دی چي هره ورځ پارلمان، قضاء او حکومت سپکوي؟ دا چا زموږ پر مظلوم ولس ۱۴ کاله غله، مفسدین، داړه ماران، د بشر د حقوق ناقضین او قاچاقبران د وسلی او پیسی په زور حاکمان کړيدي؟ دلته زما د سلیمان (ع) او بلقیس کیسه رایاد سوه.
سلیمان (ع) د خپل وخت پیغمبر او شهنشاه وو. د سبا د سیمي پاچا (بلقیس) ته یی احوال وکړ چی دده دعوت ومني. بلقیس خپل د دربار اعیان او د قوم مشران وروغوښتل او د سلیمان (ع) اراده یی ورته ابلاغ کړه. قوم یی ورته وویل چي موږ تر سلیمان قوي او د بریو تاریخ لرو. موږ د هغه دعوت نه منو او که جنګ کوي، ورته تیار یو. بلقیس خپل قوم ته وویل: تاسی احساساتي فیصله مه کوی؛ پر موضوع څه غور وکړی. تاسی لومړی معلومه کړی چی سلیمان هغسي چی ادعاء کوي رشتیا پیغمبر دی او که د نورو د مځکو د نیولو حریص استعمارګر؟ که پیغمبر او د خدای استازی وي، نو بیا موږ جنګ نه سو ورسره کولای او دعوت یی منو. خو که استعمارګر او د نورو د ملکونو د نیولو وږی پاچا وي، بیا جنګ ورسره کوو. استعمار ګران ظالمان دي او جنګ ورسره د حق دفاع ده.
د قوم مشرانو ورته وویل چی موږ به دا څنګه معلوم کړو چی آیا سلیمان د خدای (ج) پیغمبر دی او که استعمارګر ځواک. بلقیس ورته وویل: زه یو هیئت د سلیمان خوا ته لیږم چی معلومات راوړي چي سلیمان څنګه حاکم دی؟ هغی د استعمارګر خصوصیت داسی بیان کړل: کله چی استعمار ګران د نورو خلکو ملکونه ونیسی، نو په ولسونو کی یی فساد خپروي؛ د کار اهل او درانه خلک له صحنی باسي او ذلیل کوي یی؛ او دا کار یو وار نه بلکی باربار کوي ( ان الملوک اذا دخلوا قریة أفسدوها. و جعلوا أعزة اهلها أذلة و کذالک یفعلون ـ النمل: ۳۸). استعمار نا اهله، غله او ارزال پر مستعمره قوم مسلط کوي. د پیسو او وسلو په زور یی د ولس پر سر حاکم ساتي او په ټولنه کي هر راز فساد خپروي. استعمارګر خلک په ځان اخته کوی چی ده ته یی پام نه وي، ولس په کاذب امید کي ساتي او د هغوی د غولولو په منظور کله کله د چارواکو څیری بدلوي. خو د څیرو په بدلون سره د خلکو ژوند مثبت بدلون نه مومي. و کذالک یفعلون ـ دوی همدا تکراروي.
کله چی هیئت ولاړ او بیرته راغی، نو بلقیس ته یی راپور ورکړ چی د سلیمان په پاچهی کی قانون حاکم، عدالت اجراء او کار اهل ته سپارل سوی وو. بلقیس قوم ته وویل چی موږ جنګ نه کوو او د سلیمان سره روغه کوو. د بلقیس دغه هوښیاری قوم له تباهی وساتی. فاعتبروا یا اولوالالباب.
========== کابل ـ ۲۰ لړم ۱۳۹۴ (۱۱ نومبر ۲۰۱۵) ==========